د غور ولايتي شورا ١٥ غړي لري چې د ١٣٩٣ لمريز کال په ټاکنو کې يې درې پخواني غړي هم يو ځل بيا بريالي شوي دي. ددې شورا د پلاوي په ټاکنو کې لاندې کسان د اداري چارواکو په توګه ټاکل شوي دي.
رييس: الحاج فضل الحق احسان
مرستيال: محمدمهدوي
منشي: ګلثوم رضايي
 
١-عبدالرحمن عطشان:
عبدالرحمن عطشان د محمد اکرم زوى ، چې په ١٣٤٤ لمريز کال کې د غور ولايت د ساغر ولسوالۍ په اخري کلي کې زېږېدلى دى. د لېسې زده کړې يې د ساغر ولسوالۍ په مرکز کې د شيخ محمد ساغري په لېسه کې پاى ته رسولې دي. نوموړي د څه وخت لپاره ددې ولسوالۍ د اداري مدير په توګه دنده اجرا کړې او تر وکالت وړاندې په غور کې د يوې غير دولتي موسسې کارکوونکى و.
د اړيکې شمېره: ٠٧٦٥٤٢٩٣٣٧
  ٢-محمدمهدوي:
محمد مهدوي د حسن علي زوى، چې  په ١٣٦٢ لمريز کال کې د غور ولايت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. د ١٢ ټولګي برى ليک يې په کابل کې د پوهنې وزارت څخه تر لاسه کړى او د ليسانس سند يې په ١٣٩٢ لمريز کال کې په کابل کې د غرجستان په نامه خصوصي پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي څخه اخيستى  . نوموړي په يوه وخت کې په کابل کې د «جامعه المصطفی العالميه» پوهنتون د فقه او اسلامي زده کړو څانګې څخه هم ليسانس اخيستى او تر وکالت وړاندې يې په خپله ولسوالۍ کې د ناوه منځني ښوونځي د ښوونکي په توګه دنده اجرا کړې. مهدوي د ولايتي شورا مرستيال په توګه ټاکل شوى دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٧٤٤٤٠٥١٧
٣-عبدالبصير قادري:
عبدالبصير قادري د ميرزا غلام نبي زوى ، چې په ١٣٤٢ لمريز کال کې د غور د تولک ولسوالۍ په چهار راه کلي کې زېږېدلى دى. نوموړى د ساغر ولسوالۍ په مرکزي لېسه کې ١٢ ټولګى پاى ته رسولى او تر ١٤ ټولګي پورې زده کړې يې په همدې ولسوالۍ کې د غور دارالمعلمين په الحاقيه ښوونځي کې کړې دي. قادري ولايتي شورا ته تر بريالي کېدو وړاندې د ساغر ولسوال و او ددې ترڅنګ يې د دولينه او تيوره ولسواليو د اداري مدير په توګه هم دندې تر سره کړې دي.
د اړيکې شمېره: ٠٧٦٥٤٣٠٠٥٥
  ٤-عزت الله ابراهيمي:
عزتالله ابراهيمي د حيات الله زوى، چې  په ١٣٥٣ لمريز کال کې د فيروز کوه ښار په تمور کلي کې زېږېدلى دى. ابراهيمي په ١٣٧٩ لمريز کال کې د سلطان علاوالدين لېسې له دوولسم ټولګي څخه فارغ شوى او تر وکالت وړاندې يې د درېيو کلونو لپاره د ژوند چاپيريال د اوبيزو زېرمو د اوبو لګولو مديريت کې کار کړى او په ١٣٨٤ کال کې د تقه تمور په لېسه کې د ښوونکې په توګه وګومارل شو چې دغه دنده يې د څلورو  کلونو لپاره تر سره کړه. ده همدارنګه له ځينو غير دولتي موسساتو سره هم کار کړى دى.
 ٥-محمد سخي جاوېد:
محمد سخي د محمد حسين زوى، چې په ١٣٥٧ لمريز کال کې د غور د لعل او سرجنګل ولسوالۍ په مرکز کې زېږېدلى دى. د لېسې دوره يې د لعل ولسوالۍ په مرکز کې پاى ته رسولې او د همدې ولسوالۍ له دارالمعلمين څخه فارغ شوى دى. نوموړي تر وکالت وړاندې د ښوونکي او د کليو پراختيا رياست د ملي پيوستون پروګرام د ټولنيز کارکوونکي په توګه دنده تر سره کړې ده.
