١٠٢-شينکۍ ذهين کړوخېل:
د کابل د خلکو استازې- رايې: ٢٩٩٩
 
شينکۍ ذهين کړوخېل د غلام حسن خان لور، چې په ١٣٤١لمريز کال د کابل ولايت د خاک جبار ولسوالۍ په ملا عمر کلي کې زېږېدلې ده. نوموړې خپلې لومړنۍ زده کړې د کابل په بي بي صاحبه لومړني ښوونځي او ثانوي هغه يې په رابعه بلخي لېسه کې پاى ته رسولې دي. دا لا په ١٣٦٤لمريز کال د کابل پوهنتون د طب پوهنځي محصله وه، چې پاکستان ته کډواله شوه او په ١٣٦٤لمريز کال يې په اسلام کې د پرمختللو ژبو په ملي انستيتيوت ( National Institute for Modern Language ) انګليسي ژبه زده کړه او د خپلو تحصيلاتو تر بشپړولو وروسته تر يوه نيم کال پورې د افغان ښځو په ښوونيز مرکزې کې دانګليسي د ښوونکې، په همدې اداره کې د يوې رضاکاره ټولنيزې کارکوونکې او لس کاله د بې وزله ښځو او ماشومانو په برخه کې کار وکړ.
په ١٣٧٢لمريز کال يې په  اسلام اباد  کې دافغان ماشومانو کډوالو لپاره د شهيد ولي خان کړوخېل لېسه رامنځته کړه، چې تر اوسه يې په زرګونو فارغين ورکړي دي. نوموړې تر دې وروسته د څلورو کلونو لپاره د بې وزلو ښځو او ماشومانو مرکز سرپرسته وه .
په ١٣٨١لمريز کال دافغان ښځو ښوونيز مرکز (AWEC ) د اړيکو د مسوولې، کوارديناتورې، سرپرستې او په ١٣٨٣ لمريز کال ددې مرکز د رييسې په توګه دنده اجرا کړه . شينکۍ د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې هم د کابل استازې وه او په اوسنۍ دوره کې هم ده.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۰۲۳۸۰۲۹
برېښناليک : [email protected]
 
١٠٣-استاد ربابه پرواني دروېش:
د کابل دخلکو استازې- رايې: ١٣٠٩
 
استاد ربابه پرواني دروېش د دروېش علي لور، چې په ١٣٥٥لمريز کال د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې زېږېدلې ده. نوموړې ثانوي زده کړې د بلخ په ابده بلخي لېسه  کې پاى ته رسولې او لېسانس سند يې دحقوقو او سياسي علومو په برخه کې د سلام خصوصي پوهنتون څخه تر لاسه کړى دى.استاد ربابه  د فاطمه الزهرا( س) د قراني علومو مرکز، دخديجه الکبرا ( س) ټولنې او د مېرمنو ټولنې دارشاد او دعوت د بنسټګرې په توګه کار کړى او اوسمهال په ولسي جرګه کې د کابل دخلکو استازې ده.
 
داړيکې شمېرې : ۰۷۹۹۳۵۰۷۱۱ او ۰۷۰۰۲۲۶۵۹۷
برېښناليک :   ustad[email protected]
 
 
١٠٤-بکتاش سياووش :
د کابل دخلکو استازې- رايې: ۴۵۵۷
 
 بکتاش سياووش  په ١٣٦٢لمريز کال د کاپيسا ولايت د کوهستان ولسوالۍ په عزت خېل سيمه کې نړۍ ته سترګې غړولي او په ١٣٨٣ لمريز کال دکابل له عبدالهادي داويله لېسې څخه فارغ شوى دى.بکتاش لا په ١٣٨١لمريز کال د ښوونځي زده کوونکى و، چې د نونهالان خپرونې په خپرولوسره يې خبريالۍ ته مخه کړه، وروسته يې له طلوع افغان او وطندار خپرونو سره همکارۍ ته دوام ورکړ، د ارمغان ملي اونيزې له خپرېدو سره يې خبريالۍ، اېډېټرۍ او ددې اونيزې مرستيالۍ ته مخه کړه، ورځپاڼې ليکنې ته يې ادامه ورکړه، انټرنيوز او بيا طلوع تلويزيون ته ولاړ. بکتاش وايي، چې له ١٣٨٦کال وروسته يې د شخړو خبريالۍ او د خبريالۍ تخصصي روزنې په برخه کې په برېتانيا، سريلانکا او پاکستان کې په حضوري او انلاين ډول زده کړو ته دوام ورکړ او اوسمهال په ولسي جرګه کې د کابل دخلکو استازى دى.
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۰۶۶۷۷۰۱
 
