١-کليد راډيو:
کليدګروپ (TKG) د “افغانستان لپاره بشري او پراختيايي خدمتونه  (DHSA)" موسسې د رسنيو عمومي برخه ده، چې له ٢٠٠٢ زېږديز کال نه تر اوسه په مستقلانه ډول په ټول هېواد کې دبيان ازادۍ د پياوړتيا، دديموکراسۍ او مدني ټولنو د پياوړتيا لپاره فعاليت کوي. کليد راډيو له کابل پرته په مزارشريف، کندهار، ننګرهار، هرات، غزني او خوست کې هم خپرونې لري . کليد ګروپ ددې ترڅنګ د کليد او مرسل په نامه دوه چاپي اونيزې هم لري، چې په ٢٠٠٢ کې پيل شوې، کليد هره اونۍ په ٢٥٠٠٠ تيراژ چاپېږي او مرسل بيا د ښځو او کورنيو مسايلو لپاره ځانګړې شوي او په ٢٤ ولايتونو کې وېشل کېږي. دا ګروپ ددې ترڅنګ په کابل کې د راک راډيو په درلودو سره په ټول افغانستان کې د ٢٨ راډيوګانو څخه يوه تشکيل شوې شبکه هم لري.
 
د اړيکې شمېره : ۰۲۰۲۵۰۰۷۱۷
برېښناليک :  [email protected]
ويبپاڼه : www.tkg.af
 
٢-نوا راډيو:
نوا راډيو د کابل له خپلواکو رسينو څخه ده، چې په ١٣٨٤ لمريز کال د صبا نشراتي موسسې له خوا تاسيس شوې ده. ددې راډيو ٢٤ ساعته خپرونې د هېواد په ٢١ ولايتونو کې اورېدل کېږي او د کار کوونکو شمېر يې ٣٢ تنه دى، چې له دې ډلې يې ٦ تنه مېرمنې دي.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۸۵۵۵۸۹۰۹
برېښناليک  : [email protected]
ويبپاڼه : www.sabacent.org
 
 
٣-سلام وطندار راډيو:
سلام وطندار هم د هېواد له خپلواک راډيوګانو څخه يوه ده، چې سيمه ييزو راډيوګانو ته دخپرونو د توليد په موخه په ٢٠٠٣ زېږديز کال د انټرنيوز نړيوالې موسسې له خوا تاسيس شوه . دا راډيو د ٥٩ سيمه ييزو راډيوګانو په درلودو سره دهېواد په ٣٤ ولايتونو کې خپرونې لري، چې د اورېدونکو شمېره يې نږدې ١٧ ميليونه ده. ددې راډيو خپرونې له دوو چينلونو ياني يوه پښتو او دري ګډ چينل او بل يواځې پښتو چينل له لارې خپرېږي. ددې راډيو خپرونې په کابل کې په ٩٨،٩ اف ام ‎، په ولايتونو کې دسيمه ييزو راډيوګانو او ددې ترڅنګ په سټلايټ او سلام وطندار سايټ کې هم په ژوندۍ بنه خپرېږي. دهغه تړون له مخې، چې د سلام وطندار شبکې او په ولايتونو کې په شبکه کې د شاملو راډيوګانو ترمنځ شوى دا راډيوګانې به په خپلو طلايي وختونو ياني( د شپې له اوو تر اته نيمو او دسهار له شپږو تر اوه نيمو) د درېيو ساعتونو لپاره د سلام وطندار خپرونې خپروي.
 
داړيکې شمېره :۰۷۵۲۰۲۰۲۰۲
برېښناليک : [email protected]
 
