سلطانزوی: برای صلح با مخالفین مسلح صحبت کرده ام

 
کابل (پژواک ١٩ سلواغه ٩٢): ولسمشرۍ ته کانديد محمد داود سلطانزوى وايي،چې د سولې راوستو لپاره يې له وسله والو مخالفينو سره خبرې کړي او که په ټاکنو کې بريالى شي، نو د قانون د حاکميت لپاره به جدي کار وکړي.
ټاکل شوې ، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکې وري مياشتې په ١٦مه تر سره شي.
د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ټاکنيزې سيالۍ د روانې مياشتې په ١٣مه پيل شوې او د ولايتي شوراګانو لپاره ټاکنيز کمپاينونه به يوه مياشت وروسته پيل شي.
ولسمشريزو ټاکنو ته کانديد محمد داود سلطانزوى نن په کابل کې د ټاکنيز کمپاين په لومړۍ غونډه کې ، چې لسګونو کسانو په کې ګډون درلود وويل، چې د سولې ټينګښت يې له کاري لومړيتوبونو څخه دى.
هغه وايي ، چې په هېواد کې د سولې د راوستو او امنيت د ټينګښټ په موخه پياوړي پرګرامونه لري ، چې په پلي کېدوسره به يې په  هېواد کې سوله او امينت تامين شي.
ده زياته کړه : ((ما په هېواد کې دسولې راوستو لپاره له مخالفينو سره خبرې پيل کړي او هغوى ته مو ويلي ، چې موږ  هم له دې حکومت سره مخالف يو ، خو تاسو وسله وال مخالفين ياستئ او موږ سياسي مخالفين يو.))
سلطانزوى په دې اړه د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل ، چې که د دې حکومت پر ځاى  بل وړ حکومت رامنځته شي ، نو وسله وال مخالفين به حاضر شي ، چې له حکومت سره يوځاى شي .
هغه وويل ، چې د افغانستان د امنيت د ټينګښت لپاره به له ګاونډيو هېوادونو او نړيوالې ټولنې سره هم خبرې وکړي .
ده وويل ، چې په هېواد کې د قانون نه حاکميت د اداري فساد او بيکارۍ لامل شوى او که دى ولسمشر شو، نو د قانون د حاکميت لپاره کار وکړي.
سلطانزوى وايي ، چې د فساد پر وړاندې به سخت دريځ ولري او د مکافاتو اومجازاتو سيستم به هېواد کې رايج کړي.
د هغه په وينا، قانون هغه مهال حاکميت پيدا کوي ، چې ښه حکومت رامنځته شي او ښه حکومت په ښه ټيم باندې جوړېداى شي.
هغه زياته کړه : (( ښه ټيم تخصص ، تعهد ، تقوا او تجربې ته اړتيا لري .))
سلطانزوى دا هم وويل ، چې که په ټاکنو کې بريالى شو، نو ښوونکو ته به ځانګړي امتيازونه ورکړي او د پوهنې د کميت او کيفيت د لوړوالي لپاره به اړينې چارې تر سره کړي.
هغه وايي ، چې په هېواد کې به د اقتصادي ودې لپاره د کانونو د سپړنې ، بندونو جوړولو او نورو بنسټيزو پروژو تر څنګ ، د صنايعو او ځنګلونو په برخو کې سترو پانګونو ته زمينه برابره کړي .
 هغه وايي، چې ولسمشرۍ ته يې ځان د معاملې لپاره نه، بلکې د ملي ګټو د خوندي کولو لپاره کانديد کړى دى .
سلطانزوى دعوه وکړه، چې اوسنى حکومت د معاملو پر بنسټ جوړ شوى او د ولسمشرۍ له ځينو کانديدانو ملاتړ کوي.
هغه ونه ويل، چې حکومت له کوم کانديد څخه ملاتړ کوي او زياته يې کړه : ((که زه ولسمشر شوم نو له معاملې پرته حکومت جوړوم .))
سلطانزوى د ولسمشرۍ د نورو کانديدانو د پلانونو په اړه وويل : (( که نورو کانديدانو ښې برنامې درلودې، نو په دې ١٣کلونو کې خو دوى په همدې حکومت کې و، ولې يې خپلې برنامې نه ويلې؟ ايا په يخچال کې وې دغه برنامې او اوس يې را ايستلې دي ؟))
هغه وړانديز وکړ، چې تر ټاکنو مخکې د ولسمشرۍ ټول کانديدان ملت د خپلو شتمنيو په اړه وضاحت ورکړي.
هغه دا هم وويل ، چې د افغانستان اوسنۍ کابينه ملي هدف نه لري او  زياته يې کړه : ((په کابينه کې ٢٥ وزيران دي او ٢٥ خواوو ته روان دي .))
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.