Add new comment

در غور به حمايت از داکتر عبدالله گردهمایی صورت گرفت

 
چغچران (پژواک ٢٧ کب ٩٢): په غور کې سلګونو کسانو په داسې حال کې د ولسمشرۍ له نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د ملاتړ اعلان کړى، چې دغه ولايت ته تر دې مهاله کوم کانديد سفر نه دى کړى.
دغه غونډه نن د غور د مرکز چغچران ښار په ورزشي لوبغالي کې ترسره شوه او د اصلاحاتو او همپالنې ټېم ويناوالو د جمهوري رياست څوکۍ لپاره د ډاکټر عبدالله ټېم وړ ټېم وباله.
د غونډې يوه ګډونوال محمدنعمان وويل: "موږ له اوسني وضعيته ستړي شوي يو، له نوو پروګرامونو سره د يوه نوي ټېم واک ته د رسېدو غوښتونکي يو، تر څو افغانستان له اوسني بحران څخه وباسي."
هغه زياته کړه، دوى داسې ولسمشر غواړي چې د قانون د پلي کېدو او د نشه يي توکو د له منځه وړو لپاره سخته مبارزه وکړي او ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي،  د عبدالله ټيم دغه کار تر سره کولى شي نو دوى هم له همدې امله له هغه څخه ملاتړ کوي.
په غور کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاين سرپرست عبدالقدير وويل، چې د غور خلکو لپاره د اصلاح او همپالنې ټيم، په ځانګړې توګه د ياد ټيم پروګرامونه ډېر مهم دي او د برياليتوب پر مهال به د خلکو ستونزو ته لاسرسى وکړي.
د غور خلکو له دې وړاندې د ډاکټر اشرف غني احمدزي، عبدرب الرسول سياف او ځينو نورو نوماندانو پر ملاتړ غونډې جوړې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمهوري رياست د ټاکنيزو مبارزو له پيل څخه شا وخوا يوه نيمه مياشت تېريږي، خو غور ته تر دې مهاله کوم کانديد سفر نه دى کړى.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.