غور ولايت د مرکز چغچران په ګډون له ١٠ اداري واحدونو څخه جوړ شوى، چې ولسوالۍ يې له دولتيار، تيوره، تولک، ساغر، پسابند، دولينه، شهرک، لعل و سرجنګل او چهارسدې څخه عبارت دي.
 
 ١-مرکز:
د غور ولايت مرکز چغچران ښار تاريخي مخينه لري. دا ښار د غوريانو په دوره کې د فيروزکوه په نامه يادېده، دغوري دورې څخه د اهنګرانو سيمې او د بوديزم دورې څخه دشت پنبه ددې ښار لرغونتيا لا زياته کړې ده. د هريرود سيند هم له دې ښار څخه تېرېږي، چې ښار ته يې ځانګړې ښکلا ورکړې ده.
 ٢-دولتيار:
دولتيار ولسوالي د چغچران په لوېديځ کې پرته ده، چې اوسېدونکي يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. په وروستيو کې دځينو ميوه لرونکو نيالګيو اېښودنه هم په کې دود شوې او په کافي اندازه للمي ځمکې هم په کې شته دي. د دولتيار ولسوالۍ عمده ستونزه په دغه ولايت کې د غير قانوني وسله والو شتون دى، چې د دوى او همدرانګه د وسله والو مخالفينو په خپلمنځي شخړو کې په لسګونو ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړى.
 ٣-لعل و سرجنګل:
دا ولسوالي د باميان ولايت سره په سرحد کې پرته ده او ددې ولايت يو له لرې پرتو ولسواليو څخه ګڼل کېږي. لعل او سرجنګل ددې ترڅنګ دغور له سړو سيمو څخه ده، چې کال شپږ مياشتې يې لارې د زياتې واورې اورېدو له امله بندې او خلک يې په کلابندۍ کې شپې تېروي. په دې ولايت کې دبيارغونې چندان کارونه نه دي شوي، خو سږ کال په کې د کليو او پراختيا وزارت د بې وزلو ولايتونو لپاره ځانګړې شوې بوديجې په نهه ميليونه اوشپږ سوه زره افغانيو لګښت د دوو پلونو د جوړېدو چارې پيل شوې، چې په جوړېدو به يې د هريرود دواړو غاړو ته مېشت خلک د تګ راتک اسانتيا ولري.
 ٤-تولک:
تولک دغور يوه تاريخ ولسوالي ده، چې د  غوري او ساماني دورې تاريخي ابده "قلعۀ ملک عنتر" او د "گاوکُش" تاريخي سيمه هم په کې موقعيت لري.په دې ولسوالۍ کې له شوو کېندنو ځينې د سرو زرو سکې چې ځانګړې ليکنې او تصويرونه ورباندې نقش دي تر لاسه شوي، چې له ١٢ څخه تر ١٣ زېږديزې پېړۍ پورې د غوريانو واکمنۍ سره تړاوو لري. دا ولسوالي د اقليم له اړخه ساغر او تيوره ولسوالۍ ته ورته والى لري، ددې ترڅنګ دهرات له چشت او اوبې سره په ګډه پوله پرته ده. ددې ولسوالۍ لارې په ژمي کې  بندېږي، خلک يې په کرکيله او مالدارۍ بوخت دي او خپلې اړتياوې له هرات څخه پوره کوي.
 ٥-چهارسده:
د اولسوالي د چغچران په شمال کې له فارياب سره په پوله پرته ده. د مرغاب سيند يې له زړه نه تېرېږي ،چې نسبتا معتدله او ملايمه هوا يې ورپه برخه کړې ده ، ميوه لرونکي او بې مېوې ونې په کې شته، د للمي غنمو  او اوبيزو غنمو د کر لپاره ښه امکانات لري، خو مالداري هم په کې دود ده . ددې ولسوالۍ د خلکو دوديزې جامې  او کړه وړه تر ډېره د فارياب له خلکو سره ورته والى لري.
 ٦-دولينه:
دولينه له لعل و سرجنګل ولسوالۍ وروسته ددې ولايت تر ټولو يخه سيمه شمېرل کېږي،چې اقليم يې له چغچران ښار سره ورته دى، ياني سوېل يې يخ دى،لږ ونې په کې شته، خو شمال يې بيا ددې خلاف په ګڼو ميوه لرونکو ونو پوښتل شوى، زړه راښکوونکى طبيعت لري، چې د للمو د کر او مالدارۍ لپاره يې ښه زمينه مساعده کړې ده. خو له دې سره سره په کې کله کله خپلسري وسله وال امنيت ګواښي.
 ٧-پسابند:
پسابند هم دغور له يخو ولسواليو څخه ده، چې په ژمي کې په بشپړ ډول له واورو ډکه وي. کرنه او مالداري په کې کمزورې ده، له هلمند او اروزګان ولايتونوسره ګډه پوله لري، کړه وړه او جامې يې هم هلمنديانو ته ورته دي. ددې ولسوالۍ اوسېدونکي د غور  دنورو سيمو خلاف په پښتو ژبه هم پوهېږي. د پسابند شنې او ميوه لرونکې سيمې کمې دي او ډېرې ځمکې يې له درو او اوچتو غرونو څخه جوړې شوې دي.
 ٨-تيوره :
دا ولسوالي د غور پخوانى مرکز دى، چې په غور نامه هم يادېږي. ددې ولسوالۍ مرکز قله غور ده، چې د پنج شاخ او کريه اوچتو غرونو رانغاړلې ده. تيوره د فراه ل پرچمن او د هلمند له نوزاد وسوالۍ سره هم اړيکه لري، کرنه او مالداري په کې دود ده او ډېرې کرنيزې ځمکې يې للمې دي.
ددې ترڅنګ ښکلې سيمې هم لري، چې ميوه لرونکې او بې مېوې ونې يې په ټولو سيمو کې شته ، په ځانګړي ډول هغه سيمې، چې د همدې ولايت له ساغر لسوالۍ سره نږدې دي. د تيوره خلک د کرنې پرځاى تر ډېره دخپل ژوند اقتصادي اړتياوې د ميوې له حاصلاتو پوره کوي.
 ٩-ساغر:
ساغر ولسوالي د خپل نوم په څېر د غور ولايت  ښکلې او زړه راښکوونکې سيمه ده ،چې د هرات له فارسي او شينډنډ ولسواليو سره ګډه پوله لري. ګڼو ميوه لرونکو ونو او شنو چينو ښکلا ورکړې ، خو کرنيزې ځمکې يې کمې دي او ددې په خلاف بيا مالدارۍ په کې ښه وده کړې، په غرونو کې يې ډول ډول مرغان شته او داستوګن يې په هراتي ګړدود(لهجه) خبرې کوي.
 ١٠-شهرک:
شهرک ولسوالي د غور ولايت له يخو سيمو څخه ګڼل کېږي. دا ولسوالي له چغچران  سره ورته اقليم لري، چې سوېل يې يخ  او بې ونو، خو شمال يې بيا ددې خلاف ښکلې زرغونې سيمې او ميوه لرونکې ونې لري.  ددې ولسوالۍ جغرافيوي موقعيت د مالدارۍ او للمو د کرکيلې لپاره ښه زمينه مساعده کړې ده .