 ٦-معاون احمد:
معاون احمد د ايوب زوى، چې  په ١٣٣٣ لمريز کال کې د غور په دولتيار ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړى د غور په مرکز کې د  علاوالدين غوري لېسې څخه تر فراغت وروسته د هرات دارالمعلمين د رياضي  او فزيک څانګې څخه فارغ شوى ، لوړې زده کړې يې کابل کې د دعوت خصوصي پوهنتون په حقوقو او سياسي علومو پوهنځي کې تر سره کړې دي.
معاون احمد د ولايتي شورا په تېرو ټاکنوکې  بيا  وتوانېده چې مشرانو جرګې ته لار پيدا کړي او د روان کال په ټاکنو کې يو ځل بيا د خلکو د استازي په توګه وټاکل شي. معاون تر وکالت وړاندې د فيروز کوه ښار د علاوالدين لېسې د مدير په توګه دنده تر سره کړې او همدارنګه د غور په څو نورو ښوونځيو کې ښوونکي پاتى شوى ، خو له کوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٧٧٧٧٦٢٠٠
 ٧-فضل الحق احسان:
فضل الحق احسان د عبدالرحمن زوى ، چې په ١٣٣٩ لمريز کال کې د غور ولايت د چهار سده ولسوالۍ د  ده حاجي کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې زده کړې د سلطان علاوالدين لېسه کې تر ١٢ ټولګي پورې تر سره کړې دي. په ١٣٧١-١٣٧٥کلونو کې يې د مجاهدينو تر بريا وروسته د عامه نظم کنډک د ښوونې او روزنې  د مرستيال، د امنيه قوماندانۍ د لوژيستک  مدير او د غور د ٤١ فرقې لوژيستک مدير په توګه دندې تر سره کړې دي.
نوموړى د ولايتي شورا له پخوانيو غړو څخه دى چې يو ځل بيا يې غړيتوب تر لاسه او په تېره دوره کې يې د شورا مشري هم کړې ده.
٨-ملا حميدالله متحد:
ملا حميدالله متحد د ملامحمد عظم زوى، چې په ١٣٦٢ لمريز کال کې دغور ولايت د دولتيار ولسوالۍ په قاسم کلي کې زېږېدلى دى. نوموړى په ١٣٨٦لمريز کال کې دغور له دولتيار لېسې څخه فارغ شوى او د ١٤ ټولګي سند يې د غور له دارالمعلمين څخه په ١٣٨٨ کال کې لاسته راوړ. متحد تر وکالت وړاندې د دولتيار ولسوالۍ د تخنيکي او سکتوري خدماتو د مدير په توګه دنده تر سره کړې. ددې ترڅنګ د يوه کال لپاره د خپلې ولسوالۍ د سياه خارک لومړني ښوونځي ښوونکى و او تر څنګ يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون او ځينې دولتي او غير دولتي موسسو سره کاري مخينه لري، خو له کوم سياسي ګوند سره يې اړيکه نشته.
د اړيکې شمېره: ٠٧٧٥٢٨٦١١٣
  ٩-محمد هاشم فيضي:
محمد هاشم فيضى د وکيل جمعه ګل زوى، چې په ١٣٥٥ لمريز کال کې د غور ولايت د دولينه ولسوالۍ په شهيدانو کلي کې زېږېدلى دى. نوموړى په ١٣٨٣ لمريز کال کې د تولک ولسوالۍ د عبدالله علوي تولک له لېسې څخه فارغ شوى  . فيضي تر وکالت وړاندې د دولينه ولسوالۍ د ولسوال په توګه دنده اجرا کوله او ددې ترڅنګ يې د همدې ولسوالۍ د اداري او اجراييه مدير په توګه دنده اجرا کړې، خو له هېڅ کوم سياسي ګوند سره اړيکه نه لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٨٩٧٠٧٦٧٣
 ١٠-عبدالغني معاذپور:
عبدالغني د معاذالله زوى، چې د فيروز کوه د ميانجي کلي اوسېدونکى دى. نوموړى په ١٣٥٢ کال کې زېږېدلى دى. تر ١٢ ټولګي پورې يې زده کړه کړې او په بېلابېلو دولتي ادارو کې يې کار کړى دى. له ١٣٨٤ کال راهيسې يې د څلورو کلونو لپاره د غور ولايت په اوبو لګولو رياست کې د ساتنې او مراقبت د مدير په توګه دنده اجرا کړې او همدارنګه تر وکالت وړاندې د څلورو کلونو لپاره د غور د ځمکني ترانسپورټ مدير و.
