کابل ولايت د اداري تشکيلاتو له اړخه له ١٤ ولسواليو او ١٠٥٣ کليو څخه جوړ شوى، ددې ترڅنګ کابل ښار په ٢٢ ناحيو وېشل کېږي، چې په لاندې ډول دي:
١-دکابل ولايت مرکز:
  د کابل ولايت مرکز يا کابل ښار له ٢٢ بېلابېلو ناحيو څخه جوړ شوى ، چې په دې وروستيو کې ښار ته  څېرمه کلي هم په کابل ښار کې داخل شوي دي، د بېلګې په ډول دچهاردهي علاقه دارۍ او ده سبز ولسوالۍ ډېرى کليو تر څنګ د بګرامي او پغمان ولسواليو يو شمېر کلي هم د کابل ښار په ناحيو کې شامل شوي دي. چهار دهي د کابل لويه برخه جوړوي، چې د کابل په لوېديځ او سوېل لوېديځ کې موقعيت لري او د ختيځ له اړخه د شيردروازې او پل ارتل د غرونو له لړۍ او له سوېل اړخه د تاجبيک غرونو له لمنو، د کوه قروغ او للندر له غرونو او د لوېديځ له اړخه  د قاضي کلا او مرغ ګيران او د شمال اړخه له دهبوري، فاضل بيک او قلعه کاشف سره حدود لري. چهاردهي د محمدظاهرشاه د سلطنت پرمهال د يوې ځانګړې ولسوالۍ په توګه رامنځته شوه او وروسته بيا په کابل ښار پورې ونښته، چې اوسمهال يې ټولې ساحې په پنځو ناحيو وېشل شوې دي.
٢-خاک جبار ولسوالي:
خاک جبار دکابل له ١٤ ولسواليو څخه يوه ده، چې د وګړو شمېر يې ٧٥٠٠٠ دى او مرکز يې خاک جبار بلل کېږي. په دې ولسوالۍ کې د کړوخېل، چکري، ملنګ، خوردکابل، ګرګ ميدان، ټغرعليا، ملک خېل، خروټي، ټغرسفلى، دوران خېل، چنار، ناتو خېل، ملاعمر او څوکۍ کلي شامل دي.
٣-سروبي ولسوالي:
دا ولسوالي د کابل- جلال اباد لويې لارې په اوږدو کې پرته ده، چې له ختيځ او شمال ختيځ اړخه له لغمان ، د شمال او شمال لوېديځ اړخه له کاپيسا، د لوېديځ اړخه له ده سبزولسوالۍ، له سوېل لوېديځ اړخه د خاکجبار او بګرامي او له لوېديځ اړخه د حصارک غلجايي ولسوالۍ سره پوله لري.
په سروبي ولسوالۍ کې د ماهيپر، نغلو او سروبي په نامه د برېښنا درې توليدي
٤-ده سبز ولسوالي :
دا ولسوالي ٤٦٦ کيلومتره مربع ده، چې دمرکز په ١٥ يا ٢٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري او مرکز يې تره خېل دى. ده سبز ولسوالي له ٥٨ کليو څخه جوړه شوې، چې مشهور هغه يې د تره خېل، چهارقلعه، ده خداى داد، ده يحيى بغرا، خواجه چاشت، هوت خېل، وزيرآباد، پاى منار، بختياران، قلعه شاه محمد، کوته ها، ده سبز خاص، قابل باى، کته چاى، شيخو، سنګ آب، بندى خانه، جارو، آبدره، ناوه، قلعه رستم، قلعه غلام قادر، شوراب، تنګ غارو، کټه خېل، پلچرخي، خواجه رواش، بابه قچقار، هزاره بغل، علي خېل، قلعه ميدان، سيد حسين خروټى، سرګي، اخ بندي، خواجه غار، قلعه ګل محمد، سه قلعه او  قلعۀ ميرزا زاهد په نامه يادېږي.
٥-بګرامي  ولسوالي:
بګرامي د کابل مرکزي ولسوالي ده، چې مرکز يې د بګرامي ښار دى دکابل په ١٥ کيلو مترۍ کې موقعيت لري. ددې ولسوالۍ مشهور کلي عبارت دي له : حسين خېل، کمري، قلعه آدم خان، کاريزها، قلعه را باز، شينه، قريه بګرامي، نوآباد، قلعه حسن خان سفلي، بتخاک، سهاک، قلعه احمد خان، قلعه حسن خان عليا نيازي، مموزايي، شيوکي، الوخېل او ولايتي څخه.
