١-۸صبح ورځپانه:
 
دا ورځپاڼه اوسمهال دافغانستان لويو او خپلواکو ورځپاڼو څخه ده، چې په هېواد کې تر ټولو زيات پوښښ لري او د ١٣٨٦ لمريز کال په غبرګولي کې دهېواد د يو شمېر نوماند ورځپاڼه ليکوونکو او د بشري حقونو دفعالينو له خوا رامنځته شوه، څو وکولى شي، د يموکراسۍ د غوړېدو او سياسي بهير په وده کې اغېزناکه ثابته شي.دا ورځپاڼه توانېدلې، چې د پېښو، خبرونو او تحليلونو په خپرولو او په سياسي او ټولنيزه برخه کې د خلکو تر منځ د خبرو اترو زمينې مساعدولو له لارې ځانګړى مقام خپل کړي. هشت صبح هڅه کوي، چې خلکو ته متوازن او بې لوري اطلاعات خلکو ته وړاندې کړي. له بلې خوا يې کوښښ کړى، چې د دموکراتيکو بهيرونو او بشري حقونو څخه ملاتړ وکړي او د انتقالي عدالت په برخه کې د قربانيانو په غږ بدله شي.
داړيکو شمېرې: ۰۷۰۰۲۲۸۹۸۸ – ۰۷۹۹۰۳۷۰۸۳
برېښناليک:   [email protected]
ويبپاڼه:  WWW.8am.af
 
 ٢-ويسا ورځپاڼه:
ويسا ورځپاڼه د کابل له فعالو ورځپاڼو څخه يوه ده، چې د امتياز خاوند يې محب بيزار او په ١٣٨٥ لمريز کال د زبير شفيقي له خوا تاسيس شوې او هره ګڼه يې ٦٠٠٠ نسخې لري، چې په کابل سربېره په پنځو نورو ولايتونو کې هم وېشل کېږي.  ددې ورځپاڼې مالي تمويل د مسوول مدير او ځينو نورو فرهنګيانو پر غاړه دى.
داړيکې شمېرې:  ۰۷۹۹۸۷۲۲۴
برېښناليک:  [email protected]
ويبپاڼه: www.dailyweesa.com
 
٣- سرنوشت ورځپاڼه:
دا ورځپانه هم د کابل له فعالو ورځپاڼو څخه ده، چې د حميد ناصري له خوا په ١٣٨٩ لمريز کال تاسيس شوې. ددې ورځپاڼې ټوکشمېر ٢٠٠٠ دى، چې په کابل کې وېشل کېږي، پنځه کارکوونکي لري او مالي لګښت يې د سوداګريزو اعلاناتو څخه په لاس راځي.
د اړيکې شمېره :  ۰۲۰۲۵۰۲۱۰۰
برېښناليک : [email protected]
 
٤- محور ورځپاڼه:
داورځپاڼه هم دکابل له فعالو ورځپاڼو څخه ده، چې د اباسين بريال له خوا په ١٣٩٠ لمريز کال تاسيس شوې او ټوکشمېر يې ٤٠٠٠ زر دى، چې په کابل، ننګرهار او خوست ولايتونو کې وېشل کېږي. محور ورځپاڼه د اعلانو له لارې اکمالېږي او ٦ کارکوونکي لري.
 
داړيکو شمېرې:  ۰۷۰۸۰۳۶۰۱۴ و ۰۲۰۲۵۶۲۶۷۸
برېښناليک :  [email protected]
 
 ٥-باور ورځپاڼه:
باور ورځپاڼه د کابل له فعالو ورځپاڼو څخه يوه ده، چې د صحاف صافي له خوا په ١٣٩٠ لمريز کال تاسيس شوې او د ١٢٠٠ ټوکشمېر په درلودلو سره په کابل ولايت کې وېشل کېږي. باور ورځپاڼه د اعلانو له لارې تمويلېږي او ٦ کارکوونکي لري.
 
