کابل ( پژواک ۱۰ ليندی ٩٢ ) : د کابل ښار اوسېدونکي له حکومت څخه د څښلو لپاره د پاکو اوبو، دسړکونو دپراخولو او کاناليزيسيون سيستم فعالولوغوښتنې لري،خو دولسواليو اوسېدونکي بيا د امنيت د تامين او د کرنې په برخه کې د زياتو همکاريو غوښتنه کوي.
د کابل ښار ٢٢ ناحيې لري، چې د هرې ناحيې د اوسېدونکو غوښتنې سره توپير لري، بلخوا د کابل د ١٥ ولسواليو د اوسېدونکو غوښتنې هم بېل ډول دي، د څلورو ختيځو او سوېل ختيځو ولسواليو اوسېدونکي د ژوند د لومړنيو اسانتياوو له نشتوالي او نا امنيو شکايت کوي.