۱-دافغانستان دازاد او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا(:
د افغانستان د ازادو اوعادلانه ټولټاکنو بنسټ (فیفا(  يوه غيرانتفاعي او ناپييلې ملي اداره ده، چې په هېواد کې دیوشمېر مدني ټولنو له خوا په ۱۳۸۳ لمريز کال کې، چې له ۲۰۰۴زیږدیزکال سره سمون خوري تاسیس شوی دی. فيفا په افغانستان کې دازادو او عادلانه ټاکنو له لارې دیموکراسي قانوني کول او دټاکنو په بهیر کې د خلکو دګډون کچه لوړه ول او په هېواد کې په سیاسي بهیرونو باندې د خلکو د باور د زیاتوالي په موخه کارکوي. فیفا، په ۲۰۱۰کال کې د ولسي جرګې په ټاکنوکې د۷۰۰۰ناظرینو، د۲۰۰۹کال دولسمشرۍ په ټاکنو کې د۷۴۰۰ناظرینو، د ۲۰۰۵ کال  د ولسي جرګې په ټاکنو کې د۷۵۰۰رضا کارو ناظرینو  او په  ۲۰۰۴ کال کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې  د ۲۳۰۰ رضا کارو ناظرینو په مرسته  د ټاکنو د پروسې څارنه وکړه  او د موجودو ستونزو او مشکلاتو په اړه يې تفصیلي راپور او ځانګړي وړاندیزونه په ټاکنو پورې اړونده ادارو ته وسپارل .
 
ويبپاڼه: www.fefa.org.af
 
٢- دافغانستان د رڼوټاکنو بنسټ ( تيفا ) :
 
دافغانستان درڼو ټاکنوبنسټ ( تيفا) په ٢٠٠٩ زيږديزکال کې له ټاکنو څخه ديوه خپلواک څارونکي بنسټ په نوم رامنځته شو ، چې موخه يې د ټاکنو د مشروعيت او روڼوالي څخه د ډاډ حاصلول او ټاکنيزو پروسو څخه څارنه ده . په ديموکراتيکو پروسو کې دخپلواکو مدني ټولنو مهم رول ته په پام سره دافغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ باور لري ،چې بې پرې څارنه د ټاکنو پروسې له روڼوالي سره مرسته کوي . په هيواد کې ديموکراتيکې پروسې په تازه ډول رامنځته شوې دي ، چې دمدني ټولنې دبنسټونو او حکومت ژمنې برخه اخيستنې ته په افغانستان کې د ديموکراسۍ لپاره اړتيا لري .په افغانستان کې د کورنيو سازمانونو له خوا دانتخاباتو پر څارنې د پراخه فعاليتونو نه شتون په تيرو څلورو ټاکنو کې ديوې نا حل شوې ننګونې په توګه پاتې ده . په همدې اساس دافغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ د ټاکنو په هر پړاوو کې د مدني ټولنو دفعال ګډون هڅونې لپاره ددغې تشې د ډکولو په موخه جوړ شوى دى .
ويبپاڼه: www.tefa.org.af
 
 
۳- د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره (AREU):
د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره په کابل کې مېشته یوه خپلواکه څېړنیزه اداره ده. ددې ادارې دنده د لوړ څرنګوالي درلودونکو او پالیسۍ پورې اړوندو څېړنو له لارې پرپالیسۍ او چارومثبتې اغیزې او د معلوماتو پراخول دي. همدا راز نوموړې اداره په افغانستان کې د څېړنې او زده کړې د کولتور د ودې په موخه د څېړنې پایلې په چټکه توګه خپروي. دې موخې ته د رسېدو لپاره نوموړې اداره د پالیسي جوړونکو، مدني ټولنې، څېړونکو او زده کونکو سره ددوی د څېړنېزې وړتیا د پیاوړي کولو او ددوی په منځ کې د دې ادارې د څېړنو او کتابتون څخه د ګټه اخیستنې دترویج په موخه ښکیل ده ، څو په دې توګه وکړای شي شننو، غبرګونونو او خبرو اترو ته لاره هواره کړي. نوموړې ادارې په ۱۳۸۱ لمریز کال په افغانستان کې د بوختو مرستندویه ټولنو په مرسته یې په کار پیل وکړ اود یو مدیره پلاوي درلودونکې ده ، چې د بسپنه ورکونکو ټولنو له خوا لکه ملګرو ملتونو او نورو څو اړخیزو ادارو او نا دولتي ادارو له خوا یې استازیتوب کیږي.  
 