د اړيکو شمېره : ۰۲۰۲۵۰۴۸۴۱  و ۰۷۰۰۴۹۵۹۳۰
برېښناليک: [email protected]
وېبپاڼه:www.milibawar.com
 
 ٦-ارمان ملي ورځپاڼه:
دا هم دکابل له فعالو ورځپاڼو څخه ده، چې په ١٣٨٢ لمريز کال د ميرحيدرمطهر له خوا تاسيس شوې ده. ددې ورځپاڼې ټوکشمېر ٢٠٠٠ دى او په کابل کې وېشل کېږي.ددې ورځپاڼې مالي امکانات د اعلاناتو له لارې تمويلېږي او اوسمهال ١٥ کارکوونکي لري.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۰۰۲۸۲۶۷۳ او ۰۷۹۹۷۰۹۰۴۰
برېښناليک : [email protected]
ويبپاڼه : www.armanemili.com
 
 ٧-اراده ورځپاڼه:
اراده ورځپاڼه ، چې پخوا دکابل له فعالو ورځپاڼو څخه وه اوس يې خپرېدل  درېدلي او د حاجي سيد داود له خوا په ١٩٩٧لمريز کال تاسيس شوې ده. ددې ورځپاڼې ټوکشمېر ٥٠٠ و، چې د کابل په ګډون د هېواد په ډېرى ولايتونو او همدارنګه په پېښور، دامريکا متحده ايالاتو او نورو اروپايي هېوادونو کې خپلو ګډونوالو ته وېشل کېده. دا ورځپاڼه د امتياز خاوند په شخصي لګښت، اعلاناتو او ګډونوالو په پيسو چلېده او ١٢ کارکوونکي يې لرل.
د اړيکو شمېره :  
برېښناليک: [email protected]
 
٨-چراغ ورځپاڼه:
چراغ ورځپاڼه د کابل له فعالو ورځپاڼو څخه ده، چې د ترقي و رستګاري په نامه ټولنې له خوا په ١٣٨٢ کال تاسيس شوې. ددې ورځپاڼې لګښتونه د اعلاناتو او ګډونوالو له خوا چمتو کېږي او وېش يې په اتو ولايتونو کې دى. ددې ورځپاڼې د کارکوونکو شمېر ٢١ تنه دى.
 
د اړيکو شمېرې :  ۰۷۸۷۶۳۰۵۳۷ و ۰۷۸۸۲۷۵۵۰۴
برېښناليک :  [email protected]
ويبپاڼه :  www.cheraghdaily.af
 
٩-سخن جديد ورځپاڼه:
دا ورځپاڼه هم د کابل له فعالو ورځپاڼو څخه ده، چې په ١٣٨٦لمريز کال د دوکتور عبدالهادي محسني له خوا تاسيس شوې، چې  د ١٣٩٠ لمريز کال تر وږي مياشت پورې د يوې اونېزې په نامه خپرېده. ددې ورځپاڼې ټوکشمېر ٢٥٠٠ دى ، پنځه کارکوونکي يې لرل، چې مالي لګښتونه يې د خرڅلاو او ځينو فرهنګيانو له خوا چمتو کېږي.
 
داړيکو شمېره :  ۰۷۹۰۱۰۰۷۶
برېښناليک : [email protected]
ويبپاڼه :  www.sokhanejadid.blogfa.com
 
١٠-سروش ملت ورځپاڼه:
دا ورځپاڼه هم دکابل له فعالو ورځپاڼو څخه ده، چې په ١٣٨٦ لمريز کال د ډاکټرجعفر مهدوي له خوا تاسيس شوې اوټوکشمېر يې ١٥٠٠ ګڼې دى. دا ورځپاڼه ١٢ کارکوونکي لري او لګښتونه يې له اعلاناتو او ګډون ونډو څخه تر لاسه کېږي.
 
