چغچران (پژواک ٢٧ کب ٩٢): په غور کې سلګونو کسانو په داسې حال کې د ولسمشرۍ له نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د ملاتړ اعلان کړى، چې دغه ولايت ته تر دې مهاله کوم کانديد سفر نه دى کړى.
دغه غونډه نن د غور د مرکز چغچران ښار په ورزشي لوبغالي کې ترسره شوه او د اصلاحاتو او همپالنې ټېم ويناوالو د جمهوري رياست څوکۍ لپاره د ډاکټر عبدالله ټېم وړ ټېم وباله.
د غونډې يوه ګډونوال محمدنعمان وويل: "موږ له اوسني وضعيته ستړي شوي يو، له نوو پروګرامونو سره د يوه نوي ټېم واک ته د رسېدو غوښتونکي يو، تر څو افغانستان له اوسني بحران څخه وباسي."
هغه زياته کړه، دوى داسې ولسمشر غواړي چې د قانون د پلي کېدو او د نشه يي توکو د له منځه وړو لپاره سخته مبارزه وکړي او ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي، د عبدالله ټيم دغه کار تر سره کولى شي نو دوى هم له همدې امله له هغه څخه ملاتړ کوي.
په غور کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاين سرپرست عبدالقدير وويل، چې د غور خلکو لپاره د اصلاح او همپالنې ټيم، په ځانګړې توګه د ياد ټيم پروګرامونه ډېر مهم دي او د برياليتوب پر مهال به د خلکو ستونزو ته لاسرسى وکړي.
د غور خلکو له دې وړاندې د ډاکټر اشرف غني احمدزي، عبدرب الرسول سياف او ځينو نورو نوماندانو پر ملاتړ غونډې جوړې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمهوري رياست د ټاکنيزو مبارزو له پيل څخه شا وخوا يوه نيمه مياشت تېريږي، خو غور ته تر دې مهاله کوم کانديد سفر نه دى کړى.
Add new comment