١- سبا تلوېزيون
سبا د کابل له فعالو او شخصي تلويزيونونو څخه يو دى، چې په ١٣٨٦ لمريز کال د صبا نشراتي موسسې له خوا تاسيس شوى او ٢٤ خپرونې يې د کابل په ګډون دهېواد په ١٢ نورو ولايتونو کې هم اورېدل کېږي او ددې ترڅنګ له لرې د زده کړې  روزنيز سيستم هم لري.  دا تلويزيون د بېلابېلو سرچينو او پروژو له لارې تمويلېږي ٥٥ کارکوونکي لري، چې ١٨ يې مېرمنې دي. په ټوله کې سبا يوه فرهنګي، ټولنيزه، ملي او اسلامي رسنۍ ده.
د اړيکې شمېره : ۰۷۸۵۵۵۸۹۰۹
برېښناليک : [email protected]
ويبپاڼه : www.sabacent.org
 
٢-اريانا تلويزيون
اريانا تلويزيون هم دکابل له فعالو رسنيو څخه شمېرل کېږي، چې په ١٣٨٤لمريز کال د احسانالله بيات له خوا تاسيس شوى او ٢٤ساعته خپرونې يې د ټول افغانستان په ګډون په امريکا او اروپا کې هم کتل کېږي. ددې تلويزيون د کارکوونکو شمېره ٢٣٠ تنه ده ، چې نارينه او ښځينه کار کوونکي دي، لګښتونه يې د موسس او اعلاناتو پر مټ تمويلېږي او د خپرونو منځپانګه يې خبري، فرهنګي، سندريزه، سياسي او تفريحي ده.
د اړيکې شمېره :۰۷۰۰۱۱۱۱۱۳
برېښناليک : [email protected]
ويبپاڼه : http://arianatelevision.com/  
 
٣-آيينه تلويزيون
ايينه تلويزيون دهېواد له فعاليو رسنيو څخه يوه ده، چې له کابله خپرونې لري. دا تلويزيون په ١٣٨٣لمريز کال د جنبش ملي اسلامي ګوند د مشر جنرال دوستم له خوا تاسيس شوى ، ٢٤ساعته خپرونې لري، چې  د افغانستان د ١٠ ولايتونو په ګډون  د نړۍ په ٥٠ هېوادونو کې د سټلايټ له لارې کتل کېږي . ددې رسنۍ د کارکوونکو شمېر ١٢٠ تنه دى، چې نارينه او ښځينه په کې شامل دي. د خپرونو منځپانګه يې خبري، سياسي، ټولنيزه او فرهنګي ده، چې ډېرى يې په ازبکي ژبه خپرېږي.
د اړيکې شمېره : ۰۷۷۱۰۰۰۹۹۹
برېښناليک :    [email protected]
برېښناليک : http://aymedia.tv/
 
٤-ښوونيز او روزنيز تلويزيون
د ا هم د کابل له فعالو تلويزيونو څخه يو دى، چې په ١٣٥٧ لمريز کال د پوهنې وزارت له خوا تاسيس شوى او خپرونې يې دسهار له ٩ د شپې تر ٩ دوام لري او له کابل پرته دې ولايت ته په څېرمو سيمو کې هم کتل کېږي. دکارکوونکو شمېر يې ١٠٠ تنه دى او لګښتونه يې پوهنې وزارت ورکوي.
داړيکې شمېره : ۰۷۰۰۵۸۲۷۸
برېښناليک :  [email protected]
٥-تمدن تلويزيون
تمدن تلويزيون هم دکابل له فعالو تلويزيونونو څخه دى، چې په ١٣٨٦لمريز کال د ايت الله محسني له خوا د هغه په شخصي لګښت تاسيس شوى او ٢٤ ساعته خپرونې يې په افغانستان سربېره په ټوله اسيا، شمالي افريقا او د استرليا په سوېل کې ليدل کېږي. د کارکوونکې شمېره يې ٩٠ تنه ده، چې ٢٥ يې ښځې دي او دخپرونې منځپانګه يې تر ډېره ديني ده ، خو خبري او سياسي خپرونې هم لري.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۳۶۶۶۶۰۶
برېښناليک :  [email protected]
ويبپاڼه : www.tamadon.af
 
