Add new comment

برخی دفاتر انتخاباتى زلمى رسول ادعاى پيوستن به داکتر عبدالله را دارند

 
کابل (پژواک ٦ ورى ٩٣): يو شمېر کسان، چې ځانونه د زلمي رسول د ټاکنيزو دفترونو اړونده غړي بولي، د ډاکټرعبدالله له ټيم سره د يو ځاى کېدو ادعا کوي، خو د زلمي رسول ټيم وايي ، چې دغه کسان  له دوى سره رسميت نه لري.
دوى ادعا کوي، چې په ٣٤ ټاکنيزو دفترونو پورې اړوند دي، چې تر دې مهاله يې د زلمي رسول د اعتدال، برابرۍ او جوړونې په ټيم کې فعاليت کاوه، خو له دې وروسته د ډاکټر عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې له ټيم سره يو ځاى شوي دي.
نصرالله ارسلايي، چې ځان په کابل کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنيزو دفترونو د همغږۍ مشر بولي، په نننۍ خبري ناسته کې وويل، د خلکو د ملاتړ لړۍ چې هره ورځ د اصلاحاتو او همپالنې له ټيم سره تر سترګو کېږي، نن د بابه خان حيدري په مشرۍ ځينې کسانو له ډاکټر عبدالله څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او زلمي رسول له ټيم سره يې خپله همکاري پاى ته ورسوله.
بابه خان حيدري، چې ځان د زلمي رسول د ٣٤ ټاکنيزو دفترونو مسوول بولي هم وويل، چې دوى له دې وړاندې د برابرۍ او اعتدال له ټيم سره مرسته کوله او فکر يې کاوه، چې دغه ټيم به ځينې بدلونونه رامنځته کړي، خو د هغوى کړنو کومه پايله ورنکړه، نو له همدې امله دوى هم خپل لورى بدل کړ.
هغه زياته کړه: " دوى غواړي، خپل ١٢ کلن حکومت ١٧ کلن کړي، له همدې امله دې ته حاضر شو، چې د يوبل په مشورې، د ډاکټر عبدالله له ټيم څخه ملاتړ وکړي."
حيدري ادعا وکړه، چې دوى يواځې ٣٤ دفترونه او ٣٤ زره کسان نه دي، بلکې په تخار، کندوز، بغلان او کابل ولايتونو کې يې شمېر ١٥٠ زره کسانو ته رسيږي.
مولوي عبدالقادر، چې ځان د تخار ولايت د عالمانو د شپږمې ناحيې مسوول بولي، وويل: " امانت بايد خپل اهل ته وسپارل شي، رايه هم يو امانت دى. ډاکټر عبدالله د نورو کانديدانو په پرتله مجاهد، مسلمان او وړ شخص دى او په دې وطن کې يې زيار ايستلى، نو له همدې امله دغه ټيم ته راغلى دى."
خو د ډاکټر زلمي رسول د کمپاين وياند جاويد فيصل پژواک ته وويل، چې ياد کسان د زلمي رسول د ټاکنيز کمپاين غړي نه دي او له دوى سره نه دي ثبت شوي.
فيصل د دې خبرې په څرګندولو سره چې دا يوه کمپايني موضوع ده، زياته کړه: " د اعتدال، برابرۍ او جوړونې ټيم وروستيو فعاليتونو او برياليتوبونو، يو شمېر ټاکنيز ټيمونه دې ته اړ کړي، تر څو داسې شور او اوازې پورته کړي."
سرچينې په ځانګړي ډول د عبدالله عبدالله له ټيم څخه يادونه وکړه، چې د خپل ځان په پياوړي ښودلو سره غواړي، چې دا ډول موضوعات مطرح کړي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.