Data Gathered Date: 

Monday, December 2, 2013 - 10:45

کابل ( پژواک ۱۰ ليندی  ٩٢ ) : ترافيکي ګڼه ګوڼه، د کاناليزيسيون نشتوالى، د اوبو او برېښنا نه شتون  هغه ستونزې دي، چې د کابل ښاريان ترې شکايت لري.
بلخوا دکابل ولايت د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي نا امني ، د سړکونو خرابوالى، د مسلکي ښوونکو او روغتيايي اسانتياوو نه شتون خپلې مهمې ستونزې بولي.
د کابل ښار اوولس ناحيې لري، او ددې ښار داوسېدونکو ستونزې بيا د کابل ولايت د ١٥ ولسواليو د اوسېدونکو تر ستونزو توپير لري.
ددې ښار د مرکزي سيمو اوسېدونکي د سړکونو د تنګوالي او د ترافيکو له خراب نظام څخه شکايت کوي، بيا د ښار د لرې پرتو سيمو اوسېدونکي د څښلو د پاکو اوبو، د سړکونو ، برېښنا او په ښوونځيو کې د مسلکي ښوونکو له نشتوالي شکايت کوي.
د کابل ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکى جمال احمد له ترافيکي ستونزو شکايت کوي او زياتوي ، چې د ترافيکو د ناسم نظام له امله په وخت دفتر او کور ته نه شي رسېدلى.
هغه پژواک اژانس ته وويل : (( زما د کور او دفتر ترمنځ پنځه کيلو متره واټن دى، په عادي حالاتو کې بايد په لسو دقيقو کې سړى ورسيږي، خو د سړکونو دتنګوالي او د ترافيکي ګڼې ګوڼې لامله کله نا کله په يوه ساعت کې هم نه رسيږي.))
د دې ښار د څلورمې ناحيې يو تن اوسېدونکى محمد حسن هم ورته شکايت کوي او زياتوي، چې د ترافيکي ګڼې ګوڼې له امله يې د ژوند ورځني کارونه  ګډ وډ شوي دي.
د کابل ښار يو تن ټکسي چلوونکى محمد عظيم هم ترافيکي ګڼه ګوڼه لويه ستونزه بولي او زياتوي ، چې د تېلو د بيو د لوړوالي او ترافيکي ګڼې ګوڼې له امله يې عايدات ډېر کم شوي دي.
هغه زياتوي : (( کله چې له وزير اکبرخان څخه سپرلۍ د ميرويس ميدان  پر لوري کښينوم، نو په يوه ساعت کې هم نه رسيږي، تېل قيمته دي او د ګڼې ګوڼې له امله تېل ډېر مصرفيږي، ددې پر ځاى چې ګټه وکړو، تاوان کوو.))
بلخوا د کابل ښار د لرو پرتو سيمو اوسېدونکي بيا د سړکونو له خرابوالي ، اوبو او برېښنا له نه شتون څخه شکايت کوي.
د کابل ښار د شپږمې او ديارلسمې ناحيې اوسېدونکي هم د سړک تنګوالي ترڅنګ د څښلو لپاره د پاکو اوبو له نشتوالي سرټکوي.
د شپږمې ناحيې اوسېدونکى مجتبى حسيني وايي، چې له پول سوخته څخه تر پول خشکه پورې ١٣ کيلومتره سړک دى، چې د ګڼې ګوڼې له امله خلک په يوه ساعت کې هم نه شي رسېدلى .
د پنځمې ناحيې د قلعه واحد د سيمې يو تن اوسېدنکي ادريس احمد وايي، چې په دې سيمه کې د اوبو کچه څو متره ټيټه شوې او ډېرى څاه ګانې وچې شوې دي .
هغه زياته کړه : (( زموږ په کوڅه کې د ٢٠ کورونو څاه ګانې وچې دي، اړ يو چې له لرې جومات يا سراى څخه اوبه راوړو.))
د ديارلسمې ناحيې د پول خشک سيمې يو تن اوسېدونکى عزيز الله وايي،چې که څه هم د دوى په ګاونډ سيمو او کليو کې برېښنا شته ، خو دوى له دې نعمته بې برخې دي.
