١٩-معاون احمد:
دغور انتخابي سناتور
 
معاون احمد د ايوب زوى،چې په ١٣٣١ لمريز کال د غور ولايت په دولت يار ولسوالۍ کې زېږېدلى ، تر ١٤ ټولګي پورې يې زده کړې کړي او تر دې وړاندې يې د ښوونکي او د غور د استيناف څارنوال په توګه دندې اجرا کړې دي.
د اړيکوشمېرې :0706735305-0795015451
  
٢٠-محمد داوو غفاري:
د غور انتخابي سناتور
 
محمد داوود غفاري د عبدالغفار زوى،چې په ١٣٥٠ لمريز کال د غور ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې غړولي  او تر ١٢ ټولګي پورې يې زده کړه کړې دي. نوموړى د جمعيت اسلامى ګوند غړى او د غور ولايتي شورا په مخکنۍ دوره کې د رييس په توګه هم پاتې شوى دى.
د اړيکو شمېرې: 0798294647-0703252503