ويبپاڼه: www.areu.org.af
 
۴-ایشیا فونډيشن ( TAF):
ایشیا فونډيشن یوه نا دولتي او غیر انتفاعي اداره ده ، چې په آسیا او آرام  سمندرګي کې د قوانینو حاکمیت، د سولې، عدالت او سوکالۍ  د ځواکمنولو او د اقتصادي اصلاحاتو او پراختیا په بر خه کې ځان ژمن  ګڼي. دا دفتر د ۶۰ کلنې کاري تجربې په درلودو سره په آسیا کې د رهبرۍ او اداري پراختیا او د پالیسۍ په څیړنه کې له بیلابیلو دولتي او غیر دولتي شریکانو سره همکاري لري. ایشیا فونډيشن په ۱۹۵۴ ميلادي کال کې په افغانستان کې په فعالیت پیل وکړ او په ۲۰۰۲ کې یې خپل دفتر په کابل کې بيرته پرانیست.
ويبپاڼه:http://asiafoundation.org/country/overview/afghanistan
 
٥-ديموکراسي انټرنشنل (DI) :
 
 ديموکراسى انټرنشنل له ٢٠٠٩زيږديز کال راهيسې هم پر ټاکنو دڅار دنړيوالو پلاوو د څارنې او دټاکنيزو اصلاحاتو لپاره د کورنيو هڅو نه د ملاتړ لپاره په افغانستان کې دټاکنيزو پروسو دغښتلتيا او ملاتړ لپاره کار کړى دى.
اوسمهال ديموکراسي انټرنشنل دافغانستان دټاکنو اصلاحي او عدالت غوښتنې پروګرام ، چې دامريکا دمتحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيايى ادارې له خوا تمويلېږي، اجراکوي . ددغه پروګرام دوه عمده برخې د ديموکراتيکې او ټاکنيزې اصلاح لپاره دافغانانو په مشرۍ دعدالت غوښتنې له هڅو ملاتړ او دداسې څېړنو ترسره کولو څخه عبارت دي ، چې وکولاى شي دټاکنو دديموکراتيک او اصلاح په اړه دبحث دترويج لپاره دمعلوماتو سرچينه شي . ديموکراسي انټرنشنل دټاکنيزو پروګرامونو دملاتړ او د ديموکراسۍ دنورو پروګرامونو او په ټوله نړۍ کې دښې حکومت والۍ دطرحه کولو ، پلي کول او ارزونه کوي . له هغه وخته ، چې دغه سازمان په ٢٠٠٣کال کې تاسيس شوى ، تر اوسه پورې يې  په ٣٥ هېوادونو کې فعاليت پيل کړى دى .
 
ويبپاڼه:www.democracyinternational.com
 
٦-دټاکنيزو نظامونو نړيوال بنسټ(IFES):
دټاکنيزو نظامونو نړيوال بنسټ (IFES) يوه خپلواکه او غير دولتي  نړيوله موسسه ده ، چې په ټول هېواد کې دټاکنو په اړه دښو پروګرامونو پر پلي کولو او د ښې حکومتوالۍ لپاره فعاليت کوي .دغه موسسه له ٢٠٠٢ زيږديز کال راهيسې له ټاکنيز بهير څخه د ملاتړ ، د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې ، د ټاکنيزو کارکوونکو د روزنې او په افغانستان کې دبېلابېلو مدني ښوونو په اړه د پروګرامونو د پلي کولو لپاره فعاليت کوي .
 