ددې سيمې يو بل اوسېدونکى عبدالحسين وايي، چې دولت دوى ته د څښاک  اوبو اسانتيا نه ده برابره کړې ، دوى اړ دي چې اوبه په بيه واخلي.
هغه پژواک ته وويل : (( دلته خصوصي سکتور اوبه برابرې کړې دي، خلکو ته يې نلونه لګولي او د مياشتې پيسې اخلي.))
د نهمې ناحيې د زمان خان کلا اوسېدونکى محمد عارف وايي ، چې که څه هم دا سيمه د ارګ په درې څلور کيلو مترۍ کې موقعيت لري، خو سړک يې تر اوسه خراب دى.
نوموړى وايي، چې د ژمي د واورو او د بارانونو پر مهال پر دې سړک پلى تګ راتګ له امکان څخه وتلې خبره ده.
بلخوا د کابل ښار ګڼ شمېر اوسېدونکي په ښار کې د کاناليزيسيون دسيستم له نشتوالي شکايت کوي او زياتوي چې د بارانونو پر مهال له سړکونو دريابونه جوړ شي.
د کابل ښار د يوولسمې ناحيې اوسېدونکى حبيب الله شکايت کوي، چې د باران پر وخت سړکونه له اوبو ډک شي ، پلي خلک څه چې په موټرو کې هم تګ راتګ ستونزمن وي.
هغه زياتوي ، چې څو ځلې تر باران وروسته کله چې په ويالو کې اوبه زياتې شي، نو ماشومان پکې ډوب او مړه شوي دي.
د کابل ښار د احمد شاه بابا مېنې اوسېدونکي د فرعي سړکونو له خرابوالي شکايت کوي.
ددې ښارګوټي يو تن اوسېدونکى محمد شاکر وايي، چې که څه دوه درې لوی سړکونه جوړ شوي او په يوه کار روان روان دی ، خو بيا هم ځينې سړکونه خامه  دي.
د نوموړي په وينا، هغه سړک چې له قلعه زمانخانه تېريږي او احمد شاه بابا مينه له ښار سره نښلوي، ددې ښارګوتي لپاره حياتي ارزښت لري .
دى زياتوي، چې پنځه شپږ کاله مخکې پر دې سړک کار پيل شوى ، خو تر اوسه يې چارې نه دي بشپړې شوي.
ددې ښارګوټي يو بل اوسېدونکى غلام رباني بيا شکايت کوي، چې په دې وروستيو کې په دې سيمه کې غلاوې زياتې شوې دي.
د ښار ترڅنګ ددې ولايت د ولسواليو اوسېدونکي هم له بېلا بېلو ستونزو څخه شکايت کوي.
د کابل د ده سبز ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى سميع الله وايي ، چې په دې ولسوالۍ کې امنيت ښه دى، خو عامه خدمات پکې د نشت برابر دي.
ده زياته کړه ، چې په دې ولسوالۍ کې ځينې کلي، چې د ولسوالۍ شاوخوا ته پراته دي څه ناڅه له خدماتو ( لکه ښوونځي ، روغتون ، سړک  او نورو )  برخمن دي، خو مطلق اکثريت  کلي  هغه چې د کوه صافي غره په لمن کې دي او هغه چې د دې ولسوالۍ په شمال لوېديځ کې پراته دي  له دا ډول خدماتو بې برخې دي.
د هغه په وينا، داسې سيمې شته چې ماشومان يې بايد ښوونځي ته د تګ لپاره يو ساعت او يا له هغه زيات پياده مزل ووهي.
ددې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى عزت الله وايي، د لومړنيو روغتيايي مرکزونو نشتوالی هغه بله ستونزه ده، چې د ده سبز خلک يې له امله ډېر ځوريږي.
هغه پژواک ته وويل، يو څو محدود شمېر روغتيايي مرکزونه شته، چې ډېر کم خلک ورتلای شي، ځکه بايد دوه درې ساعته پياده مزل وکړي ، چې يو روغتيايي مرکز ته ورسېږي.
نوموړي زياته کړه،د سړک نشتوالی هغه بله ستونز ده، چې خلک يې په ژمي کې له امله ډېر کړېږي. د بګرام سړک د ده سبز په منځ کې تېر شوی ، خو هغه له اکثره کليو ډېر لرې دی.
