ټاکنيزې مبارزې

 
کابل (پژواک ٦ ورى ٩٣): "د همغږو سياسي ګوندونو او قومونو شورا" له ولسمشر کرزي وغوښتل، چې په ټاکنيزو چارو کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو د لاسوهنې مخنيوى وکړي. دغه شورا له ملي محاذ، د ملي نجات جبهه، حق او عدالت، ملي پيوند، افغان ملت، د اسلامي انقلاب حرکت له ګوندونو، د خالد فاروقي څانګې اسلامي حزب، د مولوي خالص څانګې اسلامي حزب، د علماوو شورا، د مجاهدينو شورا او د کوچيانو له شورا څخه جوړه ده.
 د همغږو سياسي ګوندونو او قومونو شورا، د اشرف غني احمدزي له کانديداتورۍ څخه خپل ملاتړ اعلان کړى و او نن يې بيا پر خپل ملاتړ ټينګار وکړ.

 
تالقان (پژواک ٦ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ د دوو کانديدانو مرستيالانو، د تخار ولايت اوسېدونکو ته د امنيت د ټينګولو او د اسلامي شريعت د پلي کولو ژمنې ورکړې او يوه پخواني جهادي قوماندان، د عبدرب الرسول سياف له کانديداتورۍ خپل ملاتړ اعلان کړ.
 د ولسمشرۍ کانديد زلمي رسول لومړي مرستيال احمدضياء مسعود، چې نن د تخار ولايت  د ښاروالۍ په چمن کې د زرګونو کسانو غونډې ته خبرې کولې، نا امني يې په هېواد کې تر ټولو لويه ستونزه وبلله او ويې ويل، چې د امنيت ټينګولو ته به لومړيتوب ورکړي.

 
کابل (پژواک،٦ ورى ٩٣): ولسمشرۍ ته کانديد، سردار محمد نادرنعيم د زلمي رسول په ګټه له خپلې کانديدۍ تېر شو.
محمد نادر نعيم نن له زلمي رسول سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې په کابل کې وويل، چې دا پرېکړه يې د ملي يووالي د ټينګښت لپاره وکړه.
ده زياته کړه، چې د زلمي رسول په ګټه د انصراف پرېکړه يې د خپلو ملاتړو سره په سلا کړې ده.
هغه وايي: "د زلمي رسول له ټيم څخه زموږ ملاتړ، موږ خپلو ملي اهدافو ته د رسېدو لپاره نږدې کوي او نهايي برياليتوب ته مو رسوي، چې په دې حرکت سره به خلک خپلو هيلو ته ورسېږي."

 
کابل (پژواک ٥ ورى ٩٣): د استاد محمداکبري په مشرۍ د ملي وحدت اسلامي ګوند چې تر اوسه يې د ولسمشرۍ له نوماند ګل اغا شېرزي څخه ملاتړ کاوه، اعلان وکړ چې تر دې وروسته له زلمي رسوله ملاتړ کوي.
د استاد محمداکبري په مشرۍ د ملي وحدت اسلامي ګوند تېر کال د سلواغې په ٢٧مه په باميانو ولايت کې خپل ملاتړ د ولسمشرۍ له نوماند محمدشفيق ګل اغا شېرزي څخه اعلان کړى و.
خو نن دغه ګوند په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې، چې سلګونو کسانو په کې ګډون درلود، خپل ملاتړ د ولسمشرۍ له بل نوماند زلمي رسول څخه اعلان کړ.

 
ګردېز (پژواک،٥ورى٩٣): د ولسمشرۍ نوماند اشرف غني احمدزي له افغانانو غوښتنه وکړه، چې په ټاکنو کې د ګډون تر څنګ په خپلو سيمو کې د ټاکنيزو درغليو مخنيوى وکړي.
اشرف غني احمدزي دا څرګندونې د وري په ٥مه پکتيا ولايت ته د خپل سفر او دلته د هغه په ملاتړ يوې غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.
په هغې غونډه کې، چې د ګردېز ښار په يوه لوبغالي کې جوړه شوې وه، له دې ولايت سربېره دخوست او لوګر ولايتونو زرګونو کسانو برخه اخيستې وه.

 
 فيض اباد، شبرغان، زرنج (پژواک ٤ ورى ٩٣): ډاکټر عبدالله بدخشان ته د خپل سفر په ترڅ کې، خلکو ته خپل راتلونکي پروګرامونه بيان کړل او دغه راز په جوزجان او نيمروز ولايتونو کې هم د نوموړي په ملاتړ غونډې وشوې.
د ولسمشرۍ دغه کانديد نن د بدخشان مرکز د فيض اباد په ورزشي لوبغالي کې د زرګونو کسانو په غونډه کې ژمنه وکړه، چې په بدخشان کې به يو برېښناکوټ جوړوي او دغه ولايت به د هېواد  ترانزيټي ولايت ونوموي.

 
پلخمري (پژواک ٤ ورى ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد زلمي رسول، بغلان ولايت ته په خپل سفر کې له خلکو سره ژمنه وکړه، چې د فساد پر وړاندې به سخته مبارزه کوي او بيارغونې ته به لومړيتوب ورکړي.
 نوموړي، چې نن د بغلان مرکز پلخمري ښار په لوبغالي کې د زرګونه کسانو غونډې ته خبرې کولې وويل، که چېرې بريالى شي، نو له هېواده به د فساد رېښې اوباسي.

 
چاريکار (پژواک ٣ ورى ٩٣): د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د شاوخوا دوو زرو تنو په ګډون په جوړه شوې غونډه کې د ولسمشرۍ له کانديد قطب الدين هلال څخه ملاتړ وشو.
د غونډې ګډونوالو د (ژوندى د وي اسلام، ژوندى د وي حکمتيار، مرګ د اسلام پر دښمنانو) او داسې نور شعارونه ورکول.
 په پروان ولايت کې د حزب اسلامي مشر انجنير بريالي ، چې د نورو په استازيتوب يې خبرې کولې وويل، ځکه له قطب الدين هلال څخه ملاتړ کوي؛ چې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار ورڅخه ملاتړ کړى دى.
ده له هلال څخه وغوښتل ، چې که بريالى شو، اسلامي نظام به جوړوي.

 
کابل-شبرغان (پژواک ٣ ورى ٩٣): په کابل کې دالکوزيو قوم سلګونو او دغه راز په جوزجان ولايت کې زرګونو کسانو د ولسمشرۍ د کانديد زلمي رسول په ملاتړ غونډې وکړې.
په هغه غونډه کې ، چې نن د کابل ښار د لويې جرګې په تالار کې د الکوزيو قوم د سراسري شورا له لوري ترسره شوه، د ياد قوم شورا او ځينو نورو شوراګانو ((د افغانستان د شوراګانو عمومي ټولنه)) تر نامه لاندې د ولسمشرۍ له کانديد زلمي رسول څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

 
پل علم(پژواک،٢ورى٩٣):د ولسمشرۍ کانديداشرف غني احمدزى وايي،د برياليتوب په صورت کې به د ولس او حکومت تر منځ فاصله له منځه يوسي.
احمدزي دا څرګندونې د وري په ٢مه د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کی دده په  ملاتړ جوړې شوې غونډې ته وکړې، چې زرګونو تنو پکی ګډون کړی وو.
اشرف غني احمدزي په دغه غونډه کې خپلو ملاټرکوونکو ته وويل:(( د تاسو په  غونډو، ملاتړ او له ما سره د رښتينو جهادي مشرانو د يو ځاى کېدو په مرسته زه نور هم ارګ ته ورنږدې شوم.))

Pages

Subscribe to ټاکنيزې مبارزې