٦-کلکان ولسوالي:
کلکان ولسوالي په لوېديځ کې له ګلدرې، په شمال کې له قره باغ، له ختيځ د ده سبز او له سوېل د ميربچه کوټ ولسوالۍ سره ګډه پوله لري، چې مرکز يې کلکان نومېږي. ددې ولسوالۍ مشهور کلي له:
زمه، قچي، کوچي، کلکان، کارنده، مشواني سفلى، صوفيان کارنده، بوينقره، چارتوت، آغا سراى، بازاري، قلعه خواجه، فلمچاق، قلعه پيرک، قلعه احمدخان، دوبري، باپوشي و قلعه فرهاد، چويبار، مشواني عليا، قلعه يخچک، صدآباد، مغل بيک، قناعت سادات و جوشادي.
٧-قره باغ ولسوالي:
قره باغ هم ددې ولسواليو څخه يوه ده، چې مرکز يې قره باغ او تر ټولو مشهور کلي يې له: قريۀ لنګر، الر، قلعه فيض، قلعه ګذر، قلعه قاضي، قره باغ يوسفي، قريه کاريز، قلعه شاهي، نهرکلان، قلعه جعفر، باغ عارق سفلى، سردار بيګ، قره قل، سبزسنګ، ميان جوى، باغ عارق عليا، پيتاوه، استرغيچ، جارچي، باغ علم، د مه خواجه، ميرخان او قريه موسى زى  څخه عبارت دي.
٨-شکردره ولسوالي:
شکردره د وګړو له اړخه د کابل ولايت تر ټولو ګڼ مېشته ولسوالي ده، چې دکابل ښار شمال ته موقعيت لري او مرکز يې خپله شکردره ده.  د شاه عروس د برېښنا بند او دهمدې بند د ښي او چپ لور د ٢ کانال د رغولو چارې هم په روان کال کې ادامه لري. ددې ولسوالۍ مشهور کلي له: ده نو، راست دره، چپ دره، کوچکي قلعه وزير، دولانه، قلعه مرادبيګ، قلعه دانشمند، حاجي بخشي، سياب قلي، بيدک ګلدره، ده بالاى ګلدره، قريه بهزادي، کاريز عليا و سفلى، الفوي، باى لعل خېل، آقاى علي خواجه، حاجي بيګ، آقاى علي شيخو، قريه جانشاه، قريه سليمان، قريه سرخ بلندي، قريه مومن، قريه التفات، قريه غزه، قلم انداز اقوام کوچي او  بيچ خېل څخه عبارت دي.
٩-استالف ولسوالي:
استالف هم ددې ولايت له ولسواليو څخه يوه ده، چې اوسېدونکي يې په بزګرۍ بوخت دي او له مشهور صنايعو څخه يې کلالي او چرم ګنډنه يادولى شو. ددې ولسوالۍ په مشرانو کې د ملک سيداحمدخان ملکزاده، ملک ميراحمد، نبى يار کورنۍ، سادات کورنۍ لکه افندي اغا، غني جان اغا او نور د يادولو وړ دي. ددې ولسوالۍ د پام وړ ځايونه هم شته، چې له دې ډلې يې د استالف تخت، استالف  دره، ايشان صاحب زيارت او په شورابه کې د قلندر مشهوره غوڼدۍ يادولى شو.
په استالف ولسوالۍ کې ٢٧ کلي شته، چې عبارت دي له: حسن دره، بوستان، مته خېل فرزه، ده نو، حسن خېل، قلعه ميرزا، قلعه کريم، کار دګرى، باغ شيخ، ميدان رييس، دره استالف، غنداب، محله غنداب، بالاده، خواجه ميرک، کلالان، پايان ده فرزه، مير افغان، قلعه سيد ميرو، زرګران، قلعه ميرا، قلعه مصلي، ګراره، خواجه حسن، قلعه سيم، سرخان خېل، صلاح خېل او قلعه خيار.
١٠- پغمان ولسوالي:
   پغمان هم د کابل له ولسواليو څخه يوه ده، چې د ښار د مرکز ياني پښتونستان واټ په ٢٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري او دوه تفريحي درې لري، چې د پغمان درې او پشه يي درې( ډېره شنه او سمسوره دره) په نامه يادېږي.پغمان په خپل منځ کې دوه کوچنۍ نورې درې هم لري، چې يوه يې خوشک او بله يې چب درې په نامه يادېږي. د کابل سيند له همدې درې سرچينه اخلي او په کتابونو کې د اونۍ پغمان درې په نامه هم ياده شوې ده.
