Add new comment

Sherzai accuses govt of backing Rassoul

 
هرات (پژواک ٢٧ کب ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد ګل اغا شېرزي، هرات ولايت ته په خپل سفر کې له حکومت څخه د رڼو او عادلانه ټاکنو د تر سره کولو غوښتنه وکړه.
نوموړي نن سهار په هرات کې د خپلو ځينو پلويانو په غونډه کې وويل، له اوسه ښکاري چې ټاکنې به رڼې تر سره نه شي، خو له حکومته غواړو چې ټاکنې په شفاف ډول تر سره کړي.
شېرزي ټينګار وکړ، چې په راتلونکو ټاکنو کې تر برياليتوب وروسته به د ټولنې ټولو قشرونو په ځانګړي ډول ښځو ته کار وکړي.
د ولسمشرۍ دغه نوماند يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې هېڅکله به هم د کوم کانديد په ګټه تېر نه شي.
هغه وويل: " له اوسه يې چې وينو، نو ټاکنې رڼې نه تر سره کېږي او زموږ ولسمشر او زموږ د ټاکنو کميسيون مشر بايد د رڼو ټاکنو د تر سره کېدو لپاره کار وکړي او که کار ونه کړي، نو په افغانستان کې به ډېرې ستونزې را ولاړې شي."
هغه حکومت تورن کړ، چې له ځينو ځانګړو کانديدانو څخه ملاتړ کوي او ويې ويل، ځينې کانديدان له لوېديځ څخه راغلي او د افغانستان د دولت په ملاتړ يې ځانونه کانديد کړي دي.
شېرزي زياته کړه: "زلمى رسول له غرب څخه راغلى او اوس د حکومت د ټيم له لوري يې ملاتړ کېږي، دا پيسې نه لري، دا پيسې چې لګوي له کومه يې راوړې؟ له جرمني يې راوړې، له امريکا يې راوړې، له کومه يې راوړې؟  ولسمشر له زلمي رسول او د حکومت دننه وزيران او د ماليې رييسان، غربي کانديد ته کار کوي، ترڅو بريالى شي."
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر په خپلو ويناوو کې ويلي، چې رڼې ټاکنې به ترسره کړي او له کوم ځانګړي کانديد څخه ملاتړ نه کوي.
ګل اغا شېرزى جمهوري رياست ته لومړى کانديد دى، چې د ټاکنيزو مبارزو له پيلېدو وروسته هرات ته سفر کوي.
 
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.