 ٤-ارمان راډيو:
ارمان هم دکابل له فعالو رسنيو څخه ده، چې په ٢٠٠٨ زېږديز کال د موبې ګروپ(محسني وروڼو) له خوا تاسيس شوې او ٢٤ خپرونې يې دهېواد په ګډون په اروپا او امريکا کې هم د نټ له لارې اورېدل کېږي. ارمان دهېواد لومړنۍ خصوصي ايف ايم راډيو ده، چې په هېواد کې يې د بېلابېلو تفريحي او ذوقي خپرونو په خپرولو پيل کړى
77798198
د اړيکې شمېره :  ۰۷۹۶۰۰۹۱۲۰
برېښناليک :  [email protected]
ويبپاڼه  : www.arman.fm
٥-اريانا راډيو:
اريانا هم د کابل له فعالو رسنيو څخه ده، چې په ١٣٨٤ لمريز کال دانجنير احسان الله بيات له خوا تاسيس شوې او ٢٤ ساعته خپرونې يې په ټول هېواد کې د اورېدو وړ دي. اريانا راډيو د پنځو مېرمنو په ګډون ١١ کارکوونکي لري، چې لګښتونه يې د سوداګريزو اعلاناتو او موسسو له خوا چمتو کېږي.
 
د اړيکې شمېره :  ۰۷۰۰۱۵۰۰۸۳
برېښناليک :  [email protected]   
ويبپاڼه  : www.ariana.fm
 
٦-سپوږمۍ راډيو:
سپوږمۍ هم د کابل له فعالو راډيوګانو څخه يوه ده، چې د حميد ناصري له خوا تاسيس شوې او ٢٤ ساعته خپرونې يې په ټول هېواد کې اورېدل کېږي.
د اړيکې شمېرې:۰۲۰۲۵۰۲۲۰۰ و ۰۷۸۶۰۰۱۱۷۷
برېښناليک :  [email protected]
ويبپاڼه : www.spogmainews.com
 
٧-ژوندون راډيو:
ژوندون راډيو  هم د کابل له فعالو رسنيو څخه يوه ده، چې د استاد اسماعيل يون له خوا تاسيس شوې او ٢٤ ساعته خپرونې يې په ټول هېواد کې اورېدل کېږي.
 
داړيکې شمېره :  ۰۷۰۰۶۰۳۴۷۴
برېښناليک : [email protected]
ويپباڼه  : www.zhwandoon.tv
 
٨-شمشاد راډيو:
شمشاد هم دکابل له فعالو  راډيوګانو څخه ده، چې په ١٣٨٣لمريز کال د الحاج فضل کريم له خوا تاسيس شوې او ٢٤ ساعته خپرونې يې په ټول هېواد کې اورېدل کېږي.
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۳۲۲۱۲۹
برېښناليک :    [email protected]
ويبپاڼه :  http://shamshadtv.tv/
 
٩-د افغان ښځې غږ راډيو:
دا راډيو هم د کابل له فعالو رسنيو څخه ده، چې په ٢٠١٣ زېږديز کال د يونسکو په مرسته دجميلې مجاهد له خوا تاسيس شوې ده. دا راډيو د سهار له شپږو د ماښام تر شپږو خپرونې لري، چې له کابل پرته په ګاونډيو ولايتونو کې هم اورېدل کېږي.  دې راډيو کې د ١٤ ښځو په ګډون ٢٢ تنه کار کوي او لګښتونه يې له سوداګريزو اعلاناتو تر لاسه کېږي.
د اړيکې  شمېره : ۰۷۰۰۲۷۵۰۸۹
برېښناليک :  [email protected]
 
١٠-اموزګار راډيو:
اموزګار راډيو هم د کابل له فعالو راډيو ګانو څخه يوه ده، چې په ١٣٨٧ لمريز کال د رحمت الله بېګانه له خوا تاسيس شوې او ١٨ساعته خپرونې يې دهېواد په ١٢ ولايتونو کې اورېدل کېږي. ددې راډيو دکارکونکو شمېر ١٥ تنه  دى او لګښتونه يې له اعلاناتو او دامتياز خاوند له لارې چمتو کېږي.
 