ويبپاڼه:www.ifes.org
 
٧-ملي ديموکراتيک انستيتيوت(NDI) :
ملي ديموکراتيک انستيتيوت ، چې له ٢٠٠٢ کال راهيسې په افغانستان کې فعاليت کوي ، يو نا انتفاعى ،نا ګوندي او غير دولتي سازمان دى ،چې په ټوله نړۍ کې دوګړو دګډون له لارې دديموکراتيکو سازمانونو د ملاتړ ، روڼوالي اوپه حکومت کې دځواب ويلو لپاره فعاليت کوي . ملي ديموکراتيک انستيتيوت له ١٧٠٠ څخه د زياتو کانديدانو لپاره روزنيز سيمينارونه چمتو کړي ، دسياسي ګوندونو او له ٢٤٠ زياتو ښځينه کانديدانو لپاره يې زده کړې ورکړي او په افغانستان کې دننه يې پر ټاکنو د ترټولو ستر څارونکي سازمان ( دافغانستان دازادو او عادلانه ټاکنو  بنسټ ) لپاره فني مرستې برابرې کړې دي .اوسمهال ملي ديموکراتيک انستيتيوت په ټول هېواد کې په کانديدانو کې د ټاکنو ورځې دفعاليتونو راپور ورکونې لپاره د څارونکو دظرفيت پر لوړو بوخت دى .
 
ويبپاڼه:http://ndi.org/content/afghanistan
 
٨- دافغانستان دمدني ټولنو، ټولنه (مجما):                      
دافغانستان دمدني ټولنې مجتمع (مجما ) دالمان په بدهونف ښار کې دافغانستان دمدني ټولنې په لومړني کنفرانس کې ، چې د نومبر له ٢٩مې د دسمبر تر ٢ مې نېټې دافغانستان دمدني ټولنې د ٧٦کسه استازو ( دبنسټګرو پلاوى ) دغوښتنې او سويس د سولې بنسټ په مرسته  جوړ شوى و ، په ٢٠٠١ زيږديز کال کې رامنځته شو . په دغه کنفرانس کې دافغانستان د مدني ټولنې استازي د يوې مجتمع د رامنځته کولو او مدني بنسټونو ترمنځ دخبرو او د افغانستان په بيارغونه کې د مدني ټولنو دونډې او برخې اخيستنې په اړه تفاهم ته ورسېدل ، چې په پايله کې يې ياد بنسټ تشکيل شو او له تاسيس وروسته يې خپل لومړى دفتر د ٢٠٠٢ کال دمارچ په مياشت کې په کابل کې پرانېست .مجما د افغانستان د اساسي قانون دبرابرولو پروسې او ولسمشريزو ټاکنو کې دعامه پوهاوي پروژې په لاره اچولې دي .
 
ويبپاڼه: http://www.acsf.af
 

۹- د افغاني ميرمنو شبکه:

د افغاني ميرمنو شبکه د ۹۶ غيرې دولتي سازمانونونو لپاره يو چتر دې او له ۵۰۰۰ څخه ډير غړي لري چې د افغانی ښځو د حقونو د مصؤنيت او دفاع لپاره ژمنه ده. د دوی  فعاليتونه د ملاتړ او مرستې په بنسټ ولاړ دي څو چې د قوانينو اصلاح د اغيز لاندې راولي او د ښځو د حقونو ترويج او وړاندوينه وکړي، برسيره پردې، د بيلابيلو ملي او بين المللی سازمانونو د فعاليتونو د همغږئ لپاره شبکه جوړونه د شبکې د کارونو يوه برخه جوړوي، او همدارنګه د خپلو غړو د وړتيا په لوړولو کې فعاليت لري. په دې ورستيو کې د افغاني ميرمنو شبکې، د ځواب ويني چټک نوښت په لاره اچولې دې، څو هغه ميرمنې چې له خطرونو سره مخ دي، د چټک ځواب وينې د ميکانيزم د را منځ ته کولو له لارې ورته مصؤنيت ورکړي. د نوې تکنالوژي او توکو په کارولو سره، د افغانې ميرمنو شبکه غواړي چې ښځو ته مهم اړين خدمتونه د تاوتريخوالي قربانيانو ته د راجع ورکولو خدمتونه له لارې وړاندې کړي، او همدارنګه د ملاتړ او مرستې بنسټ را منځ ته کړي، څو د ښځو د حقونو ساتنه وشي.