٦-دعوت تلويزيون
دعوت هم دکابل له فعالو او شخصي تلويزيونو څخه يو دى، چې په ١٣٨٩ لمريز کال د استاد عبدالرب رسول سياف په مالي لګښت تاسيس شوى دى. ددې تلويزيون سهارنۍ خپرونې دسهار له شپږو د غرمې تر يوولس نيمو او ماښامنۍ خپرونې يې د مازديګر له پنځه نيمو د شپې تر يوولسو بجو دوام لري، چې په کابل او ورڅېرمه سيمو کې اورېدل کېږي. دعوت ، چې ٤٢ کارکوونکي لري يو بشپړ ديني او تاريخي تلويزيون دى، چې د موسيقۍ له خپرېدو په کلکه ډډه کوي.
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۶۴۱۴۸۴۹
برېښناليک :  [email protected]
 
 ٧-راه فردا تلويزيون :
راه فردا د کابل له شخصي او فعالو تلويزيونونو څه دى، چې په ١٣٨٦لمريز کال د حزب وحدت اسلامي مردم افغانستان ګوند دمشر حاجي محمدمحقق له خوا تاسيس شوى او ٢٤ ساعته خپرونې يې له کابل سربېره په بلخ، کندوز، سرپل، بغلان، دايکنډي، باميانو او هرات ولايتونو کې هم ليدل کېږي او لګښتونه يې د سوداګريزو اعلاناتو له لارې چمتو کېږي.
د اړيکې شمېره :  ۰۷۹۴۹۶۹۶۹۶
برېښناليک :   [email protected]
وييبپاڼه  : http://www.farda.af
 
٨-ستاره تلويزيون
دا هم د کابل له فعالو تلويزيونونو څخه يو  دى، چې ٢٤ ساعته خپرونې  په ټول کابل کې ليدل کېږي او لګښتونه يې د موسس د شخصي بوديجي او اعلاناتو له لارې  دي او رياست يې دفريدون الهام په غاړه دى.
د اړيکې شمېره :   ۰۷۹۸۵۵۵۴۴۴ و ۰۷۹۱۷۰۱۸۱۳۴
برېښناليک :    [email protected]
ويبپاڼه  :  http://www.staratv.com
 
٩-شمشاد تلويزيون
شمشاد د کابل له فعالو تلويزيونونو څخه يو دى، چې په ١٣٨٣ لمريز کال د الحاج فضل کريم له خوا دهغه په شخصي لګښت او اعلاناتو تاسيس شوى دى. ددې تلويزيون ٢٤ ساعته خپرونې په افغانستان سربېره دنړۍ په ګڼو هېوادونو کې کتل کېږي. د کارکوونکو شمېر يې ٢٥٠ تنه دى، چې ١٦ يې مېرمنې دي.
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۳۲۲۱۲۹
برېښناليک :    [email protected]
ويبپاڼه  :  http://shamshadtv.tv/
 
١٠-شهر تلويزيون
شهر هم دکابل له فعاليو تلويزيونونو څخه يو دى، چې په ٢٠٠٧ لمريز کال د ناصر طوطاخيل او يما دروېش له خوا تاسيس شوى او ٢٤ خپرونې يې په کابل سربېره په لسو نورو ولايتونو کې هم ليدل کېږي، لګښتونه يې د سوداګريزو اعلاناتو تر لاسه کېږي او ٣٥ کارکوونکي لري، چې له دې ډلې يې ١٠ مېرمنې دي.
د اړيکې شمېره :  ۰۷۷۷۹۵۵۹۵۵
برېښناليک :     [email protected]   
ويبپاڼه  :   www.citymedia.af
 
