د کابل ولايتي شورا ٣٣ څوکۍ لري، چې د ولايتي شورا د روان کال ټاکنو کې ددې شورا يو شمېر پخواني غړي هم بريالي شوي او د شورا اداري پلاوى د شورا په کورنيو ټاکنو کې په لاندې ډول ټاکل شوى دى:
رييس: سيدعبدالرحمن
مرستيال: لايق ناصري
منشي: مريم صديقه سادات
 
 ١-سيده مسعوده ياري:
سيده مسعود ياري د سيد عباس لور، چې په ١٣٦٧ لمريز کال کې په غزني ولايت کې زېږېدلې ده. مېرمن ياري په ١٣٨٧ لمريز کال کې د کابل له رابعه بلخي  لېسې څخه فارغه شوې او په ١٣٩١ لمريز کال کې يې د خاتم النبين په نامه پوهنتون کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي څخه د ليسانس سند تر لاسه کړى . نوموړې ولايتي شورا ته تر راتګ وړاندې د مدني ټولنې د فعالې په توګه کار کړى او له هېڅ کوم سياسي ګوند سره اړيکه نه لري.
٢-ډاکټره زهره نوابي:
زهره نوابي د محمد عيسى لور ، چې په ١٣٦٥ لمريز کال کې په کابل ښار کې زېږېدلې ده. زهرې په پاکستان کې د ملالۍ عالي لېسه پاى ته رسولې او په ١٣٨٠ لمريز کال کې د کابل پوهنتون له طب پوهنځي څخه فارغه شوې ده. نوموړې ولايتي شورا ته تر لار موندلو وړاندې د پارلمان د دارالانشاء برخې د سلاکارې په توګه کار کړى دى. نوموړې همدارنګه د کوم سياسي ګوند غړيتوب نه لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٤٤١٤١٨١
٣-خاطره اسحاقزۍ:
خاطره د خان محمد لور، چې په ١٣٥٧ لمريز کال کې په کندهار ښار کې زېږېدلې ده. نوموړې لومړنۍ زده کړې په کابل کې کړې او په ١٣٨٢ لمريز کال کې د پنجصد فاميلي لېسې څخه فارغه شوې او په کابل پوهنتون کې يې د ژورناليزم پوهنځى په ١٣٨٧لمريز کال کې پاى ته رسولى دى.
مېرمن خاطرې په ١٣٩٠ لمريز کال کې د هند له ايليمز پوهنتون څخه په عامه اړيکو کې ماسټري تر لاسه کړې او د ليکوالې او شاعرې په توګه هم شهرت لري. نوموړې ولايتي شورا ته تر راتګ وړاندې له يو شمېر دولتي او نادولتي بنسټونو سره کار کړى. خاطره په طلوع خصوصي تلوېزيون او ارمان راډيو کې د وياندې، د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان کارکووونکې او همدارنګه په افغاني سره مياشت کې د کابل زون د مشرې او د بهرنيو اړيکو د رييسې په توګه کار کړى دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٨٥٠٥٠٤٢
٤-حبيبه قادري:
حبيبه قادري د عبدالشکور لور، په ١٣٦٧ لمريز کال کې په کاپيسا ولايت کې زېږېدلې او په ١٣٨١ لمريز کال کې د خيرخانې د پروژه جديد د نجونو له لېسې څخه فارغه شوې. وروسته يې د سيدجمالالدين افغان په دار المعلمين کې د انګليسي څانګې دوه کلنې زده کړې کړې او لسانس يې د باختر خصوصي پوهنتون د ژورناليزم له پوهنځي څخه تر لاسه کړى دى.
نوموړې له ١٣٨٢ کال څخه تر ١٣٩٢ کال پورې په دولتي ښوونځيو کې د ښوونکې په توګه دندې اجرا کړې، له ١٣٨٦ کال څخه تر ١٣٩٣ کال پورې يې د راډيو ټلويزيون په ګډون په ګڼو رسنيو کې د خبريالې په  توګه کار کړى.
قادري ددې تر څنګ مدني او فعاليتونه کړي چې د افغان ځوانو رهبرانو د ډلې غړې او د ځوانانو ارمان په نامه بنسټ مديرې او ورته نورو بنسټونو کې د پام وړ فعاليتونه کړي دي، خو له کوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري.