د اړيکې شمېره: ۰۷۸۰۶۷۶۲۵۵
بريښناليک: [email protected]

ويبپاڼه:   www.afghanwomennetwork.af  
  
۱۰-  د افغان ښځو تعلميمي مرکز(AWEC  ):
د افغان ښځو تعلميمي مرکز(AWEC  )  په ۱۹۹۱ زيږيز کال کې د پاکستان  په پلازمېنه اسلام اباد کې د څو فعالو او هدف لرونکو ښځو لخوا د مهاجرو  ښځو او ماشومانو د مرستي لپاره جوړ شو . دابنسټ په پاکستان کې د ښځينه بنسټونو  د جملې څخه لومړی بنسټ شمېرل کېږي  او خپل لومړني فعاليتونه یې د مهاجرو ماشومانو لپاره د شهيد ولي خان د لومړني ښوونځي په جوړولو سره پيل کړل. وروسته ددغه بنسټ فعاليتونو  په پېښور کې وده وموندله . په ۲۰۰۲  زيږيز کال کې يې خپل فعاليتونه په  کوڅو د کارکوونکو ماشومانو لپاره د دوه روزنيزو مرکزونو  په جوړولو  او هغوی ته د روزنيزو ، ټولنيزو  او اقتصادي خدمتونو  په وړاندې کولو د کابل په ښار کې پيل کړل. اوس دغه موسسه د عدالت غوښتنې ، د ښځو په سياسي  برخې اخيستنې ، د سرتاسرې سولې په ټنګښت او د ښځو د تګلارو د جوړولو  او په ټولنه کې ددې د تطبيقولو  په برخه کې فعاليت کوي.

د اړيکې شمېره:۰۷۷۷۷۶۱۳۱۴
بريښناليک:  [email protected]
ويبپاڼه:     www.awec.info
 
۱۱- د افغانستان د مدني‌ ټولنې فډرېشن(FACS):
د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS) د مدني ټولنو د نهادونو ( نادولتيموسساتو، شوراګانو او تولنيزو او فرهنګي سازمانونو) سراسري اتحاد دی. فډرېشن د هيواد د روان کړکيچ، اداري فساد، جنګ جګړې او ورور وژنې د مخنيوي او په هيواد کې د سراسري امن او سولې د ټینګښت لپاره د با ثباته، شفاف او د خلکو د ارادو د رښتيني ممثل نظام، ټولنيز عدالت او قانون حاکمیت د ټینګښت، ښېحکومتدارۍ، د هيواد د ملي ارزښتونو او ارضي تمامیت، بشري حقوقو د دفاع اوتأمین او د هيواد د متوازن انکشاف او پرمختګ په لړ کې، د پراخې متحدې مدنيمبارزې لپاره د یو ممثل نهاد په توګه جوړ شوی دی.
د اړيکو شمېرې:۰۷۸۵۰۹۹۷۷۸ -۰۷۸۸۱۶۱۸۵۳
بريښناليک: [email protected]  
 
۱۲- د افغان کلتوري ټولنو جرګه:
د افغان کلتوري ټولنو  ګډه جرګه په هېواد کې د کلتوري او علمي ټولنو د همغږۍ یو مرکز دی. چې د افغانانو د کلتوري ـ  ټولنیزو ستونزو د څیړلو، د هغو د سببونو موندلو او ورته د عملي او علمي حل لارو د پیدا کولو او عملي کولو لپاره د تېرو اوه کلونو راهیسې کار کوي. د جرګې کارډله هره اونۍ منظمې غونډې کوي چې پکې د تېرو کارونو کتنه کيږي او نوي دندې ویشل کیږي، همدا راز معلومات او تجربې سره شریکیږي.
 
