۶۶-الحاج کرام الدين رضازاده :
د غور ولايت د خلکو استازى – رايې: ۱۲۳۵۲
 
الحاج اکرام الدين د ملا فضل الحق زوى، چې  په ١٣٤٩لمريز کال د غور ولايت اړوند ميدان بره خانه کلي کې زيږېدلى دى.له  بکلوريا څخه يې زياتې  زده کړې کړي  او د مجاهدينو له برياليتوب سره په ١٣٧٢کال کې غور ولايت کې د يوه  ملکي کارکوونکي په توګه يې دندې ته مخه کړه او تر ١٣٧٥کاله پورې يې دنده پر مخ يوړه، د موقت او انتقالي حکومت له منځ ته راتلو سره سم  يې په١٣٨٢کال  کې د غور ولايت د اسنادو او ارتباط د رييس په توګه وټاکل شو، په کال ١٣٨٣ د غور ولايت مرستيال وټاکل شو او دغه دنده يې تر ١٣٨٩کال پورې پر مخ يوړه، په ١٣٨٩کال  کې  ولسي جرګې  ته بريالى شو.
 اړيکې شمېره: ۰۷۹۹۰۶۵۵۸۸
 ۶۷- رقيه نايل:
د غور ولايت د خلکو استازې- رايې: ۸۷۴۷
رقيه نايل د عوض علي خان لور ، چې په ١٣٥٧کال د غور ولايت د لعل سر وجنګل په ولسوالۍ کې زيږيدلې ده.خپلې زده کړې يې د کابل په نرسنګ کې پاى ته رسولي او له زده کړو څخه وروسته، د مور او ماشوم څخه د ملاتړ کلينيک کې او همدارنګه د ام سي ايچ په موسسې کې يې  دندې ترسره کړي. نوموړې د ښځو له  حقوقو څخه د ملاتړ د ټولنې غړيتوب  لري ، له کوم سياسي ګوندسره تړاو نه لري ، نوموړې په ١٣٨٤ کال کې د ولسي جرګي د پنځلمسي دورې عړې هم وه او همدارنګه په اضطراري لويه جرګه کې د غور د خلکو استازې هم پاتې شوې ده .
اړيکې شمېره: ۰۷۹۹۷۳۹۲۱۵
 
۶۸- سيما جوينده:
د غور د خلکو استازې- رايې ۳۹۶۰
 
سيما جوينده د ګل اقا لور، چې  په ١٣٥٢لمريز کال د غور ولايت په چغچران ښار کې زيږېدلې ده، هغې تر فوق بکلوريا پورې زده کړې کړي، د ښوونکې، د کليو پراختيا وزارت کې د کارکوونکې، په خيريه موسسو کې د کارکوونکې او د غور په ولايت کې د کارکوونکې په توګه دندې ترسره کړي او د اساسي قانون په لويه جرګه او اضطراري لويه جرګه کې يې  هم کډون کړى دى.
 
د اړيکې شمېره:۰۷۹۸۱۰۱۸۳۶۵
 
۶۹- سيد نادرشاه بحر:
د غور د خلکو استازى- رايې: ۱۳۲۸۳
نادر شاه د سيد امير زوى، چې په ١٣٣٨لمريز کال د غور ولايت په لعل وسر جنګل ولسوالۍ کې زيږېدلى دى، په ديني علومو کې د لسانس معادل  زده کړې لري، په ١٣٦٢کال د بصيرت د کتابتون موسس او له ١٣٦٠ څخه تر ١٣٦٤کال پورې په فرهنګي کارونو کې يې مشغولتيا درلوده، هغه د غور د جهادي قوماندان په توګه له ١٣٦٤څخه تر ١٣٧٠ کال پورې  او د ولايتي شورا د سياسي کمېټې مسوول، په غور ولايت کې  د و حدت ګوند د ولايتي شورا مسوول، له ١٣٧٢ څخه تر ١٣٨٢کال پورې او له ١٣٨٢ څخه تر ١٣٨٤کال پورې د لعل وسر جنګل ولسوال په توګه، د غور ولايت د تيوره ولسوالۍ سرپرست په توګه او له ١٣٨٧ څخه تر ١٣٨٩کال پورې د دولينه ولسوالۍ د ولسوال په توګه دندې ترسره کړې دي.
د اړيکې  شمېره: ۰۷۹۹۳۳۷۷۱۹
 
۷۰- محمد قربان کوهستانی:
د غور د خلکو استازى – رايې: ۱۵۶۹۸
 
محمد قربان د محمد عوض زوى،چې په ١٣٤٢لمريز په غور ولايت کې زيږېدلى دى. لومړنۍ او منځنى زده کړې يې په ١٣٥٦کال په نجف ښوونځي کې تر سره کړي  او په اقتصاد کې د لسانس تر کچې يې زده کړې کړي، نوموړي خپل ډيرى ژوند په کابل او مزار کې تير کړى او کوم سياسي ګوند پورې تړاو نه لري.
هغه په ١٣٨٤لمريز کال  کې د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې هم غړيتوب درلود.
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۳۰۰۳۰۳۰
   
 ۷۱- محمد ابراهيم ملکزاده :
د غور د خلکو استازى – رايې:۱۸۴۹۳
 
ډاکټر محمد ابراهيم د ميرزا عبد الرحمن زوى، چې  په ١٣٤٨لمريز کال د غور ولايت د تيوره ولسوالۍ په سرجنګل کلي کې زيږېدلى دى.تر دوولسم ټولګي پورې يې زده کړې کړي او همدارنګه يې له  د( اى ام سي) موسسې څخه د منځني طب ديپلوم هم تر لاسه کړى دى، هغه د افغانستان د جمعيت اسلامي ګوند غړيتوب لري، د طالبانو پر وړاندې د مقاومت د جبهې   له قوماندانانو څخه شمېرل کېده، د مجاهدينو په جبهاتو کې يې د ډاکټر په توګه دنده سرته رسولې ده، د طالبانو له ماتې څخه وروسته يې  د ١٣٨٣تر اوړي پورې د غور د والي په توګه او وروسته د ولسي جرګې تر ټاکنو پورې د کورنيو چارو په وزارت کې د امنيتي سلاکار په توګه دنده سرته رسولې .
هغه د ولسي جرګې د پنځلسمې دورې غړيتوب هم درلود.