د اړيکو شمېرې:۰۷۷۷۱۵۳۴۴۵ و ۰۷۷۵۷۱۳۹۲۰ 
برېښناليک :  [email protected]
ويبپانه:  www.mellatparty.org
 
١١-ماندګار ورځپاڼه:
دا ورځپاڼه په ١٣٨٧لمريز کال داحمد ولي مسعود له خوا تاسيس شوې او ټوکشمېر يې ٥٠٠٠ ګڼې دى، چې په يوه وخت کې له کابل سربېره په مزار، پروان، کاپيسا او پنجشير ولايتونو کې وېشل کېږي، ٢٨ کارکوونکي لري او لګښټونه يې د امتياز خاوند او سوداګريزو اعلاناتو څخه چمتو کېږي.
 
د اړيکو شمېرې :  ۰۷۰۰۲۷۷۷۸۱ و ۰۷۰۰۲۶۳۱۵۲
برېښناليک : [email protected]
ويبپاڼه : www.mandegardaily.com
 
١٢-اطلاعات روز ورځپاڼه:
دا ورځپاڼه په ١٣٩٠ لمريز کال د ذکي دريابي له خوا تاسيس شوې، يوه خپلواکه او انتقادي ورځپاڼه ده، چې د سياست، ټولنې، فرهنګ، پوهې، علم او ورزش په اړه ليکنې خپروي. اته رنګه مخونه لري او چلوونکي يې ادعا کوي، چې د افغانستان تر ټرلو ډېره لوستل کېدونکې ورځپانه ده.
د اړيکو شمېرې:  ۰۷۸۹۴۵۱۶۰ و ۰۲۰۲۵۰۰۱۸۷
برېښناليک :  [email protected]
ويبپاڼه : www.etilaatroz.com
 
١٣-وحدت ورځپاڼه:
دا ورځپاڼه د حزب وحد اسلامي مردم افغانستان ګوند خپرنيز ارګان دى، چې د کابل له خبري او تحليلي ورځپاڼو څخه يوه ده او يواځې په دري ژبه خپرېږي.
د اړيکې شمېره :  ۰۷۹۲۶۴۱۵۱۵
برېښناليک : [email protected]
ويبپاڼه : www.wahdatnews.com
 
 ١٤-جامعه باز  ورځپاڼه:
دا هم دکابل له فعالو ورځپاڼو څخه ده، چې په ١٣٩٢ لمريز کال د محمد اسلم جوادي له خوا تاسيس شوې ، ټوکشمېر يې ٢٠٠٠ دى او په کابل کې وېشل کېږي، ددې ورځپاڼې لګښتونه له سوداګريزو اعلاناتو تر لاسه کېږي او مسوول مدير يې جواد سلطاني دى.
 
د اړيکې شمېرې :  ۰۷۸۴۱۸۰۰۸۹ و ۰۷۹۲۶۰۴۰۲۰
برېښناليک : [email protected]
ويبپاڼه : www. dailyopensociety.com
 
 ١٥-افغانستان ورځپاڼه:
افغانستان ورځپاڼه د " ګروه روزنامه های افغانستان" په نامه دوو ورځپاڼو څخه يوه مخکښه ورځپاڼه ده، چې په لوړ کيفيت په کابل کې دهېواد په ملي ژبو خپرېږي. د افغانستان د ورځپاڼو ډله په هېواد کې د رڼو او بې پرې اطلاعاتو رسولو، سياسي او ټولنيز شعور وېښولو، ملي حاکميت د پياوړتيا، د د دموکراتيکو ارزښتونو د ودې او د افغانستان اساسي قانون او نورو قوانينو او ملي ارزښتونو په رعايتولو سره خپرونې کوي.
د اړيکې شمېرې:  ۰۷۹۹۴۰۸۲۷۱ او ۰۷۹۸۳۴۱۸۶۱
برېښناليک :  [email protected]
ويبپاڼه :  www.dailyafghanistan.com
 
 ١٦-اوټلوک افغانستان ورځپاڼه:
دا ورځپانه هم د " گروه روزنامه های افغانستان"  څخه يوه مخکښه ورځپاڼه ده، چې په لوړ کيفيت سره په کابل ښار کې په انګريزي ژبه خپرېږي.
د اړيکو شمېرې:  ۰۷۹۹۴۰۸۲۷۱ و ۰۷۹۸۳۴۱۸۶۱
برېښناليک : [email protected]
ويبپاڼه : www.outlookafghanistan.net
 
