Special Reports

 غور ولايت د افغانستان له مرکزي ولايتونو څخه يو دى چې هرات، دايکنډي، فارياب، فراه او جوزجان ولايتونو ترمنځ موقعيت لري.
غور ولايت د هېواد له غرنيو او کان لرونکو ولايتونو څخه دى. که څه هم په دې ولايت کې کومه کره سروې نه ده شوې چې له مخې يې د کانونو په اړه شمېرې وړاندې شي، خو د ځايي خلکو او د غور ولايت د کانونو امريت د معلوماتو له مخې په دې ولايت کې د ګران بيه او نيمه ګران بيه ډبرو، فلزاتو او غير فلزاتو کاني نښې شته دي.

چغچران( پژواک، ۸ لړم ٩٢): د غور ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت ځينې سيمې نا امنه دي، خو امنيتي ځواکونو د وسله والو مخالفينو تخريبي پلانونه شنډ کړي او د امنيت خوندي کولو هڅه کوي.
د غور امنيه قوماندان دلاور شاه دلاور وايي، سره له دې چې په دغه ولايت کې د ملي او سيمه ييزو پوليسو او ملي امنيت ځواکونو شمېر د نور ولايتونو په پرتله کم دى، خو بيا يې هم امنيت د خلکو په مرسته خوندي کړى او د وسله والو طالبانو د بريدونو مخه يې نيولې ده.

 چغچران( پژواک، ٧ لړم ٩٢): که څه هم د غور ولايت ځايي چارواکي د بيارغونې په برخه کې د پرمختګونو خبر ورکوي، خو ددې ولايت اوسېدونکي وايي، چې لا هم بنسټيز کارونه نه دي شوي ، بايد سړکونه قير، د اوبو بندونه جوړ او خلکو  ته د څښاک او کر د اوبو زمينه مساعده کړي.
د غور والي سيد انور رحمتي وايي، چې په وروستيو څو کلونو کې د بيارغونې بهير په ښه ډول روان دى.
 د والي په وينا، هغه عمده کارونه، چې تر اوسه پورې شوي، په چغچران کې د ١٥ کيلومتره سړک جوړونه ، ددې ښار د هوايي ډګر پخول او د دولتي ادارو ودانۍ دي.

 چغچران (پژواک، ٧ لړم ٩٢): سره له دې چې دغور ولايت د پوهنې بهير په تېره يوه لسيزه کې ګڼ شمېر پرمختګونه کړي ، خو په ځينو سيمو کې د خپلسرو وسله والو د شتون په سبب له ګواښ سره مخ دى.
د غور د پوهنې چارواکي وايي، چې  دغه ولايت 780 ښوونځي لري، چې له دې ډلې يې ١٨٠ د ښځو، ١٥ ګډ او پاتې نور يې د هلکانو لپاره دي.
 په دې ښوونځيو کې له ٢٠٠ زرو زيات زده کوونکي، چې ٧٠ زره يې نجونې  دي ، چې د زده کړې چارې يې له ٤٤٠٠ څخه زياتو ښوونکو له خوا سمبالېږي.

 چغچران(پژواک،١٥ لړم ٩٢): د غور ولايت د نږدې نوي سلنه خلکو اقتصاد په کرنه او مالدارۍ ولاړ دى، خو کروندګر وايي، چې په دې ولايت کې له  درېيو مشهورو سيندونو سره سره ، د اوبو بندونه نه دي جوړ شوي او د کرنيزو اوبو له کمښت سره مخ دي.
 
ددې ترڅنګ سوداګريزې چارې په ټپه ولاړې دي او په ځانګړي ډول د ښځو په لاس جوړې شوې غالۍ هم بازار نه لري.
د غور ډېرى خلک  خپلې اړتياوې هم له هرات ولايت څخه پوره کوي، چې دغور- هرات سړک خرابوالي هم له ننګونو سره مخ کړي دي.