١١-طلوع تلويزيون
طلوع د کابل له فعالو تلويزيونو څخه يو دى، چې خپلې خپرونې يې په ٢٠٠٣ زېږديز کال  پيل کړې او ٢٤ ساعته په ټول هېواد کې ليدل کېږي. طلوع دهېواد له پياوړو تلويزيونو څخه دى، چې د تېرو نهه يا لسو کلونو په اوږدو کې يې دخپلو خپرونو له لارې د خپلو مخاطبينو په منځ کې اعتبار موندلى او د خبري موضوعاتو او راپورونو ترمنځ ، سياسي ، ټولنيزې ، سندريزې او تفريحي خپرونې هم لري. ددې تلويزيون يوه بله برخه طلوع نيوز نومېږي، چې په ٢٠١٠ زېږديز کال تاسيس شوې او د ٢٤ ساعتونو لپاره له افغانستان پرته په ټولو اسيا او اروپا کې ليدل کېږي. ددې چينل ډېره برخه خبرونو، راپورونو، مرکو او سياسي  پروګرامونو ته ځانګړې شوې، چې کنکاش يې تر ټولو نومانده سياسي خپرونه ده.
د اړيکې شمېره :  ۰۷۸۰۳۸۹۰۱۱
برېښناليک : [email protected]
ويبپاڼه  :   http://tolonews.com
 
١٢-لمر تلويزيون
لمر تلويزيون د افغانستان له نړيوالو خصوصي رسنيو څخه يوه ده، چې تر ټولو هغو شهرت لري او په ٢٠٠٦ زېږديز کال دموبي ګروپ له خوا تاسيس شوى دى.لمر په ټول افغانستان کې د عادي انتن او په اسيايي او خليج فارس هېوادونو کې دسټلايټ له لارې د ليدو وړ دى. لمر د خپلو خپرونو په ترڅ کې د فيفا FIFA او کرکټ ICC نړيوالو جامونو په پښتو او دري ژبوخپرولو سره په هېواد د ننه او بهر د  خلکو له هرکلي او ستاينې سره مخ شوى دى.
د اړيکې  شمېره :  ۰۷۹۶۰۰۹۰۹۶
برېښناليک :[email protected]
ويبپاڼه  :   http://lemar.tv
 
١٣-کوثر تلويزيون
د کابل له فعالو او شخصي تلويزيونونو څخه يو هم کوثر دى، چې په ١٣٨٦لمريز کال د ايت الله نوراحمد تقدسي په شخصي امکاناتو او لګښت  تاسيس شوى او همداوس د ماښام له ٦ د شپې تر ١٠ بجو خپرونې لري چې ټول کابل ښار تر پوښښ لاندې راولي. د کارکوونکي شمېره يې ٣٠ تنه ده، چې خپرونې يې ديني- مذهبي بڼه لري، خو له سندرو او نورو تفريحي خرونو ډډه کوي.
د اړيکې شمېره :  ۰۷۹۹۳۳۲۸۶۹
 
١٤-افغانستان ملي تلويزيون
ملي تلويزيون دهېواد لومړنى تلويزيون دى، چې په ١٣٥٧ لمريز کال يې د سردار محمد داوود خان حکومت په پاى کې خپرونې پيل کړې او ٢٤ ساعته خپرونې په ټول هېواد او دنړۍ په ډېرو مشهورو هېوادونو کې اورېدل کېږي. دا حکومتي تلويزيون په ٣٣ ولايتونو کې څانګې لري او د کارکونکو ټوليز شمېر يې ١٨٠٠ کسه دى.
د اړيکې شمېره :  ۰۲۰۲۳۱۰۱۴۷
برېښناليک :  [email protected]   
ويبپاڼه :   www.rta.org.af
 
١٥-نګاه تلويزيون
نګاه تلوېزيون هم د کابل له فعالو تلويزيونونو څخه يو دى، چې په ١٣٨٧لمريز کال د محمد عالم خليلي او عبدالرضا خليلي له خوا تاسيس شوى او ٢٤ساعته خپرونې يې دهېواد په ټولو ساحو کې داورېدو وړ دي. دنګاه لګښتونه د سوداګريزو اعلاناتو له خپرېدو تر لاسه کېږي.
د اړيکې شمېره :  ۰۷۹۳۱۰۱۶۱۶
برېښناليک :    negaah.tv  president@
ويبپاڼه  :    www.negaahtv.af
 