 ١١-عبدالحميد ناطقي:
عبدالحميد ناطقي د حسين زوى ، چې په ١٣٦٤ لمريز کال کې زېږېدلى  . په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د ښوونځي له لومړنيو زده کړو وروسته په ١٣٨٧ لمريز کال کې د کابل عربي دارالعلوم ته شامل شو او له دوه کلنو زده کړو وروسته يې د ١٤ ټولګي د فارغېدو برى ليک تر ګوتو کړ. نوموړي همدارنګه د ليسانس سند په کابل کې د «جامعه المصطفی العالميه» پوهنتون د فقې او اسلامي زده کړو له څانګې څخه تر لاسه کړى دى او په ١٣٩٣ کال کې ولايتي شورا ته بريالى شو.
 ١٢-ګلثوم رضايي:
کلثوم رضايي د عبدالحسين لور، چې په ١٣٦٣ کال کې د غور ولايت د لعل وسرجنګل ولسوالۍ په جلسو جوقل کلي کې زېږېدلې ده. نوموړې  د لعل ولسوالۍ له زينب کبرا لېسې څخه فارغه شوې  .هغې همدارنګه د همدې ولسوالۍ په دارالمعلمين کې تر ١٤ ټولګي پورې درس ويلى  . مېرمن رضايي له هېڅ کومې سياسي ډلې سره اړيکه نه لري او تر وکالت وړاندې يې په لعل ولسوالۍ کې د سواد زده کړې د ښوونکې په توګه کار کړى، ددې تر څنګ يې په يو شمېر دولتي او غير دولتي موسسو کې هم دندې تر سره کړې دي.
د اړيکې شمېره: ٠٧٧٢٧٥٦٢٤٠
  ١٣-انيسه غيور:
انيسه غيور د جان محمدخان لور، چې په ١٣٥٤ لمريز کال کې په کابل کې زېږېدلې ده. نوموړې خپلې لومړنۍ زده کړې په ١٣٨٤ کال کې په فيروز کوه ښار کې پاى ته رسولې دي او د ١٤ ټولګي برى ليک يې د غور له دارالمعلمين څخه تر ګوتو کړى  . غيور تر وکالت وړاندې په کابل کې د افغان ښځو او نجونو په روزنيزه او ښوونيزه موسسه کې د ښوونکې، د ټاکنو کمېسيون د غور ساحوي دفتر کې د ناظمې، د سلطان راضيه لېسې د ښوونکې او د غور ولايت د کليو پراختيا رياست د ملي پيوستون پروګرام د ټولنيزې کارکوونکې په توګه دندې جرا کړې دي.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٧٠٤٥٠٦٥
 ١٤-حليمه پولاد:
حليمه پولاد د الله داد فولاد لور ، چې په ١٣٦٨ لمريز کال کې د غور په مرکز فيروز ښار کې   زېږېدلې. مېرمن پولاد د ښوونځي دوره په سلطان راضيه ښوونځي کې پاى ته رسولې ده. نوموړې اوسمهال په غور کې د لوړو زده کړو په يوه موسسه کې محصله ده. پولاد ولايتي شورا ته تر لار موندلو وړاندې په سلطان راضيه لېسه کې د ښوونکې په توګه دنده اجرا کوله.
١٥-عبدالرحيم رضا زاده:
عبدالرحيم رضا زاده د محمد غوث زوى، چې په ١٣٤٨ لمريز کال کې د غور ولايت د چهار سده ولسوالۍ په کلاګهر کلې کې زېږېدلى دى. نوموړي لومړنۍ زده کړې په کلا ګهر ښوونځي او ثانوي دوره يې د سلطان علاوالدين غوري په لېسه کې پاى ته رسولې ده. رضازاده د ١٤ ټولګي د فراغت سند د غور له دارالمعلمين څخه تر لاسه کړى دى.
نوموړى د ولايتي شورا له پخوانيو غړو څخه ده چې يو ځل بيا وتوانېده چې دغې شورا ته بريالى شي، تر دې وړاندې يې د شپږو کلونو لپاره د غور ولايت د پوهنې رياست په بېلابېلو برخو کې دندې اجرا کړې، ددې ترڅنګ يې د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې د ټاکنيزو شکايتونو د غړي په توګه هم کار کړى دى.