داړيکې شمېره :  ۰۷۷۲۹۲۹۱۱۱
برېښناليک : [email protected]    
ويبپاڼه  :  www.amuzgarfm.com    
 
١١- اراکوزيا راډيو:
اراکوزيا د کابل له فعالو راډيوګانو څخه يوه ده، چې په ٢٠١٠ زېږديز کال د موبي ګروپ( برادران محسني) له خوا تاسيس شوې. ددې راډيو خپرونې له کابل پرته په ټول افغانستان کې اورېدل کېږي.
داړيکې شمېره :  ۰۷۹۸۱۵۱۴۱۵
برېښناليک :[email protected]    
ويبپاڼه  :  www.arakozia.fm
 
 
١٢-افغان راډيو:
افغان راډيو هم د کابل له فعالو رسنيو څخه يوه ده، چې په ١٣٨٣ لمريز کال د افغانزي له خوا تاسيس شوې او ٢٤ ساعته خپرونې يې د کابل په ګډون په پروان، کاپيسا، لوګر او وردګو ولايت کې اورېدل کېږي. دا راډيو شپږ کارکوونکي لري او لګښتونه يې د سوداګريزو اعلاناتو له لارې تمويلېږي.
 
د اړيکې  شمېره :  ۰۷۹۸۵۵۵۵۶۶
برېښناليک : [email protected]   
 
١٣-الکس راډيو:
الکس راډيو د کابل له فعالو رسنيو څخه ده، چې په ٢٠١٤ زېږديز کال د وطندار رسنيو ګروپ( خبردار لمټد) له خوا تاسيس شوې او ٢٤ ساعته خپرونې يې په ټول کابل ښار کې اورېدل کېږي.  دا راډيو ٥ کارکوونکي لري او مالي لګښټونه يې د اعلاناتو له لارې تر لاسه کېږي.
د اړيکې شمېرې :  ۰۷۰۰۲۷۵۴۲۹ و ۰۷۰۰۲۸۱۵۷۷
برېښناليک :   [email protected]
 
١٤-بيلتون راډيو:
بيلتون هم د کابل له فعالو راډيو ګانو څخه يوه ده، چې په ٢٠٠٨ زېږديز کال د وطندار رسنيو ډلې له خوا تاسيس شوې او ٢٤ ساعته خپرونې يې په ټول کابل ښار کې اورېدل کېږي. بيلتون راډيو د وطندار ګروپ له خوا  اکمالېږي او ١٢ کار کوونکي لري.
 
د اړيکې شمېره :  ۰۷۹۷۳۳۳۰۰۵
برېښناليک :    [email protected]
 
 
١٥-جوانان راډيو:
جوانان هم دکابل له فعاليو رسنيو څخه ده، چې په ١٣٨٩لمريز کال د اجمد جاوېد الکوزي له خوا تاسيس شوې او ٢٤ ساعته خپرونې يې له کابل پرته په لوګر، پنجشير، پروان ، ميدان وردګو، غزني او کاپيسا کې هم اورېدل کېږي. دا راډيو ٣٠ ښځينه او نارينه کارکوونکي لري او لګښتونه يې د سوداګريزو اعلاناتو له اړخه تمويلېږي.
 
د اړيکې شمېره :  ۰۷۸۸۰۲۴۴۴۰
برېښناليک : [email protected]   
ويبپاڼه  : www.youthmediagroup.af
 
١۶- راه فردا راډيو:
 
راه فردا د کابل له شخصي او فعالو راډيوګانو څخه ده ، چې په ١٣٨٦لمريز کال د حزب وحدت اسلامي مردم افغانستان ګوند د مشر حاجي محمدمحقق له خوا تاسيس شوې او ٢٤ ساعته خپرونې يې له کابل پرته په نږدې ولايتونو کې هم  اورېدل کېږي . راه فردا ١١١ کارکوونکي لري ، چې د راه فردا ټلويزيون برخه کې تر ې هم کار اخيستل کېږي
د اړيکې شمېره :  ۰۷۹۴۹۶۹۶۹۶
برېښناليک :   [email protected]
وييبپاڼه  : http://www.farda.af
 
 
 
۱۷-  ستاره راډيو:
 
دا هم د کابل له فعالو راډيو ګانو څخه يوه ده ، چې ٢٤ ساعته خپرونې يې  د هېواد په اتو ولايتونو کې اورېدل کېږي او د کار کوونکوشمېره يې ١١ تنه ده.
د اړيکې شمېرې :   ۰۷۹۸۵۵۵۴۴۴ او ۰۷۹۱۷۰۱۸۱۳۴
برېښناليک :    [email protected]
ويبپاڼه  :  http://www.staratv.com
 