١٧-افغانستان ټايمز ورځپاڼه:
افغانستان ټايمز ورځپاڼه د هېواد له خپلواکو رسنيو څخه يوه ده، چې په ٢٠٠٦ زېږديز کال کې تاسيس شوې او په انګليسې ژبه له کابل سربېره په مزار، کندهار او جلال اباد کې خپرېږي.
دا ورځپانه د موسس له شخصي پانګې او اعلاناتو تمويلېږي او ٣٠ تنه په کې کار کوي.
د اړيکې شمېرې:  ۰۷۰۸۹۵۴۶۲۶ و ۰۷۷۵۳۸۳۹۱۲
برېښناليک :  [email protected]
ويبپاڼه :  www.afghanistantimes.af
 
١٨-افغانستان ايکسپرس ورځپاڼه:
دا هم د کابل له فعالو ورځپاڼو ده، چې په ٢٠١٣ زېږديز کال د احمد يما اسرار له خوا تاسيس شوې په انګليسي ژبه په کابل کې خپرېږي، چې د تمويل چارې يې د پلور او موسس له شخصي لګښت څخه پوره کېږي.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۷۵۹۹۹۹۸
برېښناليک : [email protected]
و يبپاڼه : www.theafghanistanexpress.com
 
 ١٩-کابل ټايمز ورځپاڼه:
دا ورځپاڼه په ١٩٦٢ زېږديز کال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا تاسيس شوې، چې د ٧٠٠ ټوکشمېر په درلودو سره په انګريزي ژبه خپرېږي، ٣٢ کارکوونکي لري، چې مالي تمويل يې هم د ياد شوي وزارت پرغاړه دى.
د اړيکې شمېرې :  ۰۲۰۲۳۰۱۷۶۶
برېښناليک : [email protected]
 
٢٠-هېود ملي ورځپاڼه :
هېواد ملي ورځپاڼه هم دهېواد له فعالو اوپخوانيو ورځپاڼو څخه ده، چې په ١٣٢٨ لمريزکال د دولت له خوا تاسيس شوې، چې په هېواد سربېره په ځينو نورو هېوادونو کې هم وېشل کېږي او دکارکوونکو شمېر يې ٢٢ تنه دى.
د اړيکې شمېره :  ۰۲۰۲۳۰۲۱۳۰
برېښناليک :  [email protected]
 
٢١-اصلاح ورځپاڼه:
اصلاح ورځپاڼه هم د کابل له فعالو دولتي ورځپاڼو څخه ده، چې د محمد نادرشاه له خوا په ١٣٠٠ لمريز کال تاسيس شوې. دا ورځپاڼه، چې ټوکشمېر يې ٣٥٠٠ دى،  دهېواد په مرکز او ولايتونو کې وېشل کېږي. د اصلاح لګښتونه دولت ورکوي او د کارکوونکو شمېر يې ٢٥  تنه دى.
داړيکې شمېره :  ۰۷۰۰۲۸۰۰۳۲
برېښناليک :  [email protected]
 
 ٢٢-انيس ورځپاڼه:
انيس هم دهېواد  له پخوانيو ورځپاڼو څخه ده، چې لومړۍ ګڼه يې د ١٣٠٦ لمريز کال د غويي مياشتې په ١٥مه  د محى الدين انيس له خوا خپره شوه. دا ورځپاڼه اوسمهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په اډانه کې  خپرېږي، چې د مطالبو اتيا سلنه يې په دري او ٢٠ سلنه يې پښتو ده. ددې ورځپاڼې ټوکشمېر له ٢٢٠٠ څخه تر ٢٥٠٠ پورې دى، چې له کابل سربېره ډېرى ولايتونو کې هم وېشل کېږي. د انيس مالي تمويل د حکومت پر غاړه دى او ٤٣ کارکوونکي لري.
داړيکې شمېرې:  ۰۲۰۲۳۰۱۳۴۲ او ۰۷۰۰۵۷۱۲۲
برېښناليک : [email protected]١-۸صبح ورځپانه: