Data Gathered Date: 

Monday, December 2, 2013 - 11:00

کابل (پژواک ٧لړم ٩٢) : د کابل ښار او ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي راتلونکو ټولټاکنو ته ډېر لېواله دي او دخپلې خوښې کانديد ته د رايې ورکولو اراده لري، خو د دې ولايت د نا امنو سيمو اوسېدونکي بيا له دې کار څخه ډډه کوي.
په دې راپور کې د کابل ښار او يو شمېر ولسواليو د خلکو نظرونه اخيستل شوي، چې په لاندې ډول دي.
دولتي مامور : له کورنۍ سره په ټاکنو کې ګډون کوم
د ولسي جرګې يو تن کارکوونکى حشمت الله بيان وايي ، چې ټولټاکنې ديموکراتيکه پروسه ده او دى به له خپلې کورنۍ سره د خپلې خوښې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا کانديدانو ته رايه ورکړي. هغه زياتوي :(( زه له ټولو هېوادوالو غواړم ، چې په دې پروسه کې ګډون کولو سره دا پروسه  بريالۍ کړي او د خپل هېواد راتلونکى برخليک وټاکي.)) خو بيان وايي ، چې د رايې تر ورکولو مخکې بايد د هر کانديد کاري برنامې په سمه توګه ولوستل شي، هر يو کانديد چې ښه برنامه ولري، هماغه ته به رايه ورکړي.
د غير دولتي ادارې کارکوونکې : په کانديدانو کې داسې څوک نشته چې رايه ورکړم
د يوې نادولتي ادارې کارکوونکې زهرا موسوي وايي، چې نه يې پخوا رايه ورکړې ده او نه به هم په راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنو کې برخه واخلي. هغې زياته کړه ، چې په افغانستان کې ټاکنې نشته، د واک وېش دى، چې څوکسان يې پخپلو کې سره وېشي او ټاکنې تش په نامه ترسره کوي. د نوموړې په وينا، د ولسمشرۍ په کانديدانو کې يې داسې څوک پيدا نه کړل، چې دا ورته رايه ورکړي. هغه زياته کړه : (( په افغانستان کې ټاکنې نمايشي بڼه لري  او زه پرې هېڅ باور نه لرم.))
حکومتي مامور : ټاکنو سره ډېره لېوالتيا لرم.
د ملي دفاع وزارت يو تن کارکوونکى محمد رادمنش وايي، چې ټاکنو ته ډېره لېوالتيا لرم ، دا يوه ديموکراتيکه پروسه ده او په هېواد کې يې اړتيا ډېره ليدل کيږي. د هغه په  وينا، پخوا يې هم رايه ورکړې ده او په راتلونکي کې به يې هم ورکړي.
ښوونکې : د هېواد د راتلونکي لپاره ټاکنې مهمې دي
د کابل ښار اوسېدونکې او د ښوونځي ښوونکې عادله وايي، چې د هېواد راتلونکې لپاره ټاکنې مهمې دي او دا به له خپلې کورنۍ سره پکې ګډون وکړي. هغې زياته کړه ، چې په ښوونځيو کې يې زده کوونکي او نور ښوونکي هم هڅولي، چې خپلو کورنيو سره په ټاکنو کې ونډه واخلي.
زده کوونکى : قانوني عمر ته رسېدلو سره سم به رايه وکاروم
د ادريس احمد په نامه د کابل ښار يو تن زده کوونکى وايي ، چې قانوني عمر ته يې يو کال پاتې دى او څنګه چې ١٨ کلن شي، نو رايه به ورکړي. هغه زياتوي، چې څو ځلې د نوم ليکنې مرکزونو ته تللى دى، خو هغوى ورته ويلي چې عمر يې تر اوسه ١٨ کلونو ته نه دى رسېدلى . دى وايي چې عمر به يې ١٨ کاله وي، خو د تذکرې  له مخې تر اوسه ١٨ کلن شوى نه دى.
کروندګر : په ټاکنو کې برخه نه اخلم
د کابل د خاکجبار ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى کروندګر تورګل وايي، چې دوى نه سړک لري، نه ښوونځي او نه هم روغتيايي اسانتياوې، حکومت په تېرو لسو کلونو کې هېڅ نه دي کړي، ځکه دوى په ټاکنو کې برخه نه اخلي. هغه زياتوي ، چې په ټاکنو کې هغه مهال به برخه واخلي، چې حکومت ددوى په سيمه کې يادې اسانتياوې برابرې کړي.