١٨-صبح بخير او ماښام پخير افغانستان راډيو:
دا راډيو چې اوس يې خپرونې ځنډېدلي په ٢٠٠٢ زېږديز کال د باري سلام له خوا تاسيس شوې سهارنۍ خپرونې يې د صبح بخير په نامه د سهار له شپږ نيمو تر اوه نيمو او ماښامنۍ خپرونې يې د  ماښام پخير افغانستان په نامه د ماښام له شپږو تر اوو بجو په ټول هېواد کې خپرېږي. دا راډيو ٢٥ کارکوونکي لري او لګښتونه يې اوانما پروډکشن ورکوي.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۰۲۲۴۴۲۴
برېښناليک: : [email protected]
ويبپاڼه  :    www.channelseven.tv
 
١٩-اصلاح راډيو:
اصلاح راډيو دکابل له فعالو رسنيو څخه ده، چې په ١٣٨٧لمريز کال د جمعيت اصلاح و انکشاف افغانستان ټولنې له خوا تاسيس شوې، د سهار له ٦ د شپې تر ١٠ بجو خپرونې لري، چې د کابل تر ٥٠ کيلومترۍ پورې اورېدل کېږي. اصلاح راډيو اوسمهال ٣٢ رسمي او غير رسمي کارکوونکي لري.
 
د اړيکې شمېرې :  ۰۷۷۷۸۴۸۵۸۷ او  ۰۷۸۶۰۳۳۴۳۵
برېښناليک : [email protected]   
ويبپاڼه  :  http://eslahonline.net/11
 
   
٢٠-پوهنتون راډيو:
پوهنتون راډيو د کابل له فعالو رسنيو څخه ده، چې په ١٣٨٤لمريز کال کې تاسيس شوې ده. دا راډيو په اونۍ کې درې ورځې ٢ ساعته خپرونې لري، چې د کابل لوېديځه برخه تر خپرنيز پوښښ لاندې راولي.
 
د اړيکې شمېرې :  ۰۷۰۰۲۲۱۷۳۷ او  ۰۲۰۲۵۰۰۲۳۷
برېښناليک : [email protected]
 
 ٢١-ظفر راډيو:
ظفر راډيو هم دکابل له فعالو راډيوګانو څخه ده، چې په ٢٠٠٤زېږديزکال د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د انټرنيزو موسسې له خواجوړه شوې او دامتياز خاوند يې نجيب الله نصير دى. ددې راډيو ١٨ ساعته خپرونې تر ١٥٠ کيلومترۍ پورې اورېدل کېږي، ١٢ کارکوونکي لري او  لګښتونه يې د امتياز خاوند پر غاړه دي.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۸۹۱۶۰۰۸۴
برېښناليک :  [email protected]
 
 ٢٢-قره باغ راډيو:
قره باغ هم دکابل له فعالو راډيو ګانو څخه ده، چې په ١٣٨٢لمريز کال دانټرنيوز موسسې له خوا تاسيس سوې او د امتياز خاوند يې معراج تلدين منظور دى. ددې راډيو ٢٤ ساعته خپرونې د کابل په ګډون په پروان، کاپيسا او د پنجشير په ځينو برخو کې اورېدل کېږي، ددې راډيو خپرونې د سوداګريزو اعلاناتو له لارې تمويلېږي او اته کارکوونکي لري.
 
د اړيکې شمېره :  ۰۷۰۰۲۳۴۶۳۷
برېښناليک :  [email protected]
 
 
۲۳-  گوربت راډيو:
 
ګوربت هم دکابل له فعالو راډيوګانو څخه ده ، چې په ١٣٨٩ لمريز کال د ډاکټرمحمد نعيم سليمي له خوا تاسيس شوې او ٢٤ ساعته خپرونې يې فارياب، د بادغيس ځينوبرخو، کندهار، وردګو او لوګر کې اورېدل کېږي. ددې راډيو د کارکوونکو شمېر ١٢ تنه دى، چې لګښتونه يې  دسوداګريزو اعلاناتو او روزنيزو پروژو له لارې تمويلېږي.
داړيکې شمېره :  ۰۷۰۸۱۹۸۲۸۷
برېښناليک : [email protected]
ويبپاڼه  : www.gorbat.net
 
