ټاکنيزې مبارزې

 
 باميان (پواک، ٩ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي د باميانو اوسېدونکو ته ژمنه ورکړه، چې د بغلان او کابل سره به د باميان لويې لارې امنيت خوندي او د ګرځندوى صنعت پراختيا ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.
   د ولسمشرۍ دې کانديد نن په باميانو ښار کې د بودا ويجاړو شوو مجسمو پر وړاندې د زرګونو راټولو شوو خلکو يوې غونډې ته وويل، چې دهېواد والو په هر څاڅکي وينه چې ځمکې ته تويېږي، دده زړه ټکان کوي.

 
کندهار، خوست (پژواک ٨ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزى وايي، کندهار ولايت به د سيمې او نړۍ په کچه د ټرانزيټ په يوه لوى مرکز بدلوي او دغلته به د صنعت او کرنې د ودې په موخه د اوبو او برېښنا بندونه جوړوي.نوموړي دغه څرګندونې د کندهار زرګونو خلکو ته وکړې، چې په احمدشاهي لوبغالي کې راغونډ شوي وو.
اشرف غني احمدزي وويل، که په ټاکنو کې بريالى شي، نو د سولې لپاره به کار کوي او په دې لاره کې به هر راز قرباني ورکوي او دغه راز به کندهار په يوه لوى ټرانزيټي مرکز بدلوي او د همدې لپاره به له سپين بولدک څخه د اورګاډي پټلۍ جوړوي.

 
مزارشريف، کابل (پژواک ٨ ورى ۹۳): په بلخ او کابل کې د ولسمشرۍ د کانديدانو ډاکټر عبدالله عبدالله او عبد رب الرسول سياف په ملاتړ غونډې وشوې.د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د وري په ۸مه، د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ډلې کمپايني غونډه وکړه، چې د دغه ولايت زرګونو اوسېدونکو په کې برخه اخيستې وه.
د ډاکټر عبدالله عبدالله ډېری څرګندونې د جهاد د مهال د شهيدانو يادولو او د بلخ ولايت د تېرو کلونو د پراختيايي چارو ستاينې ته ځانګړې وې.

 
کابل- لښکرګاه (پژواک ٧ ورى ٩٣): په کابل او هلمند او کونړ ولايتونو کې د زلمي رسول او اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله په ملاتړ غونډې وشوې .
د کابل د وزيراباد شورا، د تايمني او قلعه فتح الله سيمې يو شمېر اوسېدونکو نن (د وري ٧مه) د يوې غونډې په ترڅ کې د زلمي رسول په ملاتړ غونډه وکړه.
دغه غونډه چې شاوخوا ٤٠٠ کسانو برخه په کې اخيستې وه، ګډنوالو يې له خلکو غوښتنه وکړه، چې په راتلونکو ټاکنو کې زلمي رسول ته رايه ورکړي.
د وزير اباد شورا رييس انجينر بسم الله په خپلو خبرو کې وويل: ((له زياتو ارزونو وروسته پوه شوو، چې زلمى رسول د افغانستان د راتلونکې لپاره وړ کس دى.))

 
مزارشريف (پژواک، ٧ ورى ٩٣): د ولسمشريزو ټاکنو کانديد ډاکټر زلمي رسول په بلخ ولايت کې اداري فساد او د دولتي ځمکو غصب تر ټولو جدي ستونزې وګڼلې او د برياليتوب په صورت کې يې د هغو د حل کولو ژمنه وکړه.
د مزارشريف ښار په سينا لوبغالي کې د وري په ۷مه د ولسمشريزو ټاکنو کانديد ډاکټر زلمي رسول په ګډون د اعتدال، برابرۍ او رغونې ډلې کمپايني غونډه وکړه، چې د دغه ولايت زرګونو اوسېدونکو په کې برخه  اخيستې وه.
ډاکټر زلمي رسول د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې که چېرې بريالي شى نو چا ته به اجازه ورنه کړي، چې له قانون څخه ځان پورته وګڼي.

 
جلال اباد (پژواک ۷ وری ۹۳): د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزی وايي، چې ختيځ ولايتونه به يو ځل بيا د سولې او امن پر کور او ياده سيمه به د ترانزيټ پر يو لوی مرکز بدل کړي.
نوموړي دغه څرګندونې د کب په ۷مه په جلال اباد ښار کې يوې لويې غونډې ته وکړې، چې په کې د ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولايتونو لسګونه زرو ځوانانو، قومي مشرانواو ديني عالمانو برخه اخيستې وه.
هغه زياته کړه، چې ختيځه سيمه به د کابل دروازه وي او له ټول هېواد څخه دفاع به له دې سيمې کېږي.

 
لښکرګاه-کونړ (پژواک ٦ ورى ۹۳): په هلمند او کونړ ولايتونو کې د اشرف غني، زلمي رسول، عبدرب الرسول سياف او ګل اغا شېرزي پر ملاتړ غونډې وشوې.
د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې سلګونه کسانو غونډه وکړه او په ترڅ کې يې د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.
د ولسمشرۍ د ځينو کانديدانو پر ملاتړ غونډې وشوې
په دې غونډه کې، چې سلګونه تنو په کې برخه لرله، حاجي بسم الله روحاني د اشرف غني د ولايتي دفتر سرپرست وويل، چې د دغه ولايت اوسېدونکي تر ډېره د اشرف غني ملاتړ کوي.

 
بلخ (پژواک ٦ ورى ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد هدايت امين ارسلا وايي، د برياليتوب په صورت کې به د سولې او ثبات  لپاره  له طالبانو سره رښتيني مذاکرات وکړي.
ارسلا دغه څرګندونې د وري په ٦مه په مزارشريف کې د يوې غونډې پر مهال خپلو سلګونو پلويانو ته وکړې.
په غونډه کې، چې په يو ځايي هوټل کې ترسره شوه، د ارسلا دواړه مرستيالانو هم برخه لرله.
ارسلا په خپلو خبرو کې وويل: ((افغانان سولې ته اړتيا لري او زه به د سولې لپاره رښتيني مذکرات پيل کړم.))

 
 کندوز (پژواک ٦ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله، کندوز ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې د برياليتوب پر مهال به د دغه  ولايت د سپين زر تصدۍ فابريکه فعاله کړي.
 نوموړي نن د کندوز ښار په ښاروالۍ چمن کې د زرګونو کسانو په غونډه کې ژمنه وکړه، چې که د اصلاحاتو او همپالنې ټيم بريالى شي، نو په خپل لومړي ګام کې به د سپين زر تصدۍ فابريکه، چې له تېرو څلور لسيزو راهيسې غيرفعاله ده، له سره فعاله کړي او زرګونه بې روزکاره ځوانان به پکې په کار بوخت شي.

 
کابل (پژواک ٦ ورى ٩٣): يو شمېر کسان، چې ځانونه د زلمي رسول د ټاکنيزو دفترونو اړونده غړي بولي، د ډاکټرعبدالله له ټيم سره د يو ځاى کېدو ادعا کوي، خو د زلمي رسول ټيم وايي ، چې دغه کسان  له دوى سره رسميت نه لري.
دوى ادعا کوي، چې په ٣٤ ټاکنيزو دفترونو پورې اړوند دي، چې تر دې مهاله يې د زلمي رسول د اعتدال، برابرۍ او جوړونې په ټيم کې فعاليت کاوه، خو له دې وروسته د ډاکټر عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې له ټيم سره يو ځاى شوي دي.

Pages

Subscribe to ټاکنيزې مبارزې