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۰۶۷۰۵۵۲
بريښناليک:[email protected]
 
۱۳- دمدني ټولنې دهمغږۍ جرګه:
دمدني ټولنې دهمغږۍ جرګه د ۱۳۹۱ لمريز کال دغوايي د مياشتې په ۱۴ مه نېټه د مدني ټولنې دبنسټونو د فعاليتونو دهمغږي کولو په موخه  او په هېواد کې د هوسا ټولنيزچاپېريال ،دقانون واکمنۍ ،بشري حقونو ، ازاديو او عدالت ته دلاسرسي په موخه د مدني ټولنې دجوازلرونکو بنسټونو او نادولتي  ټولنو له خوا رامنځ ته شوې ده .
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۰۶۷۰۵۵۲
بريښناليک:[email protected]
 
۱۴- د افغانستان د خپلواکو ژورناليستانو ټولنه :
د افغانستان د خپلواکو ژورناليستانو ټولنه په ۱۳۸۴ لمريز کال کې د افغانستان د ازادو او خپلواکو ژورنالیستانو له خوا جوړه شوه  او د ژورنالیستانو د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره کار کوي . دغه ټولنه په ولايتونو کې څانګې لري او دا مهال يې خپلواک صافی مشري کوي.
د اړيکې شمېره:  ۰۷۰۰۲۷۵۷۵۳
بريښناليک:   [email protected]      

۱۵-د افغانستان د ژورنالیستانو فدراسیون
د افغانستان د ژورنالیستانو فدراسیون د رسنیو د کار پر وړاندې د فشارونو، ګواښونو، محدودیتونو او خطرونو احتمالي زیاتوالي ته په پام سره، د رسنیو او ژورنالیستانو د ملاتړ د نهو فعالو ټولنو ، د خپل ګډ دریځ د غښتلتیا لپاره  د ۱۳۹۱ لمريز کال د جدی  په ۲۶ مه جوړ شو او د خپلو مهمو فعاليتونو یوه برخه د یو واحد چتر (د افغانستان د ژورنالیستانو فدراسیون) په چوکاټ کې سمبالوی . فدراسیون د یوه بورډ یا رهبري کوونکې شورا له لورې اداره  کیږي. دغه بورډ یا شورا په فدراسیون کې د شاملو ټولنو او بنسټونو د یو- یو تن استازي له ترکیب نه جوړشوی دی.  
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۰۲۷۴۵۲۶
بريښناليک: [email protected]
 
۱۶- د نی- د افغانستان د ازادو رسنيو ملاتړ کوونکی :       
نی د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ کوونکی په ملي کچه د آزادو رسنیو د پیاوړي کولو او د بیان د آزادۍ د تعمیم لپاره کار کوي. نی یوه غیر حکومتي افغاني مؤسسه ده ، چې په ۱۳۸۴ لمريز کال کې د انټرنیوز په مرسته جوړه شوه. د نی مؤسسې اصلي موخه په افغانستان کې د یوه پیاوړي او خپلواک رسنیز سکتور وده او پراختیا ده چې دغې موخې ته د رسیدو لپاره د نی مؤسسه د روزنې، عدالت غوښتنې او تولیدي برخو کې کار کوي. د نی مؤسسه د انترنیوز شبکې د نړیوالې شبکې، چې په ټوله نړۍ کې ۴۰ څانګې لري، بشپړ غړیتوب لري.  د نی مؤسسې مرکزي دفتر او روزنیز مرکز په کابل کې دی او ولایتي دفترونه یې د هیواد په لویو ښارونو یعنې جلال آباد، کندهار، مزار شریف او هرات کې موقعیت لري. د نی مؤسسې د رسنیو د څار څانګې په ټول هیواد کې په تیرو لسو کلونو کې هغه ګواښونه تعقیب کړي چې د رسنیو کارکوونکي ورسره مخ شوي دي.  
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۴۴۰۹۹۲۳
بريښناليک:[email protected]        
ويبپاڼه: www.nai.org.af        
 