 
٢٤-کابل راډيو:
کابل راډيو هم د کابل ولايت له فعالو رسنيو څخه ده، چې په ١٣٦٣ لمريز کال د دولت له خوا تاسيس شوې او هره ورځ ١٤ ساعته خپرونې لري،چې د کابل ښار تر ٢٥ کيلومترۍ پورې اورېدل کېږي او د کارکوونکو شمېر يې ٢٠ تنه  دى.
د اړيکې شمېره :  ۰۲۰۲۱۰۳۱۷۱
برېښناليک : [email protected]   
 
 ٢٥-ملي راډيو:
ملي  راډيو هم دکابل له فعالو رسنيو څخه ده، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له خوا په ١٣٠٤ لمريز کال تاسيس شوې او لومړنۍ خپرونې يې د کابل راډيو له لارې په ١٣٠٧ کال د غازي الله خان په واکمنۍ کې خپرې شوې. ددې راډيو خپرونې هره ورځ د سهار له ٥ د شپې تر ١٢بجو پورې دوام لري.
د اړيکې شمېره :  ۰۲۰۲۳۱۰۱۴۷
برېښناليک :  [email protected]   
ويبپاڼه :   www.rta.org.af
 
٢٦-مولانا راډيو:
مولانا هم د کابل له فعالو رسنيو څخه ده، چې د ميرويس سوسيال( خبردار لمټد شرکت) له خوا په ٢٠٠٦ زېږديز کال تاسيس شوې او ٢٤ساعته خپرونې يې په ټول کابل کې اورېدل کېږي. ددې راډيو د کارکوونکو شمېر ٣ تنه دى او لګښتونه يې وطندار رسنيزه ډله او سوداګريز اعلانونه پوره کوي.
 
د اړيکې شمېره :  ۰۷۹۹۳۳۳۰۰۱
برېښناليک :    [email protected]
 
٢٧-ميوند راډيو:
 
ميوند دکابل له فعالو راډيو ګانو څخه ده، چې په ١٣٨٨ لمريز کال تاسيس شوې او ٢٤ ساعته  خپرونې يې په کابل او نږدې ولايتونو کې اورېدل کېږي. دا راډيو د ٥ ښځو په ګډون ١٣ کارکوونکي لري او لګښتونه يې د سوداګريزو اعلاناتو څخه تر لاسه کېږي.
د اړيکې شمېره :  ۰۷۷۷۷۲۹۳۶۹۱
برېښناليک : [email protected]    
 
٢٧- ندا راډيو:
ندا هم  د کابل له فعالو رسنيو څخه ده، چې په ١٣٨٧لمريز کال د محمد عالم خليلي او عبدالرضا خليلي له خوا تاسيس شوې او ٢٤ساعته خپرونې يې دهېواد په ټولو ساحو کې داورېدو وړ دي. ددې راډيو لګښتونه د سوداګريزو اعلاناتو له خپرېدو تر لاسه کېږي.
د اړيکې شمېره :  ۰۷۹۳۱۰۱۶۱۶
برېښناليک :    negaah.tv  president@
ويبپاڼه  :    www.negaahtv.af
 
 
٢٩- نى راډيو:
نى هم دکابل له فعالو راډيوګانو څخه ده، چې په ١٣٨٥لمريز کال د نى موسسې له خوا تاسيس شوې او خپرونې يې دسهار له اتو د شپې تر ٦ بجو پورې د کابل په لوېديځ کې خپرېږي. ددې راډيو د کارکوونکو شمېر ٥ تنه دى او لګښتونه يې نى دفتر ورکوي.
 
