VOTER VOICES & DEMANDS

کابل (پژواک ٧لړم ٩٢) : د کابل ښار او ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي راتلونکو ټولټاکنو ته ډېر لېواله دي او دخپلې خوښې کانديد ته د رايې ورکولو اراده لري، خو د دې ولايت د نا امنو سيمو اوسېدونکي بيا له دې کار څخه ډډه کوي.
په دې راپور کې د کابل ښار او يو شمېر ولسواليو د خلکو نظرونه اخيستل شوي، چې په لاندې ډول دي.
دولتي مامور : له کورنۍ سره په ټاکنو کې ګډون کوم

کابل ( پژواک ۱۰ ليندی  ٩٢ ) : ترافيکي ګڼه ګوڼه، د کاناليزيسيون نشتوالى، د اوبو او برېښنا نه شتون  هغه ستونزې دي، چې د کابل ښاريان ترې شکايت لري.
بلخوا دکابل ولايت د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي نا امني ، د سړکونو خرابوالى، د مسلکي ښوونکو او روغتيايي اسانتياوو نه شتون خپلې مهمې ستونزې بولي.
د کابل ښار اوولس ناحيې لري، او ددې ښار داوسېدونکو ستونزې بيا د کابل ولايت د ١٥ ولسواليو د اوسېدونکو تر ستونزو توپير لري.

کابل  ( پژواک ۱۰ ليندی  ٩٢ ) : د کابل ښار اوسېدونکي له حکومت څخه د څښلو لپاره د پاکو اوبو، دسړکونو دپراخولو او کاناليزيسيون سيستم فعالولوغوښتنې لري،خو دولسواليو اوسېدونکي  بيا د امنيت د تامين او د کرنې په برخه کې د زياتو همکاريو غوښتنه کوي.
د کابل ښار ٢٢ ناحيې لري، چې د هرې ناحيې د اوسېدونکو غوښتنې سره توپير لري، بلخوا د کابل د ١٥ ولسواليو د اوسېدونکو غوښتنې هم بېل ډول دي، د څلورو ختيځو او سوېل ختيځو ولسواليو اوسېدونکي د ژوند د لومړنيو اسانتياوو له نشتوالي او نا امنيو شکايت کوي.

 
په کابل کې مېشت سکهان او هندوان وايي چې دوی په ټاکنو کې ګډون کوي او له راتلونکي ولسمشر يې غوښتنې، د هندوانو د سوځونې لپاره مناسب ځای جوړول، ماشومانو ته يې په مورنۍ ژبه  د ښوونځيو جوړول او په دولتي دندو کې برخه ورکول، وښودل.
د دغه مذهبي اقليت  شمېره د (۱۳۷۱) له جګړو مخکې ۲۰ زرو ته رسېدله، خو دکورنيو جګړو له امله او د طالبانو د امارت پر مهال د نورو زرګونو خلکو په څېر، دوی هم د خپلو کورنو پرېښودلو ته اړ شول.

په کابل کې مېشت هلمندي کډوال که څه هم له اوسنۍ ادارې څخه خوښ نه دي، خو وايي چې هرو مرو به د ولسمشرۍ په راتلونکيو ټاکنو کې برخه اخلي .
دغه کډوال، چې شمېر يې شاوخوا ٨٠٠ کورنيو ته رسيږي، د ښار لوېديځ ته د قمبر څلور لاري  په يوه ډاګ کې تر شلېدليو خيمو لاندې، چې کوچني ديوالونه يې ترې را چاپېرکړي دي، ژوند کوي .
دغه کډوال له تېرو دوو کلونو راهيسې د جګړو له امله کابل ته را کډه شوي دي .
 لاندې راپور په روانه اونۍ کې ددغه پنډغالي، له څلورو کډوالو سره د مرکو پر بنسټ  جوړ شوى    دى .