٢٤٠- حبيب الرحمن افغان
د کوچيانو دخلکو استازى- رايې: ٩٨٣٠
حبيب الرحمن افغان د خيال محمد زوى ، چې په ١٣٥٤لمريز کال د کاپيسا ولايت په محمود راقي ولسوالۍ کې زېږېدلى، په خصوصي ديني مدرسو کې يې زده کړه کړې کړي او له ١٣٦٠ لمريز کال څخه تر ١٣٧١کال پورې يې د جهادي قوماندان او  له ١٣٧١لمريز کال څخه يې تر ١٣٧٦کال پورې د ملي امنيت د ٥٦ ضربتي غنډ د قوماندان  په توګه دنده اجرا کړې او اوسمهال په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازى دى.
د اړيکې شمېرې : ۰۷۸۶۶۳۷۶۷۷ او ۰۷۹۶۸۰۸۰۸۰
برېښناليک : [email protected]
 
 
 ٢٤١-الحاج ملاتره خېل محمدي:
د کوچيانو دخلکو استازى- رايې: ٢٦٤٩١
 
  الحاج ملاتره خېل د الحاج سناتور جنت ګل خان زوى،چې  په ١٣٥٢ لمريزکال په لغمان ولايت کې زېږېدلى ، خپلې ديني زده کړې يې د افغانستان او پاکستان په ښوونځيو کې سرته رسولې دي. نوموړى د وکالت ترڅنګ د سون توکو سوداګر دى او په مدرسه کې يې د استاد په توګه دنده اجرا کړې ده. محمدي په بېړنۍ لويه جرګه، د اساسي قانون لويه جرګه او سولې جرګه کې د استازي په توګه ګډون کړى او تر اوسنۍ دورې وړاندې هم په ولسي جرګه کې د کوچيانو د خلکو استازى و.
 
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۹۲۰۲۰۲۰
برېښناليک: [email protected]
 
٢٤٢-الحاج حيدرجان نعيم زوى:
 
الحاج حيدرخان نعيم زوى د الحاج محمدنعيم خان کوچي زوى ، چې په ١٣٥٧لمريز کال د لوګر ولايت په پل علم ښار کې زېږېدلى او ثانوي زده کړې يې په ١٣٨٥ لمريز کال د پېښور په بي بي امنيه لېسه کې پاى ته رسولې دي.
نوموړي تر دې وړاندې په کورنيو چارو وزارت کې د تذکرو د وېش د رييس او د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې د کوچيانو د استازي په توګه کار کړى او اوس هم  په همدې جرګه کې دکوچيانو استازى دى.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۵۲۰۰۳۰۰
برېښناليک : [email protected]
 
 
٢٤٣-الحاج حسن صحرايي:
د کوچيانو خلکو استازى- رايې:٤١٨٣
 الحاج حسن صحرايي د حاجي محمدجان زوى، چې په ١٣٣١لمري کال  په غزني ولايت کې زېږېدلى، لومړنۍ زده کړې يې د کابل په رحمن بابا لېسه کې کړي او د لېسانس سند يې د کابل پوهنتون له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه تر لاسه کړى دى.  صحرايي تر دې وړاندې په ١٣٥٥ لمريز کال د پکتيا  د ښوونکو روزنې مرکز کې د استاد، په ١٣٥٧لمريز کال د  کندوز د ښوونکو روزنې مدير او د کوچيانو عمومي رياست د حقوقي سلاکار په توګه دندې اجرا کړې دي او اوسمهال  په ولسي جرګه کې د کوچيانو  استازى دى.
د اړيکې شمېرې : ۰۷۰۰۶۰۳۰۰۴۹ او ۰۷۵۲۹۵۰۴۸
 
 
٢٤٤-هيلۍ ارشاد:
د کوچيانو د خلکو استازې- رايې : ١٧٧٤
 
هيلۍ ارشاد د مولانا محمدشاه ارشاد لور، چې  په ١٣٤٧ لمريز کال په کابل ولايت کې زېږېدلې او له اره د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکې ده. نوموړې خپلې ثانوي زده کړې په رابعه بلخي لېسه کې پاى ته رسولي او د ليسانس سند يې د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي څخه تر لاسه کړى دى. ارشاد تر دې وړاندې له ١٣٨٥څخه تر ١٣٨٦ لمريز کال پورې د پوهنې وزارت د سلاکارې او له ١٣٨٧لمريز کال څخه تر ١٣٨٨ لمريز کال پورې دکورنيو چارو وزارت د سلاکارې په توګه کار کړى او اوسمهال دکوچيانو استازې ده.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۳۳۳۱۰۳۳
برېښناليک : [email protected]
 
 
 ٢٤٥-حاجي شيرعلي احمدزى:
د کوچيانو استازى- رايې:٥٦٢٢
حاجي شيرعلي احمدزى د حاجي ناظر زوى، چې په ١٣٨٥ لمريز کال د ننګرهار ولايت مومند درې ولسوالۍ کې زېږېدلى، ثانوي زده کړې يې د پېښور په التقوا لېسه کې بشپړې کړي، ددې ترڅنګ چې اوسمهال په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازى دى، د سون توکو سوداګري هم کوي.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۸۱۶۱۹۵۰
برېښناليک : [email protected]
 