د اړيکې شمېره :  ۰۷۷۴۴۰۹۹۲۳
برېښنايک :   [email protected]
ويبپاڼه  : http://nai.org.af
     
 ۳۰- وطندار راډيو:
وطندار هم دکابل له فعالو رسنيو څخه ده، چې په ١٣٨٦لمريز کال د وطندار رسنيز ګروپ له خوا تاسيس شوې او ٢٤ ساعته خپرونې يې د کابل تر ٣٠ کيلومترۍ پورې اورېدل کېږي او د کارکوونکو شمېر يې ٩ تنه دى.
د اړيکې شمېره :  ۰۷۹۹۳۳۳۰۰۱
برېښناليک :    [email protected]
 
٣١-د ښوونې او روزنې راډيو:
دا هم د کابل له فعالو  رسنيو څخه ده ، چې په ١٣٥٧ لمريز کال د پوهنې وزارت له خوا تاسيس شوې او خپرونې يې دسهار له ٩ د شپې تر ٩ دوام لري او له کابل پرته دې ولايت ته په څېرمو سيمو کې هم  اورېدل کېږي. دکارکوونکو شمېر يې ١٠٠ تنه دى او لګښتونه يې  د پوهنې وزارت ورکوي.
داړيکې شمېره : ۰۷۰۰۵۸۲۷۸
برېښناليک :  [email protected]
 
٣٢-شهر راډيو:
شهر هم دکابل له فعالو راډيوګانو څخه يوه ده، چې په ٢٠٠٧ لمريز کال د ناصر طوطاخېل او يما دروېش له خوا تاسيس شوى او ٢٤ ساعته خپرونې يې په کابل سربېره په لسو نورو ولايتونو کې هم اورېدل کېږي، لګښتونه يې له سوداګريزو اعلاناتو تر لاسه کېږي.
د اړيکې شمېره :  ۰۷۷۷۹۵۵۹۵۵
برېښناليک :     [email protected]   
ويبپاڼه  :   www.citymedia.af
 
 ٣٣-دعوت راډيو:
دعوت هم د کابل له فعالو راډيو ګانو څخه يوه ده، چې  په ١٣٨٩ لمريز کال د استاد عبدالرب رسول سياف له خوا تاسيس شوې ده.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۶۴۱۴۸۴۹
برېښناليک :  [email protected]
 
 ٣٤-نورين راډيو:
نورين هم د کابل له فعالو رسنيو څخه ده ، چې په ١٣٨٥لمريز کال د حاجي محمدعارف نورزي په شخصي لګښتونو  تاسيس شوې، ٢٤ساعته خپرونې يې په کابل او ١٧ ولايتونو کې اورېدل کېږي. 
داړيکې شمېره :  ۰۹۸۰۸۰۸۰۸
برېښناليک  :   www.noorintv.af
 
  ٣٥-وطن راډيو:
وطن هم د کابل له خصوصي او فعالو راډيوګانو څخه ده،  چې په ٢٠٠٩ زېږديز کال د حاجي عبدالمجيد مقري په شخصي پانګه  تاسيس شوې او د کابل په ګډون په لوګر، پروان، کاپيسا او وردګو ولايتونو کې هم خپرونې لري .
د اړيکې شمېرې :  ۰۷۰۰۰۲۰۴۷۹ او ۰۲۰۲۵۰۳۷۷۰
برېښناليک :  [email protected]   
ويبپاڼه  :  www.watanrtv.com
 
 ٣٦-خورشيد راډيو:
خورشيد راډيو د کابل له فعالو رسنيو څخه ده، چې ٢٤ ساعته خپرونې يې په ټول هېواد کې د اورېد وړ دي.
داړيکې شمېره : ۰۷۸۳۷۳۲۸۷۶
برېښناليک : [email protected]    
ويبپاڼه :  www.khurshid.tv
 
٣٧-تپش راډيو:
تپش راډيو يواځينۍ طبي راډيويي کانال دى، چې په ٢٠٠٩ زېږديز کال د ډاکټرکلام په شخصي پانګه او سوداګريزو اعلاناتو پر مټ تاسيس شوې ده.
  
