Thousands assure Rassoul of support

 
کابل-شبرغان (پژواک ٣ ورى ٩٣): په کابل کې دالکوزيو قوم سلګونو او دغه راز په جوزجان ولايت کې زرګونو کسانو د ولسمشرۍ د کانديد زلمي رسول په ملاتړ غونډې وکړې.
په هغه غونډه کې ، چې نن د کابل ښار د لويې جرګې په تالار کې د الکوزيو قوم د سراسري شورا له لوري ترسره شوه، د ياد قوم شورا او ځينو نورو شوراګانو ((د افغانستان د شوراګانو عمومي ټولنه)) تر نامه لاندې د ولسمشرۍ له کانديد زلمي رسول څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د الکوزيو قوم د سراسري شورا مشر حاجي محمد ابراهيم الکوزي وويل، دوى له ډېرو مشورو وروسته پرېکړه وکړه، چې په راتلونکو ټاکنو کې له يوه داسې ټېم څخه ملاتړ وکړي، چې په فساد، د ځمکو په غصب او وژنو کې لاس ونه لري.
د هغه په وينا، د معلولينو او معيوبينو او ورزشکارانو ټولنې او د هېواد بېلابېل قومونو هم پرېکړه کړې، چې له زلمي رسول څخه ملاتړ وکړي.
الکوزي زياته کړه، چې دوى له زلمي رسول څخه د کومې څوکۍ يا پيسو لپاره ملاتړ نه دى کړى، بلکې د دې لپاره يې له دغه کانديده ملاتړ کړى، چې دغه ټېم په هېواد کې سوله او ملي حاکميت ټينګولى شي او د هېواد اقتصاد ته پرمختګ ورکولى شي.
هغه زياته کړه، چې دغه قوم او د افغانستان د شوراګانو عمومي ټولنه به د اعتدال، برابرۍ او جوړونې ټېم د برياليتوب لپاره کمپاينونه هم وکړي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي جاوېد زمان هم په دې غونډه کې د زلمي رسول له ټېم څخه ملاتړ اعلان کړ او له دغه ټېم څخه يې وغوښتل، چې د برياليتوب پر مهال د تېرو لسو کلونو په څېر بايد ملت هېر نه کړي.
د زلمي رسول د کمپاين چارواکي وايي، ټاکل شوې وه زلمى رسول په دې غونډه کې ګډون وکړي، خو د ستونزو له امله يې په دې ناسته کې ګډون ونه کړاى شو.
ورته مهال د جوزجان په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې نن د يوې غونډې په ترڅ کې د يادې ولسوالۍ خلکو د هېواد د راتلونکي لپاره د زلمي رسول طرحې ګټورې وبللې.
په ياده غونډه کې د جوزجان د مرکز شبرغان ښار يوه اوسېدونکي محمدحنيف وويل: "موږ له دې امله د زلمي رسول له طرحو او پروګرامونو ملاتړ کوو، چې د هغه لاسونه د خلکو پر وينو سره نه دي او د تېرو درېيو لسيزو په جنګي قضيو کې يې لاس نه درلود."
 
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.