 
٢٤٦-حاجي محمد نذير احمدزى:
د کوچيانو استازى- رايې: ٤٢١٦
حاجي محمد نذير احمدزى د حاجي صاحب سنګين خان زوى، چې په ١٣٥١لمريز کال د لوګر ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې زېږېدلى او خپلې ثانوي زده کړې يې د پاکستان په جناح لېسه کې په ١٣٦٧لمريز کال پاى ته رسولي او د ليسانس سند يې په ١٣٨٤لمريز کال د پاکستان د اکسيس پوهنتون( Acces University of Pakistan) حقوقو او سياسي علومو له څانګې څخه تر لاسه کړى دى.
احمدزى تر دې وړاندې دکوچيانو د سراسري شورا د مرستيال، د افغانستان ملي اجماع ګوند مرستيال، د احمدزي قومونو شورا رييس، په پکتيکا،خوست، غزني او لوګر کې د USAID سرسلاکار، دجهادي غنډ رييس ارکان، په ولسمشريزو ټاکنو کې د اشرف غني احمدزي د کمپاين رييس او  په بېړنۍ لويه جرګه کې د حامد کرزي د کمپاين د رييس په توګه دنده اجرا کړې او اوسمهال په ولسي جرګه کې دخلکو استازى دى.
 
د اړيکې شمېره :۰۷۰۰۲۹۱۳۲۳
برېښنناليک : [email protected]
 
 
٢٤٧-حميده احمدزۍ:
د کوچيانو استازې- رايې:٤٠٧٨
حميده احمدزۍ د محمدقاسم لور، چې په ١٣٦١لمريز کال په کابل ولايت کې زېږېدلې او له اره د لور د پل علم اوسېدونکې ده. احمدزۍ خپلې ثانوي زده کړې د کابل په ناهيد شهيد لېسه کې په ۱۳۸۴کال پاى ته رسولي او ليسانس سند يې د طلوع افتاب پوهنتون له حقوقو او سياسي علومو څانګې څخه تر لاسه کړى دى.نوموړى په بېړنۍ او سولې لويه جرګه کې د لوګر د خلکو استازى و، ددې ترڅنګ يې د ښوونې او روزنې، روغتيا، د لوګر ولايت د پوهنې رياست د تفتيش د غړې، د لوګر دښځو چارو رياست مرستيالې، داساسي قانون په تصويب کې د کابل زون مسوولې او په ټاکنو کمېسيون کې د ٣٤ ولايتونو د کمېسيون عمومي امرې په توګه دنده اجرا کړې او اوسمهال په ولسي جرګه کې دخلکو استازې ده.
 
د اړيکې شمېرې: ۰۷۸۶۹۷۲۷۹۹ او ۰۷۹۵۳۴۴۴۴۴
برېښناليک : [email protected]
 
 
٢٤٨-محمديوسف صابر:
دکوچيانو استازى – رايې: ٤٦٧٩
محمديوسف صابر د حبيب جان زوى، چې په ١٣٥٤لمريز کال د ننګرهار ولايت په غني خېلو ولسوالۍ کې زېږېدلى او خپلې ثانوي زده کړې يې د پاکستان په التقوا لېسه کې پاى ته رسولي او دوه کاله يې په همدې هېواد کې د دعوت پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځى لوستى دى. نوموړي تر دې وړاندې د ټاکنو کمېسيون د دارالانشا د ساحوي عملياتو د رييس، په همدې کمېسيون کې د کوچيانو دټاکنو د مسوول، د سيمه ييزو ارګانونو په خپلواکه اداره کې د ټاکنو د کارپوه او  د حکومتوالۍ په برخه کې د لغمان ولايت سلاکار په توګه دنده اجرا کړې او اوسمهال په ولسي جرګه کې دکوچيانو استازى دى.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۰۱۵۷۳۲۸
برېښناليک  [email protected]
 
 .   
 ٢٤٩-پروين درانۍ:
د کوچيانو دخلکو استازې- رايې:١١٢٨
پروين دراني دعبدالرحمن لور ، چې په ١٣٥٢ لمريز کال د کابل ولايت په چهار اسياب ولسوالۍ کې زېږېدلې  او خپلې ثانوي زده کړې يې په ١٣٦٨ لمريز کال د کابل په ريشخورو لېسه کې پاى ته رسولې او د سيدجمال الدين افغان دارالمعلمين يې په ١٣٧٠ لمريز کال پاى ته رسولى دى. نوموړې د لېسانس سند د حقوقو په برخه کې د پيام نور پوهنتون څخه تر لاسه کړى او تر زده کړو وروسته يې د اوو کلونو لپاره په ايران کې دافغان سفارت  د نړيوالو اړيکو په حقوقي برخه کې کار کړى، ددې ترڅنګ له ١٣٨١ لمريز کال نه تر ١٣٨٣ لمريز کال پورې په ايران کې د اساسي قانون د عامه پوهاوي څانګې د کارکوونکې، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت کې د خبريالې او د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې د وکيلې په توګه کار کړى او اوس هم په ياده جرګه کې دخلکو استازې ده.
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۰۲۵۱۶۰۳