١٦-نور تلويزيون
نور هم د کابل ښار له فعالو تلويزيونونو څخه يو دى، چې په ١٣٨٦لمريز کال د صلاح الدين رباني له خوا تاسيس شوى او ٢٤ خپرونې يې د کابل په ګډون په بلخ، هرات، ننګرهار، کندهار، باميانو او کندوز کې هم اورېدل کېږې او د سپوږمکۍ له لاريې هم خپرونې ليدل کېږي.
نور تلويزيون چې لګښتونه يې خپله موسس ورکوي، ١٤٩ کارکوونکي لري، چې له دې ډلې يې ١٨ ښځينه دي. د نور نړيواله شبکه ادعا کوي، چې د لومړۍ فارسي ژبې رسنۍ په توګه يې خپل ټول اصول د اسلام مبارک دين او اهل سنت و جماعت پر  چوکاټ کې برابر کړي او خپلې ازمايښتي خپرونې يې د هوتبرد او عرب سات او نايلسات سپوږمکۍ له لارې پيل کړې دي.
د اړيکو شمېره :  ۰۷۸۸۸۸۸۸۸۱
برېښناليک :  [email protected]
ويبپاڼه  :   www.nourtv.net
 
١٧-نورين تلويزيون:
نورين هم د کابل له فعالو تلويزيونو نو څخه دى، چې په ١٣٨٥لمريز کال د حاجي محمدعارف نورزي په شخصي لګښتونو  تاسيس شوى، ٢٤ساعته خپرونې  يې په کابل او ١٧ ولايتونو کې اورېدل کېږي. ددې تلويزيون د کارکوونکو شمېر ١٠٠ تنه  دى، چې ٣٥ سلنه يې ښځې دي.
داړيکې شمېره :  ۰۹۸۰۸۰۸۰۸
برېښناليک  :   www.noorintv.af
 
١٨-هفت (٧) تلويزيون
هفت يا اوه تلويزيون په ٢٠١٠ زېږديز کال د باري سلام له خوا تاسيس شوى چې ٢٤ ساعته خپرونې يې د کابل تر څنګ په ګاونډيو ولايتونو کې هم ليدل کېږي. ددې تلويزيون د کارکوونکو شمېر ١٨ تنه دى او لګښتونه يې د اوانماپروډکشن له خوا تمويلېږي.
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۰۲۲۴۴۲۴
برېښناليک : [email protected]
ويبپاڼه  :    www.channelseven.tv
 
١٩- وطن تلويزيون
وطن هم د کابل له خصوصي او فعالو تلويزيونونو څخه يو دى، چې په ٢٠٠٩ زېږديز کال د حاجي عبدالمجيد مقري په شخصي پانګه  تاسيس شوى او د کابل په ګډون په لوګر، پروان، کاپيسا او وردګو ولايت کې هم خپرونې لري او د کارکوونکي شمېره يې ٤٠ کسه ده.
د اړيکې شمېرې :  ۰۷۰۰۰۲۰۴۷۹ او ۰۲۰۲۵۰۳۷۷۰
برېښناليک :  [email protected]   
ويبپاڼه  :  www.watanrtv.com
 
٢٠-وطندار تلويزيون
وطندار هم دکابل له فعالو تلويزيونونو څخه يو دى، چې په ١٣٨٦لمريز کال د وطندار رسنيز ګروپ له خوا تاسيس شوى او ٢٤ ساعته خپروني يې د کابل تر ٣٠ کيلومترۍ پورې اورېدل کېږي او د کارکوونکو شمېر يې ٩ کسه دى.
د اړيکې شمېره :  ۰۷۹۹۳۳۳۰۰۱
برېښناليک :    [email protected]
 
٢١-١ تلويزيون:
يو تلويزيون د افغانستان له هغو تلويزيونو څخه يو دى، چې چټکه وده کوي او د تازه  خبرونو، راپورونو او موثرو خپرونو په خپرولو سره شهرت لري. دا شخصي او خپلواک ټلويزيون په ١٣٨٨ لمريز کال تاسيس شوى او د ١ په نامه د رسنيو او اړيکو په يوه افغان مرکز پورې اړه لري، چې افغان پانګوالو پرې  د ازادۍ بنسټونو پياوړتيا، بشري حقونو او بيان ازادۍ پوه موخه پانګونه کړې ده.
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۱۳۰۰۵۲۰
برېښناليک :   [email protected]
ويبپاڼه  :  http://www.1tvmedia.com
 