٥-مريم صديقه سادات:
مريم صديقه د سيد احمدشاه لور، چې په ١٣٦٧لمريز کال کې د کابل ښار په چند اول سيمه کې زېږېدلې ده. نومړې په ١٣٨٩ لمريز کال کې د رخشانې له لېسې څخه فارغه شوې او د خاتم النبين په نامه پوهنتون له حقوقو او سياسي علومو پوهنځي څخه فارغه شوې ده. نوموړې ولايتي شورا ته تر بريالي کېدو وړاندې د ارزش په نامه  نادولتي موسسه کې کار کړى، له کوم سياسي ګوند سره اړيکه نه لري او د ولايتي شورا په داخلي ټاکنو کې د شورا د منشي په توګه ټاکل شوې ده.
٦-محمدشفيع استوار:
محمد شفيع استوار د محمد صديق زوى، چې په ١٣٣٧ لمريز کال کې د کابل د کوهدامن ولسوالۍ په بابه قشقار کلي کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. استوار په ١٣٦٢ لمريز کال کې د ميربچه خان کوهدامن له لېسې څخه فارغ شوى او د ولايتي شورا تر وکالت وړاندې يې بېلابېلې دندې لکه د کوهدامن امنيه قوماندان، د کابل د محبس امر، د کابل ولايت د خدماتو او تحريراتو د امر په توګه دندې تر سره کړې دي او له کوم سياسي ګوند سره اړيکه نه لري.
٧-حاجي سيد نجيم فريد:
حاجي سيد نجيم فريد د حاجي سيدکبير زوى، چې په ١٣٥٠ لمريز کال کې په کابل ولايت کې زېږېدلى دى. نوموړى په کابل کې د غلام محمد غبار له لېسې څخه فارغ شوى او تر وکالت وړاندې په شخصي سوداګرۍ بوخت و.
٨-حاجي رحيم الله مجاهد:
رحيم الله مجاهد د جمعه ګل مجاهد زوى، چې په ١٣٦٥لمريز کال کې په کابل ولايت کې زېږېدلى دى. نوموړى په ١٣٨٨ لمريز کال کې د کابل څرخي پله له لېسې څخه فارغ  شوى او په ١٣٩٢ لمريز کال کې د مشعل خصوصي پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي څخه فارغ شوى دى. نوموړى تر وکالت وړاندې د شپږو کلونو لپاره د ده سبز د خلکو ټولنيزې شورا د منشي په توګه دنده اجرا کړې او له کوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٧٦٨٨٨٩٩٩
٩-حاجي محمد عمر تره خېل:
حاجي محمد عمر تره خېل د حاجي لنګر خان زوى، چې په ١٣٥٧لمريز کال کې د کابل ولايت په بګرامي ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي په ديني برخه کې تر ١٤ ټولګي پورې زده کړه کړې دي.
١٠-حاجي عبدالمحسن احمدي:
عبدالمحسن احمدي د محمد جان زوى، چې په ١٣٦٣ لمريز کال کې د پروان ولايت په سرخ پارساى ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. احمدي د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي څخه فارغ شوى او تر وکالت وړاندې يې د مدني فعال په توګه کار کړى دى.
١١-ډاکټر عظيم الله نيازى:
ډاکټر عظيم الله نيازى د حبيب الله زوى، چې په ١٣٢٩ لمريز کال کې په کابل کې زېږېدلى دى. نيازي د بغلان ولايت په پلخمري لېسه کې درس ويلى او اوسمهال د کاردان خصوصي پوهنتون په حقوقو پوهنځي کې زده کړه کوي. نوموړى تر وکالت وړاندې په کابل کې د يوه ګرځنده کلينيک مالک و او له کوم سياسي ګوند سره اړيکه نه لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٦٦٢٢٤٢٢٤
١٢-حاجي محمد علي محمدي:
محمد علي د حاجي محرم زوى ، چې په ١٣٤٠ لمريز کال کې په کابل ولايت کې زېږېدلى دى. محمدي په استقلال عالي لېسه کې درس ويلى او خپلې زده کړې يې په پاکستان کې په ديني برخه کې تر ليسانس درجې پورې مخته وړې دي. محمدي تر وکالت وړاندې په شخصي کارونو بوخت و او له کوم سياسي ګوند سره اړيکه نه لري.
