ټاکنيزې مبارزې

 
کابل (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد ډاکترعبدالله يو ځل بيا له امريکا سره د امنيتي او دفاعي سند پرلاسليک ټينګاروکړ، خو وايي چې حامد کرزى د ولسمشر په توګه د دغه تړون د لاسليک او نه لاسليک صلاحيت لري.نوموړي، چې نن يې له خبريالانو سره خبرى کولې، وويل، که څه هم ولسمشر مشورتي لويه جرګه د مشورې لپاره را غوښتې وه او جرګې مشوره ورکړه، خو ولسمشر له دې سره سره چې هغوى ته يې د دوى د مشورې پلي کولو ژمنه ورکړه، خو عمل يې پرې نه دى کړى.

 
پلخمري (پژواک ١٩ سلواغه ٩٢): په بغلان ولايت کې د تېلو د يوه پمپ څښتن وروسته له هغه ووهل شو، چې د ياد پمپ د ودانۍ پر دېوالونو د وسله والو له خوا د ولسمشرۍ د يوه کانديد له تصويرونو سره يې مخالفت وکړ.
د تېلو د دغه پمپ مالک عبدلشکور ادعا  کوي، چې تېر مازديګر څو کسه په يوه سراچه موټر کې راغلل، غوښتل يې چې د ولسمشرۍ رياست د کانديد عبدالرب رسول سياف تصويرونه پر دېوالونو ولګوي، خو ده ورسره مخالفت وکړ.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغو کسانو وروسته چا ته ټيلېفون وکړ، د پوليسو په جامه کې څو وسله وال په رينجر موټر کې راغلل او دى يې وواهه.

 
کابل (پژواک ١٩ سلواغه ٩٢): ولسمشرۍ ته کانديد محمد داود سلطانزوى وايي،چې د سولې راوستو لپاره يې له وسله والو مخالفينو سره خبرې کړي او که په ټاکنو کې بريالى شي، نو د قانون د حاکميت لپاره به جدي کار وکړي.
ټاکل شوې ، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکې وري مياشتې په ١٦مه تر سره شي.
د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ټاکنيزې سيالۍ د روانې مياشتې په ١٣مه پيل شوې او د ولايتي شوراګانو لپاره ټاکنيز کمپاينونه به يوه مياشت وروسته پيل شي.

 
کابل (پژواک ١٧ سلواغه ٩٢): ولسمشرۍ ته کانديد عبد رب الرسول سياف وايي، چې له اداري فساد سره د جدي مبارزې ترڅنګ د سولې راوستو او د قانون حاکميت لپاره به جدي کار وکړي.
د راتلونکې وري مياشتې په ١٦مه ترسره کېدونکې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ټاکنيزې سيالۍ د روانې مياشتې په ١٣مه، پيل شوي او د ولايتي شوراګانو لپاره ټاکنيز کمپاينونه به يوه مياشت وروسته پيل شي.

 
غزني ښار (پژواک ۱۴ سلواغه ۹۲):  ولسمشرۍ ته د کانديدانو د رسمي کمپاين نن دويمه ورځ ده، خو په غزني ولايت کې تر اوسه يې هېڅ کانديد کمپاين نه دى پيل کړى.
د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې ولسمشرۍ ته کانديدانو تر اوسه په دغه ولايت کې ټاکنيز کمپاينونه نه دي پيل کړي او نه يې هم له خلکو سره اړيکې نيولې دي.
د غزني ښار يوه اوسېدونکي عبدالغني د سلواغې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر اوسه په ښارکې يواځې د ډاکټر اشرف غني يو پوسټر لګېدلى او نور هېڅ نشته.

 
کابل (پژواک ١٤ سلواغه ٩٢): د جمهوري رياست کانديد زلمي رسول ويلي، چې د برياليتوب پر مهال به يې حکومت ملي وي او که څوک د هېواد ملي امنيت له خطر سره مخ کړي نو له سخت چلند سره به مخ شي.
د ولسمشرۍ دغه کانديد د خپلو ټاکنيزو مبارزو په پيل سره نن په کابل کې د لويې جرګې په خېمه کې وويل، چې د افغانستان راتلونکى سياسي ثبات به پر انډول، برابرۍ او جوړښت باندې ولاړ وي.
هغه، چې خپل راتلونکي پروګرامونه شرح کول، زياته کړه: " زموږ لاره افراط او تفريط نه ده، بلکې انډول دى."

 
کابل (پژواک ١٤ سلواغه ٩٢): ولسمشرۍ ته نوماند قطب الدين هلال وايي، چې د مثبت بدلون او سولې لپاره هڅې، له اداراي فساد سره جدي مبارزه او زده کړو ته پراختيا ورکول يې له مهموموخو دي.
د راتلونکې وري مياشتې په ١٦مه ترسره کېدونکو د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ټاکنيزې سيالۍ پرون پيل شوې او د ولايتي شوراګانو لپاره ټاکنيز کمپاينونه به يوه مياشت وروسته پيل شي.
ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند قطب الدين هلال نن په کابل کې د خپل کمپاين په لومړۍ غونډه کې، چې زرګونو کسانو په کې ګډون درلود، وويل چې ټاکنې د سياسي بدلون لپاره يو ښه فورمول دى، خو په دې شرط چې رڼې ترسره شي.

 
کندهار (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٢): که څه هم نن په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ د نوماندانو د ټاکنيز کمپاين لومړۍ ورځ وه، خو په کندهار کې د دغه کمپاين کوم څرک نه تر سترګو کېده.
 د کابل تر څنګ په يو شمېر ولايتونو کې، نن د سلواغې په ١٣مه، د بېلابېلو نوماندانو له خوا کمپايني غونډې جوړې شوې وې او دغه راز پر واټونو د کانديدانو او د هغوى د مرستيالانو شعارونه او پوسټرونه لګول شوي وو، خو په کندهار کې دغه څه نه تر سترګو کېدل.

 
کابل (پژواک ١٣ سلواغه ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد اشرف غني احمدزي، په اقتصادي او د محکمو په سيسټم کې سمون، د بيروکراسۍ له منځه وړل، د اساسي قانون په ځينو برخو کې تعديل او نور پروګرامونه د خپل راتلونکي پلان برخې وبللې او په هېواد کې يې پر متوازنې ودې ټينګار وکړ.
د جمهوري رياست دغه نوماند، نن په کابل کې د خپل ټاکنيز کمپاين د پيل په مراسمو کې وويل، چې ټول افغانان بدلون ته چمتووالى لري او بايد دغه بدلون د افغانانو پر مټ تر سره شي.

 
باميان (پژواک ١٣ سلواغه ٩٢): په باميانو کې د ولسمشرۍ د کانديد اشرف غني احمدزي لومړى د ټاکنيز کمپاين دفتر پر امنيتي وضعيت د اندېښنې له ښودلو سره پرانيستل شو.
په اشرف غني احمدزي پورې اړوند د "بدلون او دوام" ډلې لنډمهال رييس رمضان فدا له حکومته وغوښتل، چې په ولايتونو کې دې د کمپاين دفترونو د امنيت خوندي کولو لپاره جدي هڅه وکړي.
هغه زياته کړه، چې په هرات کې تازه پېښې د ټاکنو کانديدان او د ټاکنيز کمپاين کار کوونکي اندېښمن کړي او له حکومته تمه کېږي، چې د ټاکنيزو کمپاينونو د دفترونو امنيت خوندي کړي، څو دا اندېښنې لرې شي.

Pages

Subscribe to ټاکنيزې مبارزې