دوکاندار : د رايو د کارتونو د اخيستلو مرکز راته نه دى جوړ شوى
د خاکجبار ولسوالۍ يوتن اوسېدونکى باز محمد وايي، چې ددوى په سيمه کې د رايو د اخيستو مرکز نه دى جوړ شوى ، يو مرکز لري،چې د ولسوالۍ په مرکز کې دى ، هلته دوى نه شي تللى . نوموړى زياتوي چې په لوى لاس ددې سيمې خلک له رايو څخه لرې ساتل کېږي، که داسې نه واى، نو په سيمه کې به يې ورته د رايو مرکز جوړ کړى واى . د هغه په وينا، ددې ولسوالۍ يواځې دوه يا درې سلنه ښځو هم د رايو کارتونه، نه دي اخيستي.
قومي مشر : په ټاکنو کې ګډون د ټولو حق دى
د کابل د سروبي ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى حاجي عبدالولي وايي ، چې په ټاکنو کې ونډه اخيستل د ټولو افغانانو حق دى، خو دى زياتوي چې ددې ولسوالۍ په لرو پرتو سيمو کې د رايو د کارتونو مرکزونه نه دي جوړ شوي او خلک نه شي کولى ، چې لرو پرتو سيمو ته د کارتونو ترلاسه کولو لپاره ولاړ شي .
ټکسي چلوونکى : زه له ټاکنو خبر نه يم
د کابل ښار يو تن ټکسي چلوونکى عبدالقادر وايي، چې په ښار کې خپله ټکسي چلوي او خپلو اولادونو ته يوه نمړۍ ډوډۍ پيدا کوي، له حکومتي کارونو او ټاکنو څخه هېڅ خبر نه دى. هغه زياتوي، له يوه بل څخه اوري ، چې ټاکنې کېږي او نوى ولسمشر به ټاکل کېږي، خو دى ورسره کومه لېوالتيا نه لري.
قومي مشر : په ټاکنو کې د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکوم
د پغمان ولسوالۍ يو تن قومي مشر محمد هاشم وايي ، چې دوى هم ټاکنو ته انتظار باسي او د خپلې خوښې کانديد ته به رايه ورکړي. نوموړى زياتوي، چې په ټاکنو کې ګډون د هر افغان حق دى او دا حق بايد ټولو ته ورکړل شي او په ټولو سيمو کې د کارتونو د اخيستلو مرکزونه جوړ شي.
کونډه : په ټاکنو کې برخه نه اخلم
د کابل ښار دده افغانانو د سيمې يوه اوسېدونکې افغان ګل ، چې خاوند يې پنځه کاله مخکې په يوه ځانمرګي بريد کې وژل شوى او يتيمان ورپاتې دي، وايي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده. هغه زياتوي ، چې دوى د راتلونکي پر ځاى د نن ورځې په غم کې دي ، چې څه ډول به يوه نمړۍ ډوډۍ پيدا کړي. افغان ګل وويل، چې اولادونه يې له ١٨ کلونو زيات عمر لري، خو نه دې او نه يې اولادونو د رايو کارتونه اخيستي او نه به هم رايه وکاروي.
متقاعد ښوونکى : له اولادونو سره په ټاکنو کې ونډه اخلم
د کابل ښار د دويمې ناحيې يو تن اوسېدونکى متقاعد ښوونکى محي الدين وايي، چې په راتلونکو ټولټاکنو کې له خپلو اولادونو سره برخه اخلي. هغه زياتوي : (( په ټاکنو کې ونډه اخيستل د هر افغان دنده ده او افغانان بايد د خپلې ښې راتلونکې لپاره په ټاکنو کې برخه واخلي.))نوموړى که څه هم د ولسمشرۍ  ټاکنو پر  يو شمېر کانديدانو نيوکه لري، چې په فساد کې ښکېل دي او جنګ سالارن دي، خو زياتوي چې دديموکراسۍ د برياليتوب لپاره بايد ټاکنې ترسره شي.