ټاکنيزې مبارزې

 
ګردېز ( پژواک، ٢ ورى ٩٣ ) : دپکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر زلمي رسول په ملاتړ لويه غونډه کې د زرګونو کسانو ترڅنګ دولتي کسانو هم برخه اخيستې وه.
ددې ولايت اوسېدونکي ادعاکوي ،چې ددې ولايت دبېلابېلو ادارو له خوا دې ته اړ شوي وو ،چې دې غونډې ته کسان ورولي او هم په خپله ورشي .
ددې ولايت ديوشمېر ښوونځيو زده کوونکو له رسنيو سره په خبرو کې وويل ، چې د معارف  پروګرامونو د پيل کېدو په نوم وربلل شوي وو، خو سهار د مديرانو له خوا ورته ويل شوي ، چې  دوی د زلمي رسول غونډې ته د والي په غوښتنه بايد حتمي ورشي .

 
کابل (پژواک ٢ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديد عبدالله عبدالله له خپلو دوو مرستيالانو سره يو ځاى د ټاکنيزو مبارزو په ترڅ کې، د بغلان اوسېدونکو ته په يوه لويه غونډه کې خپل راتلونکي پروګرامونه واورول.
په دغې غونډه کې، چې د دغه ولايت په مرکز د پلخمري ښار په لوبغالي کې تر سره شوه، د بغلان ولايت زرګونو کسانو ګډون کړى وو.
عبدالله عبدالله په ياده غونډه کې، چې دواړو مرستيالانو محمدخان او محمد محقق هم په کې ګډون درلود، د بغلان ولايت د بيارغونې پر کارونو نيوکه وکړه او ويې ويل، د برياليتوب پر مهال به دغې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.

 
چغچران (پژواک ٢٧ کب ٩٢): په غور کې سلګونو کسانو په داسې حال کې د ولسمشرۍ له نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د ملاتړ اعلان کړى، چې دغه ولايت ته تر دې مهاله کوم کانديد سفر نه دى کړى.
دغه غونډه نن د غور د مرکز چغچران ښار په ورزشي لوبغالي کې ترسره شوه او د اصلاحاتو او همپالنې ټېم ويناوالو د جمهوري رياست څوکۍ لپاره د ډاکټر عبدالله ټېم وړ ټېم وباله.
د غونډې يوه ګډونوال محمدنعمان وويل: "موږ له اوسني وضعيته ستړي شوي يو، له نوو پروګرامونو سره د يوه نوي ټېم واک ته د رسېدو غوښتونکي يو، تر څو افغانستان له اوسني بحران څخه وباسي."

 
هرات (پژواک ٢٧ کب ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد ګل اغا شېرزي، هرات ولايت ته په خپل سفر کې له حکومت څخه د رڼو او عادلانه ټاکنو د تر سره کولو غوښتنه وکړه.
نوموړي نن سهار په هرات کې د خپلو ځينو پلويانو په غونډه کې وويل، له اوسه ښکاري چې ټاکنې به رڼې تر سره نه شي، خو له حکومته غواړو چې ټاکنې په شفاف ډول تر سره کړي.
شېرزي ټينګار وکړ، چې په راتلونکو ټاکنو کې تر برياليتوب وروسته به د ټولنې ټولو قشرونو په ځانګړي ډول ښځو ته کار وکړي.
د ولسمشرۍ دغه نوماند يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې هېڅکله به هم د کوم کانديد په ګټه تېر نه شي.

 
کابل (پژواک ٢٦ کب ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد عبدرب الرسول سياف وايي، چې د برياليتوب پر مهال به په هېواد کې اسلامي نظام نافذ کړي.
نوموړي، په کابل کې په يوه غونډه کې، چې د علماوو او د قرانکريم حافظانو په ګډون پکې زرګونه کسانو شتون درلود وويل، چې دين د ژوند د تنظيم لپاره راغلى او په ورځني ژوند او د هېواد په نظام کې بايد ترې ګټه واخيستل شي.
سياف ژمنه وکړه، چې د برياليتوب پر مهال به خلکو ته د سوکاله ژوند د برابرولو تر څنګ، د اسلام دين ته ډېره پاملرنه وکړي، ځکه اسلام يو ثابت نظام دى.

 
مزار شريف،جلال اباد ( پژواک، ٢٥ کب ٩٢ ) : د ولسمشرۍ د کانديدانو ډاکټر عبدالله عبدالله، او هدايت امين ارسلا په ملاتړ غونډې وشوې.
د شنبې په ورځ د جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي کې راتلوونکو ولسمشريزو ټاکنو ته کانديد هدايت امين ارسلا په پلوۍ غونډه ترسره شوه، چې پکې د ارسلا او د هغه د مرستيالانو ترڅنګ سلګونو تنو برخه اخيستې وه.
هدايت امين ارسلا په خپله وينا کې وويل، چې د هېواد پنځوس سلنه وګړي د غربت له کچې ټيټ ژوند لري او که بريالى شو، نو ددې ستونزې د لرې  کولو په موخه به بيړني اقدامات کوي.

 
لښكرګاه (پژواک ۲٥ كب ۹۲): د ولسمشرۍ کانديد زلمي رسول په هلمند كې د دوو غونډو په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې د امنيت راوستو تر څنګ به د کجکي بند د برېښنا ظرفيت لوړ کړي.
د نوموړي په ملاتړ د کب په ٢٥مه لومړۍ غونډه د لښکرګاه ښار په کرزي لوبغالي او دويمه يې په عيدګاه جومات کې جوړې شوې، چې زرګونه پلويانو يې په کې ګډون درلود.
له زلمي رسول سره په دې غونډو کې د ده د دواړه مرستيالانو تر څنګ د هغه ملاتړي، قيوم كرزي او محمود كرزي هم ملګرتيا کوله.

 
ترينکوټ(پژواک،٢٣کب٩٢):د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله د کمپاين دفتر پرانيستل شو.
د ياد دفتر د پرانيستې په غونډه کې سلګونو قومي مشرانو ، ديني عالمانو او ځوانان ګډون کړى وو.
د ياد دفتر مسوول  قاهر خان  د کب له ٢٣مه د پرانيستې  په مراسمو کې ددې ولايت له ټولو اوسېدونکو څخه وغوښتل،چې په راتلونکو ټاکنو کې پراخه کچه ګډون وکړي او خپله رايه  ډاکټر عبدالله  ته ورکړي
د نوموړي په خبره: ((عبدالله عبدالله  د افغانستان د راتلوونکي په ګټه دى.))  

 
کندهار ، اسعد اباد ( پژواک، ٢٤ کب ٩٢ ) : د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر زلمى رسول وايي، چې که بريالى شي، نو په کندهار ولايت کې به د امنيت د ټينګښت او د کرنې د ودې لپاره کار وکړي.
 د ولسمشرۍ دغه کانديد د خپلو ټاکنيزو سياليو په لړ کې د کب په ٢٤مه، کندهار ولايت ته راغلى و او دغلته يې د خلکو په يوه لويه غونډه کې، چې زرګونو تنو پکې برخه ا خيستې وه، ګډون وکړ.

Pages

Subscribe to ټاکنيزې مبارزې