۱۷- د افغانستان د ښځینه راډیو ګانو ټولنه:
د افغانستان د ښځینه راډیو ګانو ټولنه د افغانستان د عدلیې وزارت له خوا رسمي جواز په ۱۳۹۲ لمريز کال کې ترلاسه کړی دی. دا مهال له ۳۴ ولایتونو څخه ۴۰ راډیوګانې ددغې ټولنې غړیتوب لري. د نوموړې ټولنې د جوړیدو اصلي موخه په راډیوګانو کې د ښځو او کورنیو لپاره د خپرونو زیاتوالی، په راډیوګانو کې ښځو ته دکار کولو زمینې برابرول، د ښځینه ژورناليستانو روزنه او په ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي ژوندانه کې د ښځود ونډې زیاتوالی دی. په نوموړې ټولنه کې ټولې هغه راډیوګانې چې په افغانستان کې قانوني فعالیت لري، او د ښځو لپاره لږ تر لږه ۳۰ فیصده خپرونې ولري، غړیتوب تر لاسه کولی شي. دا ټولنه چی د جمیله مجاهد په ابتکار او مشرتوب جوړه شوی مرستیال یی زاهد شاه انگار دی.
 
د اړيکې شميره:  ۰۷۰۰۲۷۵۰۸۹
بريښناليک:  [email protected]
 
۱۸- د افغانستان د ژورناليستانو ملي اتحاديه :
د افغانستان د ژورناليستانو ملي اتحاديه ، چې د کار په پيل کې د افغانستان د ژورناليستانو اتحاديه په نوم ياديده په ۱۳۵۹ لمريز کال کې جوړه شوه . په ۱۳۷۱ کال کې د مجاهدينو يه حکومت کې نوم د افغانستان د ژورناليستانو اسلامي  اتحاديه وو. د اتحاديي عالي شورای یی ۷۳ غړي لري .
د اړيکې شمېره:  ۰۷۰۰۲۸۱۲۱۸
بريښناليک:  [email protected]      
ويبپاڼه:  www.anju.af
 
۱۹- د رسنيو د همبستګۍ مرکز ( مهر) :
 د رسنيو د همبستګۍ مرکز ( مهر) د ۱۳۸۷ لمريز کال د کب په مياشت کې جوړ شوی  او د ۵۰ په شاو خوا کې غږيزې ، تصويري  او چاپي رسنۍ يې غړيتوب لري. د مهر مسولين وایی چې  د ژونالیستانو او په افغانستان کې د بيان له ازادۍ څخه  دفاع يې اصلي موخې دي.
 
د اړيکو شمېرې:  ۰۷۹۹۵۹۴۴۶۶-  ۰۷۰۰۹۷۸۰۰۰   
بريښناليک:        info@ mehrmedia.org      
ويبپاڼه:   http://www.mehrmedia.org       
 
۲۰-  د سويلي اسيا د ښځينه ژورناليستانو ټولنه :
د سويلي اسيا د ښځينه ژورناليستانو ټولنه د افغان ښځینه خبریالانو لومړ نۍ اتحادیه ده چې په ۲۰۰۸ ميلادی کال کې  په کابل کې جوړه شوه . نږدي  سل ښځینه افغان خبریالانې ددغې اتحادیې غړي دي . افغانستان ، بنګله دیش ، بوتان ، نیپال ، مادیپ ، هندوستان او پاکستان ددغه ټولنې غړي دي .
 
د اړيکې شمېره:  ۰۷۰۰۲۹۳۷۵۶
بريښناليک:    [email protected]    
 
 
 ۲۱-  د سويلي اسيا د آزادو رسنيو ټولنه
 د سويلې اسيا  ژورناليستانو په ۲۰۰۲ زېږديز کال کې د سويلي اسيا د آزادو رسنيو ټولنه ( سفما) جوړه شوه او د افغانستان برخه يې په ۲۰۰۶ زېږديز کال کې جوړه شوه. سفما د رسنيو د وړتيا د تقويې و د هېوادونو دننه او په ټوله سیمه کې د سارک لخوا ازادو اطلاعاتو ته د لاسرسي د پراختيا ، د شخړو د هوارولو  او د سیمه ییزو همکاريو د ښه کېدو لپاره د اړوندو کسانو  په شاملولو  سره د مطبوعاتو د ازادۍ  د دفاع او پراختيا  په موخه د مطبوعاتو  له ټولو سکتورونو  جوړه د ژورناليستانو يوه ستره او پراخه شبکه ده.
 
