سيد انور رحمتي د سيد رحمت زوى، چې په ١٣٣٨لمريز کال کې د باميان ولايت يکاولينګ ولسوالى کې زيږېدلى دى، لومړنۍ او ثانوي زده کړې يې د يکاولنګ په مرکز کې ترسره کړې دي او په ١٣٥٨کال کې د هرات د کرنې له ليسې څخه فارغ شوى دى. هغه ، د شوروي اتحار د يرغل له امله  لوړې زده کړې نه دي کړي او د جهاد له ليکو سره يوځاى شوى، د نصرسازمان او د وحدت اسلامي ګوند په سياسي او نطامي چارو کې يې دندې ترسره کړې دي. له ١٣٦٤ څخه تر ١٣٦٦ کاله پورې د باميان ولايت د يکاولنګ ولسوالۍ سياسي مسوول او له ١٣٦٦ څخه تر ١٣٦٨ کاله پورې په دغه ولايت کې د نصر سازمان د ولايتي مسوول په توګه يې دندې ترسره کړې دي.په ١٣٦٩ کال کې د جهادي قوماندانانو د سراسري شورا د دعوت له مخې، د وحدت ګوند د ٧٠ قوماندانو په سرکې يې د قوماندانانو د سراسري ناستې په درېيمه غونډه کې ګډون وکړ. په کال ١٣٧٠د وحدت ګوند د مرکزي شورا غړيتوب  يې تر لاسه کړ او د دغه ګوند په سياسي او نظامي برخو کې يې فعاليت درلود.
 له ١٣٧٤څخه تر ١٣٧٦کاله پورې ددې ګوندد وياند په توګه يې دنده ترسره کوله، د طالبانو له  واکمنۍ څخه وروسته هيواد ته له بېرته راتګ سره سم د فرهنګيانو په ملاتړ، د مهر په نامه يې ټولنيز ه او فرهنګي موسسه جوړه کړه او د بهار په نامه يې يوه اوونيزه   هم را منځ ته کړه. په بېړنۍ لويه جرګه او د اساسي قانون په لويه جرګه ګې  يې د باميانو د مدني ټولنو د استازي او د کابل ښاريانو د استازي په  توګه ګډون وکړ. د غور اوسنى والي له ١٣٨١کال څخه تر اوسه پورې د مهر د ټولنيزې او فرهنګي موسسې د رييس او بهار اوونيزې مسوول مدير په توګه دنده پر مخ بيايي. د ١٣٨٥کال له ژمي څخه تر پنځو کلونو پورې د ولسمشر د مرستيال د دفتر د رييس په توګه دنده ترسره کوله، د ١٣٨٩کال له  غويي مياشتې څخه د ١٣٩١ کال تر وري  مياشتې پورې د سرپل د والي په توګه او له هغه وروسته تر اوسه پورې د غور د والي په توګه کار کوي .