١٣-سيد عبدالرحمن:
سيد عبدالرحمن د سيد ممتاز دروېش زوى ، چې په ١٣٦٦ لمريز کال کې د پاکستان په پېښور کې زېږېدلى دى. نوموړي په پېښور کې د اسلامي روزنې عالي لېسه کې تر ١٢ ټولګي پورې زده کړې کړي او د ليسانس سند يې د اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون څخه د اصول ديني په برخه کې تر لاسه کړى . نوموړى په چين کې د نړيوالو اړيکو په برخه کې د ماسټرۍ دورې محصل و، خو کابل ولايتي شورا ته تر برياليتوب وروسته يې دغه دوره وځنډوله. هغه تر وکالت وړاندې رسمي کارونه نه دي تر سره کړي او د عبدرب الرسول سياف په مشرۍ د اسلامي دعوت ګوند غړى دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٥٦٠٦٠٨٥
١٤-قاري پاچا جان منيب استالفي:
قاري پاچا جان د ميرپاچا زوى ، چې په ١٣٣٢ لمريز کال کې د کابل په استالف ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړى د کابل عربي عالي دارالعلوم څخه فارغ شوى چې ددې شورا د تېرې دورې له غړو څخه دى او تر وکالت وړاندې يې د کابل د پوهنې د علمي شورا د غړي په توګه کار کړى دى.
 ١٥-ميوند ناصري:
ميوند ناصري د شيرخان زوى، چې په ١٣٦٧ لمريز کال کې په کابل ولايت کې زېږېدلى دى. نوموړى په ١٣٨٧ لمريز کال کې په کابل کې د سيدال ناصري له لېسې څخه فارغ شوى او اوسمهال د لوړو زده کړو په يوه خصوصي موسسه کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د درېيم کال محصل دى. ناصري تر وکالت وړاندې د خپلې کورنۍ د يوه ترانسپورټي شرکت د مالي مدير په توګه دنده اجرا کړې او له کوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري.
١٦-مريم حسيني:
مريم حسيني د محمد امير لور، چې په ١٣٦٤لمريز کال کې په باميانو کې ولايت کې زېږېدلې ده. نوموړې ١٢ ټولګى په کابل کې د علي ناصري په لېسه کې لوستى او په ١٣٨٩ لمريز کال کې په کابل کې د خاتم النبين په نامه شخصي پوهنتون د حقوقو له پوهنځي څخه فارغه شوې ده. مېرمن حسيني تر وکالت وړاندې د ښځو لپاره تر "مهارتهاى حسابى زنان افغانستان" نوم لاندې ځانګړي بنسټ مشره وه او له کوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري.
د اړيکې شمېره:  ٠٧٧٠٦٤٢٦٦٩
١٧-واقف الله روحاني:
واقف الله روحاني د افضل خان زوى ، چې په ١٣٥٦ لمريز کال کې د کابل ښار په اتمه ناحيه کې زېږېدلى دى. نوموړي تر ١٤ ټولګي پورې زده کړې کړې دي.
١٨-سيد نقيب الله هاشمي:
سيد نقيب الله د سيد حبيب الله هاشمي زوى، چې په ١٣٤٠ لمريز کال کې د کابل ښار په چهار دهي کې زېږېدلى دى. نوموړي په ١٣٦٢ لمريز کال کې د ښوونځي دوره پاى ته رسولې او ليسانس يې په شرعياتو کې د پېښور پوهنتون څخه تر لاسه کړى  . نوموړى ولايتي شورا ته تر لارموندلو وړاندې د ١٢ کلونو لپاره له بېلابېلو بهرنيو او کورنيو موسسو سره کار کړى او د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي پخوانى غړى دى.