د اړيکې شمېره:  ۰۷۵۲۰۲۴۱۰۷
بريښناليک: [email protected]
ويبپاڼه:   www.southasianmedia.net          
 
۲۲- د افغانستان د پارلماني خبريالانو کمېټه
د افغانستان د پارلماني خبريالانو کمېټې  په ۱۳۹۲ لمريز کال کې جوړه شوه او مشري يې د پژواک خبري اژانس خبريال اباسين زهير کوي او دا مهال د اتيا تنو په شاوخوا کې غړي لري. د دولتي او خصوصي رسنيو ټول هغه خبريالان، عکاسان، فلم اخيستونکي او د خپرونو مسوولين، چې د ملي شورا د فعاليتونو په خپرولو کې ونډه ولري، د دې کمېټې غړيتوب لري.
 د اړيکې شمېره:  ۰۷۰۰۰۶۹۵۸۰
بريښناليک: [email protected]
 
۲۳- میديوتيک افغانستان:
میديوتيک افغانستان په ۱۹۹۳ زېږديز کال کې په المان کې د افغان کډوالو د يوې ډلې او د ځينو الماني کارپوهانو او متخصصينو له خوا د جګړو د پای ته رسونې ، د سولې د پياوړتيا  او د رسنيو د معنوي ملاتړ لپاره جوړ شو اوله ځنډ پرته يې په افغانستان کې د رسنيو د پراختيا  لپاره کار پيل کړ. ددې هدف لپاره  ميديوتيک ۶ رسنيز کورونه په کابل ، ننګرهار ، خوست ، بلخ ، کندوز او خيبر پښتونخوا کې لري.
د اړيکو شمېرې:   ۰۷۰۰۲۸۴۴۹۷  او ۰۷۸۸۲۰۱۲۹۷
بريښناليک:  [email protected]      
ويبپاڼه: www.mediothek.org.af          
۲۴- سياره:
سياره يو افغاني ارګان دی ، چې له نويو ژورناليستانو سره مرسته کوي . دغه ارګان د کابل ، خوست ، ننګرهار ، کندهار ، مزارشريف ، باميان او هرات پوهنتونونو  د ژورناليزم  له پوهنځيو سره مرسته کوي. سياره راډيويي محصولات ، خپرنيزې اسانتياوې برابروي، د کمپيوټر  او انترنټ د زده کړې  له مرکزونو سره د مرستې ترڅنګ د ملي ، سیمه ييزو  او د صدا جوان د ملي شبکې په ترقي ا پرمختګ کې لاس لري.
د اړيکې شمېره:  ۰۷۵۲۰۳۵۰۵۱
بريښناليک:  [email protected]      
ويبپاڼه:   www.sayarastrategies.com       
 
۲۵- د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولنه:
د افغان ادبي، علمي او پوهنيز شخصيتونو، مخکښ ځوانانو او د پوهني مينه والو په نوښت او فعال ګډون د ١٣٨٣ کال د لړم د مياشتي په ٣ نيټه د افغانستان د پياوړي سياستپوه، غښتلي علمي او ادبي شخصيت، وتلي ژورناليست، شاعر او ليکوال ارواښاد استاد محمد ابراهيم خواخوږي د ارزښتناکو خدماتو په وياړ چي د ولس د ادب او کلتور په برخه کې کړي وه ، د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولنې رسماً په خپل کار پيل وکړ. الحاج غرزی خواخوږی ددغې ټولنې مشر دی.
د اړيکې شمېره:  ۰۷۰۰۴۸۴۶۴۶
بريښناليک:  [email protected]
 
۲۶- د افغانستان د مدافع وکيلانو خپلواکه ټولنه :
 