٢٢-ژوندون تلويزيون
ژوندون تلويزيون هم د کابل له فعالو تلويزيونونو څخه دى، چې  د استاد محمد اسماعيل يون له خوا تاسيس شوى او ٢٤ ساعته خپرونې يې په ټول هېواد کې د ليدلو وړ دي.
د اړيکې شمېره :  ۰۷۰۰۶۰۳۴۷۴
برېښناليک : [email protected]
ويبپاڼه  : www.zhwandoon.tv
 
٢٣-ګوربت ټلويزيون
ګوربت هم دکابل له فعالو ټلويزيونونو څخه يو دى، چې په ١٣٨٩ لمريز کال د ډاکترمحمد نعيم سليمي له خوا تاسيس شوى او ٢٤ خپرونې يې د افغانستان ترڅنګ په ګڼو هېوادونو کې د سپوږمکۍ له لارې اورېدل کېږي، خوپه کابل کې فريکونسي نه لري.
داړيکې شمېره :  ۰۷۰۸۱۹۸۲۸۷
برېښناليک : [email protected]
ويبپاڼه  : www.gorbat.net
 
٢٤-کابل نيوز تلويزيون:
کابل نيوز د کابل له خصوصي خبري تلويزيوني چينلونو څخه ده، چې هره ورځ د افغانستان  او نړۍ په حالاتو، خبرونه، څېړنيز راپورونه، بحثونه او شننې خپروي. دا تلويزيون ددې خبري توکو په خپرولو کې خپله بې طرفي ساتي او د حقيقت پر بنسټ ولاړ خبرونه او تحليلونه خپروي.
د اړيکې شمېره :  ۰۲۰۲۵۰۰۰۹۱
برېښناليک : [email protected]    
ويبپاڼه  :  www.kabulnews.af
 
٢٥-پښتو تلويزيون
پښتو هم دکابل له فعالو تلويزيونو څخه يو دى ، چې په ٢٠١١ زېږديز کال د نورحمان لېوال له خوا تاسيس شوى او ٢٤ ساعته خبري او ښوونيزي خپرونې يې له افغانستان پرته دنړۍ په ګڼو هېوادونو کې د سپوږمکۍ له لارې اورېدل کېږي، خو په کابل کې فريکونسي نه لري.
د اړيکې شمېرې : ۰۷۷۷۷۲۷۴۸۶ او ۰۷۸۱۷۲۷۴۸۶
برېښناليک :     [email protected]     
ويبپاڼه  : www.pashtotv.tv
 
٢٦- MBN تلويزيون( ميوند)
دا يو ځانګړي معياري تلويزيون دى، چې په کابل کې همدا اوس ٢٤ ساعته خپرونې لري، خو په نږدې ولايتونو کې هم دکتلو وړ دى.
د اړيکې شمېره :  ۰۷۹۰۵۵۵۵۱۰
برېښناليک : [email protected]   
ويبپاڼه  :  www.mbn.af
 
٢٧-سه تلويزيون:
دا په کابل لومړى اختصاصي تلويزيون دى چې سپورټ ته ځانګړى شوى او په ٢٠١٢ زېږديز کال د شفيق الله پويا له خوا رامنځته شو.٢٤ ساعته خپرونې لري، چې په کابل او ګاونډيو ولايتونو کې اورېدل کېږي.
د اړيکې شمېره :  ۰۷۸۸۸۸۲۰۰۰
برېښناليک :  [email protected]
ويبپاڼه :   www.3media.com.af
 
٢٨-اريا تلويزيون:
اريا په کابل کې ماشومانو او تنکيو ځوانانو  ته ځانګړى لومړنى تلويزيوني چينل دى، چې په ٢٠١١ زېږديز کال د عبدالغفار داوي له خوا تاسيس شوى او ٢٤ ساعته خپرونې يې د کابل تر څنګ په ګاونډيو ولايتونو کې هم اورېدل کېږي.
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۳۴۴۴۲۰۱
برېښناليک : [email protected]
ويبپاڼه :   www.aria.af
 
٢٩-خورشيد تلويزيون :
خورشيد هم د کابل له فعالو تلويزيونونو څخه يو دى، چې ٢٤ ساعته خپرونې يې له کابل پرته په ټولو ولايتونو کې هم اورېدل کېږي.
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۷۱۰۷۰۷۰
برېښناليک :    [email protected]
ويبپاڼه :  www.khurshid.tv