١٩-حاجي محمد فواد صديقي:
محمد فواد صديقي د محمد رفيق زوى، چې  په ١٣٥٥ لمريز کال کې په پروان ولايت کې زېږېدلى دى. صديقي په ١٣٨٤ لمريز کال کې د مرکزي بغلان له سنګي مرچ  لېسې څخه فارغ شوى، په دولتي ادارو کې د کار مخينه نه لري او ولايتي شورا ته تر لار موندلو وړاندې په شخصي سوداګرۍ بوخت و، صديقي له هېڅ کوم سياسي ګوند سره اړيکه نه لري.
٢٠-قاري سيد عمر هوتک:
سيد عمر هوتک د حاجي غلام سعيد زوى ، چې په ١٣٥٠ لمريز کال کې د کابل ښار نهمې ناحيې د هوتخېلو په ساحه کې زېږېدلى. نوموړى د اسلامي زده کړو ١٤ پاس دى، واده يې کړى، پنځه زامن او څلور لوڼې لري. تر وکالت وړاندې په ازاده سوداګرۍ بوخت و او د ولايتي شورا  په مخکينۍ دوره کې يې هم غړيتوب درلود.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٣١٠٧٢٧
 ٢١-معلم محمد زاهد احمدزى:
معلم محمد زاهد احمدزى د جلات خان زوى، چې د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکى دى. نوموړى په ١٣٦٤ لمريز کال کې د پاکستان په خيبرپښتونخوا کې زېږېدلى . نوموړى په ١٣٨٥ لمريز کال کې په پېښور کې له التقوا لېسې  فارغ شوى  او وروسته د د احمدشاه بابا سيمې له دارالمعلمين څخه فارغ شوى . هغه تر وکالت وړاندې د شپږو کلونو لپاره د ښوونکي په توګه دنده اجرا کړې او له کوم سياسي ګوند سره اړيکه نه لري.
٢٢-حاجي شيرعلي احمدزى:
شيرعلي احمدزى د حاجى ګل رسول زوى ، چې په ١٣٥١لمريز کال کې د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې زېږېدلى. نوموړى په ١٣٦٥ لمريز کال کې له ښوونځي فارغ شوى او خپلې لوړې زده کړې يې د ننګرهار پوهنتون په فارمسۍ څانګه کې سر ته رسولې دي. احمدزى د درمل جوړولو برخه کې ١٥ کلنه تجربه لري او له هېڅ کوم سياسي ګوند سره اړيکه نه لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٢١٠٥٩٩
  ٢٣-عبدالخالق ځاځى وطندوست:
عبدالخالق د جان محمد زوى، چې په ١٣٥٢ لمريز کال کې په پکتيا ولايت کې زېږېدلى دى. وطندوست په ١٣٦٧ لمريز کال کې د سيد نور محمد شاه عالي لېسې څخه فارغ شوى او خپلې لوړې زده کړې يې هم د کابل پوهنتون په فارمسي پوهنځي کې پاى ته رسولې دي. نوموړى د درمل جوړولو په برخه کې ١٧ کلنه تجربه لري او له هېڅ کوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري.
٢٤-عادل خان اکاخېل:
عادل خان د حاجي تورګل زوى، چې په ١٣٤٩ لمريز کال کې د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې زېږېدلى . اکاخېل ١٢ ټولګى د پېښور په سنګين ښوونځى کې پاى ته رسولى او له پخواني جهادي قوماندانانو څخه دى، نوموړى تر وکالت وړاندې کومه رسمي دنده نه ده اجرا کړې او د دعوت اسلامي ګوند غړى دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٧٧٢٣٠٧٥١
 ٢٥-مولوي عطاالله فيضاني:
عطاءالله فيضاني د مولوي فيض محمد زوى، چې په ١٣٥٧ لمريز کال کې په لوګر ولايت کې زېږېدلى دى. نوموړى په کابل کې د دعوت په نوم خصوصي پوهنتون له شرعياتو پوهنځى څخه فارغ شوى تر وکالت وړاندې يې د کابل ښار د ګذرګاه د نجونو ښوونځي د ښوونکي او  د مسجد نبوي د ملا امام  په توګه کار کړى. فيضاني له کوم سياسي ګوند سره اړيکه نه لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٤٤٢٤٩٣١٣