د مدافع وكيلانو ټولنې په ۱۳۸۷ لمريز کال کې په كابل كې په فعاليت پيل كړى او اوس مهال په ټول هېواد كې کابو ١٠٠٠ تنه غړي لري. ددغې ټولنې مشر روح الله قاري زاده دی. دغه راز د افغانستان د مدافع وکيلانو د خپلواکې ټولنې په چوکاټ کې د رسنيو پنځوس کسيزه کميټه جوړه او ۱۳۹۰ لمريز کال کې په کار پيل وکړ. د بيان له ازادۍ، د رسنيو له قانون او په دې برخه کې له نورو اړوند قوانينو څخه ملاتړ، د مخابراتو او خبريالانو له حقونو څخه دفاع کول او د رسنيو د حقوقي موضوعاتو په اړه روزنيز پروګرامونه جوړول، د دې کمېټې له موخو څخه دي.
 
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۹۲۸۰۸۱۵
بريښناليک:  [email protected]
ويبپاڼه:    www.aiba.af      
۲۷- د افغانستان د خبريالانو د خونديتوب کمېټه
د افغانستان د خبريالانو د خونديتوب کمېټه (AJSC)  یوه  غیرسیاسي او غیرحزبي  د خبريالانو او د مدني ټولنې د فعالينو شبکه ده ، چې  د افغان رسنيو د کارکونکيو او بهرنيو خبريالانو د ساتنې او مصوونیت  لپاره  ١٣٨٨ لمريز کال کې يې په افغانستان کې په کار پیل کړی او د رسنيو د نړيوالې ملاتړې ادارې (IMS)  له خوا  تمويل کېږي. ددغې کمېټې مشر نجیب شريفي دی.
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۲۵۰۲۰۸۷
بريښناليک: [email protected]
 ۲۸- افغان څيړنيز او مشورتي مرکز :
افغان څيړنيز او مشورتي مرکز د ۱۳۸۹ لمريز  کال د  دلوې د مياشتې په ١٩مه نيټه په کابل کې جوړشو او د څيړنيزو او مشورتي خدماتو د وړاندې کولو يو علمي بنسټ دى. 
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۹۲۴۸۴۹۷
بريښناليک: [email protected]
 

 ۲۹- د فکر او عمل جرګه:
د فکر او عمل جرګه سوچه افغاني جرګه ده ، په ۱۳۹۲ لمريزکال کې د اسلامي ارزښتونو، ولسواکۍ او ملي يووالي د ټينګښت لپاره ځينو همفکره ملګرو دفکر او عمل جرګه رامنځته کړه ، تر څو د يو پياوړي ، خپلواک ، عادل او ولسواک مرکزي نظام د رامنځته کولو مرستندوی شي. غړي يې د هېواد په ملي سياست کې د اسلامي او ملي ارزښتونو او ګټو د تحقق لپاره غښتلی او فعال رول لوبوي. د جرګې د ويندوی چارې محمد حليم فدایی پر مخ وړي.
 
د اړيکو شمېره : ۰۷۹۹۷۳۳۷۳۳
بريښناليک: [email protected]
 
 ۳۰- د کابل د ختيځ د ميشتو قومونو شورا  :
د کابل د ختيځ د ميشتو قومونو شورا  د  پنځه ديرش کلن ناورين دبدو او ناوړه اغزيو  ،له منځه وړلو لپاره د ١٣۹۲  لمريز کال د چنګاښ دمياشتې په ۱۱ مه نيټه د کابل د ختيځ  د ميشتو قومونو مشران ،د ولسي جرګې غړي او ددغې سيمې  ټاکل شوي استازي، دهيواد دپرمختيا دسيمې  دسوکالۍ، دښوونې او روزنې، دځوانانو استعدادونو دغوړيدا، دملي يووالي او هيوادوالو ترمنځ ددوستانه اړيکو دټينګښت او دې ته ورته دنورو رغنده ګټورو چارو دترسره کولو لپاره شورا  جوړه کړه.
د اړيکو شمېره :  ۰۷۰۰۱۵۷۳۲۸
بريښناليک: [email protected]