 ٣٨-عالم راډيو:
عالم راډيو دکابل له فعاليو ديني راډيوګانو څخه ده، چې په ١٣٨٩لمريزکال داميل مرجان له خوا تاسيس شوې او ٢٤ ساعته خپرونې يې له کابل پرته په کاپيسا، پروان، ميدان وردګو او لوګر ولايت کې هم اورېدل کېږي او دموسس په شخصي لګښت تاسيس شوې ده.
داړيکې شمېره :  ۰۷۹۹۰۰۸۵۸۵
برېښناليک :   [email protected]
 
 ٣٩-زمزمه راډيو:
زمزمه د کابل له فعالو راډيوګانو څخه ده، چې په ١٣٨٨ لمريز کال د ذبيح الله جوانمرد له خوا تاسيس شوې او ٢٤ ساعته خپرونې يې په کابل ښار او ولسواليو کې داورېد وړ دي. ددې راډيو دکارکوونکو شمېر يې ٧  تنه ده او لګښتونه يې د اعلاناتو له لارې پوره کېږي.
د اړيکې شمېره :  ۰۷۰۰۲۷۷۲۷۷
برېښناليک :[email protected]
 
 
۴٠-اوسا افغانستان راډيو:
 
دا هم د کابل له فعالو راډيوګانو څخه ده،چې ٢٤ ساعته خپرونې يې له کابل پرته په نږدې ولسواليو کې هم داورېدو وړ دي.
 
٤١-بيان راډيو:
  بيان راډيو پخوا دايساف او ازادۍ غږ راډيو په نامه مشهوره وه او په کابل کې د فعالو راډيوګانو څخه يوه ده، چې په ٢٠٠٣ زېږديز کال د ناټو له خوا تاسيس شوې ، ٢٤ ساعته خپرونې يې په ټول افغانستان کې اورېدل کېږي او ٦٠ تنه  کارکوونکي لري.
د اړيکې شمېره :۰۷۰۰۲۵۱۱۲۵ 
برېښناليک : [email protected]
ويبپاڼه  : www.sada-e-azadi.net
 
 ٤٢-اريا راډيو:
اريا راډيو د کابل له فعالو راډيوګانو څخه ده،چې ٢٤ ساعته خپرونې يې له کابل پرته په نږدې ولسواليو کې هم داورېدو وړ دي.
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۳۴۴۴۲۰۱
برېښناليک : [email protected]    
ويبپاڼه :   www.aria.af
 
٤٣-اسمايي راډيو:
اسمايي راډيو د کابل فعالو راډيوګانو څخه ده،چې ٢٤ ساعته خپرونې يې له کابل پرته په نږدې ولسواليو کې هم داورېدو وړ دي.
 
٤٤-سراهنګ راډيو:
سراهنګ راډيو د کابل فعالو راډيوګانو څخه ده،چې ٢٤ ساعته خپرونې يې له کابل پرته په نږدې ولسواليو کې هم داورېدو وړ دي.
 
 ٤٥-اميد راډيو:
اميد راډيو د کابل له فعالو راډيوګانو څخه ده،چې ٢٤ ساعته خپرونې يې له کابل پرته په نږدې ولسواليو کې هم داورېدو وړ دي.
 
٤٦- ملي راډيو:
ملي راډيو د کابل له فعالو راډيوګانو څخه ده،چې ٢٤ ساعته خپرونې يې له کابل پرته په نږدې ولسواليو کې هم داورېدو وړ دي.
٤٧- ملي راډيو د کابل  له فعالو راډيوګانو څخه ده،چې ٢٤ ساعته خپرونې يې له کابل پرته په نږدې ولسواليو کې هم داورېدو وړ دي.
 
٤٨-ستا راډيو:
ستا راډيو دکابل له راډيوګانو څخه يوه ده، چې ٢٤ ساعته خپرونې يې په کابل او نږدې ولسواليو کې اورېدل کېږي.( خو اوس يې خپرونې بندې شوې دي.)
 
٤٩-ولسي جرګه راډيو:
دا هم د کابل له فعالو راډيوګانو څخه ده،چې ٢٤ ساعته خپرونې يې له کابل پرته په نږدې ولسواليو کې هم داورېدو وړ دي.
 
