Data Gathered Date:
په کابل کې مېشت هلمندي کډوال که څه هم له اوسنۍ ادارې څخه خوښ نه دي، خو وايي چې هرو مرو به د ولسمشرۍ په راتلونکيو ټاکنو کې برخه اخلي .
دغه کډوال، چې شمېر يې شاوخوا ٨٠٠ کورنيو ته رسيږي، د ښار لوېديځ ته د قمبر څلور لاري په يوه ډاګ کې تر شلېدليو خيمو لاندې، چې کوچني ديوالونه يې ترې را چاپېرکړي دي، ژوند کوي .
دغه کډوال له تېرو دوو کلونو راهيسې د جګړو له امله کابل ته را کډه شوي دي .
لاندې راپور په روانه اونۍ کې ددغه پنډغالي، له څلورو کډوالو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوى دى .
د دغو کورنيو ډيرى ځوانان بې کاره دي او له خيمو د جوړو دوکانونو، جومات، کلينيک او ښوونځي ترڅنګ، په ډله ييز ډول ناست وي .
همدغې بېکارۍ ددوى اقتصادي ستونزې دې کچې ته ورسولې، چې په تېر ژمي کې يوه کډوال خپل ماشومان خرڅلاو ته وړاندې کړل .
هلمند يو له ناامنه ولايتو نو څخه دى ،له ١١ ولسواليو څخه ٥ ولسوالۍ يې د مخالفو وسلوالو طالبانو په لاس کې وې، چې د تېرې مياشتې د خنجر د علمياتو په ترڅ کې يې دوه ( نوزاد او خانشين ) بېرته ازادې شوې .
ځوان کډوال : کانديدان دې د کمپاين پيسې په غريبو وويشي
د ياد شوي پنډغالي يو ٣٠ کلن اوسېدونکى ميرعلم ، چې د شپږو ماشومانو پلار او د هلمند د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکى دى، له ١٥ مياشتو راهسې په دغه کمپ کې ژوند کوي .
دغه ځوان، چې له بېکارۍ سر ټکوي، وايي چې که څه هم حکومت يې ژوند ته توجه نه ده کړې ، خو په ټاکنو کې به برخه اخلي :
هغه د ولسمشرۍ ٣٩ کانديدانو ته په اشارې وويل : (( دوى ( کانديدان ) ښه پوهيږي چې موږ يې نشو ګټلاى ، نو بيا دا دومره تاوانونه ولې کوي؟ دغه پيسې دې له خوار او غريبو سره کومک وکړي . ))
يوه مېرمن : راتلونکى ولسمشر دى زموږ غم وخوري
د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکې ٤٦ کلنه قدسيه ، چې د پنځو اولادونو مور ده وايي چې يواځې خاوند يې د رايې ورکولو کارت لري .
دغه مېرمن، چې د بمبار او جګړو له امله يې اصلي سيمه پرې ايښې، د کانديدانو په اړه معلومات نه لري .
هغه وايي : ((نه يم خبره، چې څوک پاچايي غواړي ؟ خو هر څوک چې پاچا کيږي، زموږ پوښتنه دې وکړي . ))
د سنګين اوسېدونکى : مجاهد کانديد ته به رايه ورکوم
د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکى ٤٢ کلن ګل آغا، چې د اوو ماشومانو پلار دى، له بېکارۍ سر ټکوي .
هغه وايي چې خپله رايه به خامخا کاروي : (( برخه خو اخلو، مګر رايه هغه چا ته ورکوو، چې مجاهد وي .))
ګل اغا د ګيلې په شکل داهم وويل چې ددوى ژند ته په اوسنى حکومت کې هيڅ پاملرنه، نه ده شوې .
عيسى خان : کډوالو ته دې پاملرنه وشي
د ګرشک د قلعه ګز د کلي اوسېدونکى عيسى خان، چې توره پګړۍ يې پرسر او تڼۍ يې خلاصې وې، وويل چې په کابل کې يې د بېکارۍ له امله ژوند نور هم له ستونزو سره مخ دى .
هغه وويل: (( که وطن کې مې جنګ ختم شي، نو بيا چې دا کابل په قواله هم راکوې والله که يوه شپه په کې تېره کړم . ))
عيسى خان وويل چې دوى په همدې موخه په ټاکنو کې برخه اخلي، تر څو يو داسې حکومت رامنځ ته شي ، چې د بې ځايه شويو خلکو غم وخوري .
نوموړي وويل: (( زه اوس نشم ويلاى چې نوى پاچا به زموږ مشکلات حل کړي او که نه؟ خو بيا هم دا يوه موقع په لاس راغلې، چې بايد رايه ورکړم . ))
د هغه په وينا، په ياد شوي پنډغالي کې راتلونکيو ټاکنو ته يواځې سړيو د رايې ورکولو کارتونه اخيستي او ښځو ته يې اجازه نه ده ورکړې .