Add new comment

Ghani campaign team swings into action

 
باميان (پژواک ١٣ سلواغه ٩٢): په باميانو کې د ولسمشرۍ د کانديد اشرف غني احمدزي لومړى د ټاکنيز کمپاين دفتر پر امنيتي وضعيت د اندېښنې له ښودلو سره پرانيستل شو.
په اشرف غني احمدزي پورې اړوند د "بدلون او دوام" ډلې لنډمهال رييس رمضان فدا له حکومته وغوښتل، چې په ولايتونو کې دې د کمپاين دفترونو د امنيت خوندي کولو لپاره جدي هڅه وکړي.
هغه زياته کړه، چې په هرات کې تازه پېښې د ټاکنو کانديدان او د ټاکنيز کمپاين کار کوونکي اندېښمن کړي او له حکومته تمه کېږي، چې د ټاکنيزو کمپاينونو د دفترونو امنيت خوندي کړي، څو دا اندېښنې لرې شي.
د  ولسشمرۍ د کانديد ډاکتر عبدالله د کمپاين د دفتر دوه غړي تېر ماښام چې غوښتل يې په هرات ښار کې له ټاکنيزې نماينده ګۍ بهر ووځي، د نا پېژانده وسله والو په بريد کې ووژل شول، خو د بريدګرو هويت لا هم څرګند نه دى.
رمضان فدا د ټاکنيزو شکاياتونو د اورېدو کمېسيون دفتر نه شتون په باميانو کې يوه بله ستونزه وبلله او ويې ويل، چې که چېرې د ټاکنو د سرغړونې پېښې رامخکې شي، نو خلک به چا ته مراجعه کوي؟
هغه زياته کړه: ((که غواړو چې ازادې، رڼې او عادلانه ټاکنې ترسره شي، نو بايد تر هر څه وړاندې د شکايتونو اورېدو کمېسيون فعال شي.))
د باميان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونمل محمدعلي لکزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار امنيه قوماندانۍ د ولسمشريزو ټاکنو د رسمي کمپاين له پيل سره د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره همغږي وکړه، چې ټول کمپاينران دې د امنيتي مواردو او اړتياوو په اړه پوليس خبر کړي.
هغه زياته کړه، چې له ١٨٨ سايټونو يواځې اته سايټونه تر منځني او ١٢ نور سيايټونه تر ښکتني ګواښ لاندې دي، چې پوليس د دغو سايټونو امنيت خوندي کوي او د اړتيا په صورت کې به له دفاع وزارته د ملي اردو کنډک هم وغوښتل شي.
د امنيت امر وويل، چې د کمپاينونو دفترونه که نا امني حس کړي، بايد امنيه قوماندانۍ ته د پوليسو غوښتو وړانديز وکړي، څو امنيت يې خوندي شي.
هغه څرګنده کړه، چې نن په باميانو کې د کمپاين لومړني دفتر په فعاليت پيل وکړ او هر بل ورته دفتر چې رامنځته کېږي، بايد پوليس خبر کړي څو د امنيت لپاره يې تدابير ونيسي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.