  د دې ولسوالۍد مرکز په ٣ کيلومترۍ کې يوه غونډې هم شته، چې د پغمان تپې په نامه يادېږي او يو تفريحي ځاى دى، د پغمان نور مشهور کلي له: مرغگيران، عيسى خيل، زرشخ، بيکتوت، چندل باى، پراچي، ارغنده سفلى، کاريزک، پشه اى پغمان، خواجه لکن، خال داري، ارغندي عليا، چهل تن، قلعه ملک، ويشته، دره زرگر، سموچک، قلعه حکيم، خواجه مسافر، قرغه، ده ارباب، ده پنبه، دوده مست، کشک عليا و سفلى، کمانگر، محمد خيل، ده عريان، نبات، ناجوى او خواجه محمد قرغه څخه.
١١- چهار اسياب ولسوالي:
چهار اسياب هم دکابل له ولسواليو څخه يوه ده، چې مرکز يې قلعه نعيم نومېږي، د شاه توت بند پروژه هم په دې ولايت کې ډيزاين شوې او مهم کلي له: چهل دختران، الياس خېل، تنګي سيدان، رحمت آباد، الوخېل، ده کلان، قريه لغمان، سياه جوى، ستار خان، سوريوند، کته سنګ، مياخېل، پاينده خېل، حاجي خېل، قريه چارسوق، اهنګران، قلعه عبرالرووف، معين خېل، سيدخېل، قشلان، عباس قلي، قلعه کهنه، د شتک علياء ګرګاب، قريه تاجکيه، قريه ګلزار، قلعه نعيم  قلعه رشيد، قلعه جفار، حق داد، بالاکوه، بالا قلعه، کنداله، قلعه ملک، چارسوق. قلعه جرنيل، قلعه نو، خيرآباد، نونياز، شاه توت، ريشخور، قلعه تفان، قلعه عطا، يحيى خېل، قلعه ترين، تنګي ده کلان، حاجى ملنګ، للندر، ميراخور، قلعه محمد عزيز، قلعه افغانيه، قلعه محددين او طاهرخېل څخه عبارت دي.
١٢-ميربچه کوټ ولسوالي:
ميربچه کوټ ولسوالي د کابل په شمال کې موقعيت لري ، چې مرکز يې ميربچه کوټ نومېږي. ددې ولسوالۍ مشهور کلي عبارت دي له: مارکي، ده مير و قلوغ، د کوى سفلي، ده سقي سفلي، لچکان، سراى خواجه، گذر ميوه خاتون، شيخان بقابيګ، خواجه ګيان، بابه قچقار، بالاده لچکان، د کوى عليا، اراضي شيخان، آسياب و چرمګر، ده سقي عليا، او جويبار څخه.
١٣-موسهي:
د موسهي ولسوالۍ پراخوالى ٣٠ کيلومتره مربع دى او مرکز يې ددې ولسوالۍ مرکز دى. په دې ولسوالۍ کې دوه لېسې او پنځه لومړني ښوونځي فعال دي.
١٤-فرزه ولسوالي:
فرزه ولسوالي ٥٠٠ کيلومتره مربع پراخوالى لري او مرکز يې ده نو نومېږي، چې دکابل په ٢٥ کيلو مترۍ کې موقعيت لري. ددې ولسوالۍ د ٣٠ سلنه خلکو عايدات د کرنې له اړخه تر لاسه کېږي او مشهور کلي يې له : مصلي، دره ګل، قول شاه ناصر، قلعه ميرزا، زرګران، بغل دره، ميرافغان، قريه سليم خان او  سرور چينه څخه عبارت دي.
١٥-ګلدره:
ګلدره دکابل شمال ته په ٢٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري، چې د جغرافيوي موقعيت له مخې، په شمال کې له فرزه، په سوېل کې له شکردرې، په لويديځ کې د بابا غرونو لړۍ، چې په شا کې يې د سرخ پارسا ولسوالۍ سيمې( وند او قوتندر) او په خيتځ کې يې د ګذر، سه اب او د ميربچه کوټ ولسوالۍ يوه برخه پرته ده.
دا ولسوالۍ روانې اوبه لري ، چې کوتلونو له لړۍ څخه يې سرچينه اخيستې، دوه نور وړوکي سيندونه هم په کې شته، چې له ښې او چپ اړخ نه په يوه ځاى کې سره نښلي. ددې ولسوالۍ مشهورې درې عبارت دي له: دره کلان، شاهمير، باغ شادي، سنګ شانده، ملک آغا، کلتري، قلعۀ نياز، قلعه جبار، سلمان خېل، قلعه لعل، حبيب خېل، دليرخېل، قول صيفل، باغ وفا، ۵ ګداره، قلعه فرمان، خواجه خېل، قُل نعمت، رضاخېل، اعظم خېل، ده عربها، قلعه قاضي، قُل افغان او جلواني څخه.