 ٢٦-لطف الله نعماني:
لطف الله نعماني د نورمحمد زوى، چې په ١٣٦٢ لمريز کال کې په کابل ولايت کې زېږېدلى دى. نوموړى په کابل کې د ابن سينا لېسې څخه تر فراغت وروسته خپلې لوړې زده کړې په ١٣٨٤ لمريز کال کې د کابل په اقتصاد پوهنځي کې پاى ته رسولې دي. نوموړى تر وکالت وړاندې د عزيزي بانک د تفتيش رييس و او له کوم سياسي ګوند سره اړيکه نه لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٧٨٤٥٨٤٥
 ٢٧-عبدالاحمد علي يزدان پرست:
عبدالاحمد علي يزدان پرست د نوروز علي زوى ، چې په ١٣٥٣لمريز کال کې په کابل کې زېږېدلى. نوموړى په ١٣٧٢لمريز کال کې د کابل د جيوديزي له ساختماني تخنيکم څخه فارغ شوى او تر کالت وړاندې په کابل کې د انتخاب په نوم مطبعې مشر و. يزدان پرست له کوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٤٤٤٤٦٤٠
 ٢٨-خواجه امان الله صديقي:
خواجه امان الله د خواجه شاه محمد زوى، چې په ١٣٦٤لمريز کال کې په کابل کې زېږېدلى دى. صديقي د لېسې دوره د سمنګان په ايبک لېسه کى پاى ته رسولې او اوسمهال په کابل کې د استقامت په نامه شخصي پوهنتون د لومړي کال محصل دى. نوموړى د ملي اردو تقاعد شوى جنرال دى او په ١٣٩٣ لمريز کال کې د ولايتي شورا د وکيل په توګه وټاکل شو او له کوم سياسي ګوند سره اړيکه نه لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٧٤٠٤٠٤٠٦
٢٩-قيوم قنبري:
قيوم قنبري د جمعه علي زوى، چې په ١٣٦٦لمريز کال کې په کابل ولايت کې زېږېدلى دى. نوموړى د عبدالعلي مستغني له لېسې  فارغ او په ١٣٩٣ لمريز کال کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د نړيوالو اړيکو له څانګې څخه فارغ شوى او تر وکالت وړاندې په شخصي سوداګرۍ بوخت و. قنبري له کوم سياسي ګوند سره اړيکه نه لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٧٨٣٢١٠١٠
 ٣٠-شيرخان اصغري:
شيرخان اصغري د حاجى ګل اصغر زوى، چې په ١٣٦٦لمريز کال کې د پروان په بګرام ولسوالۍ کې زېږېدلى. نوموړي په پاکستان کې تر ١٢ ټولګې پورې درس ويلى او تر وکالت وړاندې په شخصي سوداګرۍ بوخت و.
 ٣١-شريفه شيرزاد الله داد:
  شريفه شيرزاد د عبدالعلي شيرزاد لور، چې په ١٣٥٨لمريز کال کې په کابل ولايت کې زېږېدلې ده. مېرمن شيرزاد د کابل رخشانې لېسې څخه فارغه شوې او اوسمهال په کابل پوهنتون کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصله ده. نوموړې تر وکالت وړاندې په زينب کبرا لېسه کې د ښوونکې په توګه دنده اجرا کوله او له هېڅ کوم سياسي ګوند سره اړيکه نه لري.
٣٢-تاج الدين بهرامي:
تاج الدين بهرامي د خدابخش زوى، چې په ١٣٤٩ لمريز کال کې په کابل کې زېږېدلى دى. نوموړى د نورمحمدشاه مېنې له لېسې څخه فارغ شوى او لوړې زده کړې يې په ١٣٨٦لمريز کال په غضنفر انستيتيوت کې سرته رسولې دي. بهرامي له کوم سياسي ګوند سره اړيکه نه لري او  د ولايتي شورا تر وکالت وړاندې د رحمان مېنې روغتون کې د انستيزۍ د ډاکټر په توګه کار کاوه.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٨٨٩٨٥٥١
٣٣-لايق ناصري:
لايق ناصري د حاجي پادشاه زوى ، چې په ١٣٦٦ لمريز کال کې د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړى په حقوقو او سياسي علومو کې ليسانس لري.