 
 په کابل کې بهرنۍ راډيو ګانې
 
 
 ١-بي بي سي راډيو:
بي بي سي په کابل کې له فعالو راډيوګانو څخه ده، چې ٢٤ ساعته په ټول افغانستان کې خپرونې لري، دکارکوونکو شمېره يې ٨٨ تنه ده او د بي بي سي نړيوال سروېس له خوا تمويلېږي.
د اړيکې شمېرې :  ۰۲۰۲۲۰۲۳۰۰ او ۰۷۰۰۲۷۴۴۷۰
برېښناليک :    [email protected]
ويبپاڼه  :  www.bbc.co.uk/pashto
 
 ٢-ازادي راډيو:
ازادي هم په کابل کې له فعالو راډيوګانو څخه ده، چې په ٢٠٠٢ زېږديز کال دامريکا  د دولت له خوا تاسيس شوې او په ورځ کې ١٢ ساعته خپرونې لري، چې دهېواد په ټولو ولايتونو کې رڼې اورېدل کېږي. دا راډيو اوس هم دامريکا دولت تمويلوي او دکارکوونکو شمېر يې ١١٦ تنه دى ، ددې راډيو خپرونې په کابل، کندهار، مزارشريف، هرات، جلال اباد، خوست، ګردېز، اسعد اباد، مهترلام، کلات، پل علم او لښکرګاه کې په اف. ام 100.5 څپه هم اورېدل کېږي.
 
د اړيکې شمېره :  ۰۷۰۰۲۹۵۸۸۷
برېښناليک : [email protected]    
ويبپاڼه  :  www.azadiradio.org
 
 ٣-امريکا غږ راډيو( اشنا) :
امريکا غږ اشنا راډيو د امريکا د دولت له خوا تاسيس شوې او د شپې له خوا ١٢ ساعته خپرونې لري، چې د شپې له ٧ بجو پيلېږي او په ټولو ولايتونو کې د اورېدو وړ دي. ددې راډيو خپرونې په کابل، کندهار، مزارشريف، هرات، جلال اباد، خوست، ګردېز، اسعد اباد، مهترلام، کلات، پل علم، غزني او لښکرګاه کې په اف. ام 100.5 څپه هم اورېدل کېږي.
 
د اړيکې شمېره :  ۰۷۰۰۲۷۷۱۹۸
برېښناليک : [email protected]    
ويبپاڼه  : www.darivoa.com
 
  ٤-المان غږ راډيو:
المان غږ يا  دايچ ويلي راډيو په ١٣٥٣لمريز کال د المان په بن ښار کې دالمان دولت له خوا تاسيس شوې او دافغانستان لپاره په پښتو او دري ژبو خپرونې وړاندې کوي.
 

د اړيکې شمېره :  +93.799.667716
برېښناليک : [email protected]    
ويبپاڼه  : http://www.dw.de
 
 
٥-فرانسه راډيو:
ار اف اى د فرانسې دولتي راډيو ده، چې په ټوله نړۍ کې د بېلابېلو ملتونو او هېوادونو لپاره خپرونې لري او لومړنۍ فرانسوي ژبې راډيو ده، چې تل نړيوال خبرونه وړاندې کوي.ددې راډيو سروېسونه له پاريس او يا له هېواده بهر ددې راډيو د څانګو له خوا په فرانسوي او نورو ژبو وړاندې کېږي، د خبريالانو شبکه يې يوه ده، چې له هېواده بهر لس دايمي  دفترونه لري.
د اړيکې شمېره :  + 33156304095
برېښناليک :    [email protected]
ويبپاڼه  : www.persian.rfi.fr
 
 ٦-د ترکيې غږ راډيو:
د ترکيې راډيو لومرۍ بهرنۍ خپرونه په ١٩٣٧لمريز کال د انکارا راډيو له لارې خپره شوه، اوسمهال د راډيويي خپرونو خپرېدل له هېواده بهر د ترکيې هېواد د ترکيې غږ راډيو پر غاړه دي. د ترکيې غږ راډيو، چې د بهرنيو خپرونو په چوکاټ کې تنظيم شوې، هره ورځ د پښتو او دري ژبو په ګډون په ٢٩ ژبو خپرونې وړاندې کوي.
د اړيکې شمېره :  ۰۰۹۰۳۱۲۴۶۳۳۳۶۰
برېښناليک :    [email protected]
ويبپاڼه  :  www.trtpersian.com