د ده سبز خلک غوښتنه کوي، چې ژر تر ژره دې پر هغه حلقوي سړک کار پيل شي، چې د کابل پلچرخي سړک له بګرام سره نښلوي .
عزت الله زياتوي ،د کابل د نوي ښار پروژه ، چې په ده سبز کې جوړيږي، دسيمې خلکو ته يې ډېرې ستونزې پيدا کړې دي.
د نوموړي په وينا، په دې پروژه کې د خلکو کرنيزې ځمکې اخيستل شوي، خو تر اوسه يې دولت د استملاک کارونه نه دي بشپړ کړي.
د بګراميو ولسوالۍ اوسېدونکي بيا له خپلسرو وسله والو او د ځمکو له غصب څخه شکايت کوي.
ددې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى عبدالکريم وايي، چې په مياشت کې څو ځلې په دې ولسوالۍ کې د غير مسوولو وسله والو او د ځمکې د غاصبينو له خوا خلک وژل کېږي.
نوموړي د بېلګې په توګه د کمريو سيمې وروستۍ پېښې ته په  اشارې سره وويل، چې د ځمکو د غاصبينو له خوا درې تنه بې ګناه خلک ووژل شول.
ددې ولسوالۍ د محسن کلا دسيمې اوسېدونکي بيا د روغتيايي اسانتياوو او مسلکي ښوونکو له نشتوالي شکايت کوي.
د نعمت الله ظفرزى په نامه ددې سيمې اوسېدونکي وايي ، چې په ښوونځيو کې ددوولسم ټولګي فارغين  د ښوونکي دنده ترسره کوي، نه پخپله پوهيږي او نه هم زده کوونکو ته زده کړه ورکولى شي.
د کابل د خاکجبار ولسوالۍ خلک د نا امنيو ترڅنګ د ژوند د ټولو لومړنيو اسانتياوو له نشتوالي شکايت کوي.
ددې ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي ځاځي پژواک ته وويل ، چې دوى سړک، برېښنا، د ټېلېفون انتن، لومړنۍ روغتيايي اسانتياوې ، دڅښلو لپاره پاکې اوبې او په ښوونځيو کې مسلکي ښوونکي نه لري.
هغه زياته کړه : (( سره له دې چې دا ولسوالي د ښار په څنډه کې موقعيت لري، خو داسې ښکاري چې د کوم لرې ولايت برخه وي، هېڅ اسانتياوې نه لرو.))
نوموړى وايي، چې په دې وروستيو کې په دې ولسوالۍ کې نا امنۍ زياتې شوې دي او وسله والو طالبانو د چاودنو ترڅنګ د سړک جوړونې پر کارکوونکو او ساتونکو هم بريدونه کړي او مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.
د خاکجبار په ګاونډ کې د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي هم له نا  امنيو شکايت کوي او زياتوي چې ددې ولسوالۍ په  کليو او لرې سيمو کې وسله وال طالبان په ډاډه زړه فعاليتونه کوي.
د سروبي د اوزبين سيمې يو تن اوسېدونکى حاجي بسم الله وايي، چې وسله والو طالبانو خلکو ته ستونزې جوړې کړي او دولت ددوى هېڅ پوښتنه نه کوي.
د کابل د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکى وايي ، چې که څه هم د ژوند له نورو اسانتياوو برخمن دي، خو زياتوي چې په دې وروستيو کې په دې ولسوالۍ کې نا امنۍ زياتې شوې دي.
د پغمان اوسېدونکى حسيب الله وايي ، چې په دې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو ترڅنګ غير مسوولو وسله والو هم خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.
د کابل د شمالي ولسواليو اوسېدونکي بيا د کرنيزو اوبو نه شتون او د کرنې په برخه کې د دولت له نه همکارۍ شکايت کوي.
د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي سيف الله پژواک ته وويل ، چې ددوى يواځينى عايد د انګورو له تاکونو څخه دى، خو حکومت ورسره د کرنې په برخه کې هېڅ مرسته نه ده کړې.
د فرزې ولسوالۍ اوسېدونکى ګل محمد بيا وايي، چې د کرنيزو اوبو لپاره ويالې نه لري، که لري يې هم ، خو هغه ډکې شوې دي، پلګوټي خراب دي او لارې يې هم ويجاړې شوې دي.