١٠٥-تورپيکۍ پتمن:
د کابل دخلکو استازې- رايې:٢٢٥٨
 
تورپيکۍ پتمن د حاجي محمد اجان لور ، چې په ١٣٤٨ لمريز کال د ننګرهار ولايت په سره رود ولسوالۍ کې زېږېدلې، خپلې لومړنۍ زده کړې يې د ننګرهار په فتح اباد کې د خداداد په لېسه کې په ١٣٦٧ کال کې پاى ته رسولي، دلېسانس او ماسټرۍ (١٣٩١) سندونه يې د کابل پوهنتون له پښتو ادبياتو پوهنځي څخه تر لاسه کړي دي. نوموړې تر دې وړاندې د کابل ښار په ښوونځيو کې د استادې او د کابل ولايتي شورا د غړې په توګه دنده اجرا کړي او اوسمهال هم په ولسي جرګه کې دکابل دخلکو استازې ده.
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۴۹۲۷۱۷
برېښناليک : [email protected]
 
١٠٦-جنرال نظيفه ذکي:
د کابل دخلکو استازې- رايې:١٢١٠
 
جنرال نظيفه ذکي د شمس الدين لور، چې په ١٣٤٢لمريز کال د فيض اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې زېږېدلې ده، خپلې ثانوي زده کړې يې په ١٣٦٠ لمريز کال د مخفي بدخشي په لېسه کې پاى ته رسولي او په ١٣٦١ لمريز کال د ملي پوليسو اکاډمۍ څخه فارغه شوې او تر دې وروسته يې د افسرۍ له رتبې څخه تر جنرالۍ پورې د کورنيو چارو وزارت په بېلابېلو کشفي او جنايي څانګو کې ٢٩ کاله کار کړى  او ١٥ کاله د لوى څارنوالۍ په پوځي معاونيت کې څارنواله وه ، اته کاله د لويې څارنوالۍ د ښځو چارو شورا رييسه وه او اوس په ولسي جرګه کې دکابل د خلکو استازې ده.
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۰۲۹۶۶۱۱
برېښنالک : [email protected]
 
١٠٧-الله ګل مجاهد:
د کابل خلکو استازى- رايې: ٤١١٥
 
الحاج الله ګل مجاهد د حاجي شېرګل مجاهد زوى، چې په ١٣٤٣لمريز کال  د کابل ولايت د ده سبز ولسوالۍ په خواجه چاشت کلي کې زېږېدلى دى. نوموړې خپلې ثانوي زده کړې تر يوولسم ټولګي پورې په ده يحيى لېسه کې سر ته رسولي ، په ١٣٦٠لمريز کال د کابل ولايت په ده سبز کې عمومي جهادي قوماندان و او د مجاهدينو تر بريا وروسته په سوداګرۍ بوخت شو. په ١٣٨٨ لمريز کال کې يې د ده سبز خلکو د ټولنيزې شورا مشري کوله او اوسمهال په ولسي جرګه کې د کابل استازى دى.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۷۷۴۴۴۶۰۰
 
 ١٠٨-حاجي محمدمحقق:
د کابل دخلکو استازى- رايې:١٦٢٣٣
 
حاجي محمد محقق د سرور زوى ، چې په ١٣٣٤ لمريز کال د بلخ ولايت د چهارکنت ولسوالۍ په سفيد چشم کلي کې زېږېدلى ، په اسلامي علومو کې ليسانس لري . نوموړي تر  وکالت وړاندې د اسلامي دولت پرمهال دکورنيو چارو د وزير( ١٣٧٧-١٣٨٨) د لنډمهالې ادارې د مرستيال، د پلان وزير( ١٣٨١-١٣٨٢) ، د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې د کابل خلکو د استازي، د سولې عالي شورا او جهادي مشرانو شورا دمجلس غړي په توګه دندې اجار کړې دي. نوموړي په ١٣٨٣ لمريز کال د ولسمشرۍ له کانديدانو څخه و او اوسمهال په ولسي جرګه کې د کابل استازى او د حزب وحدت اسلامي مردم افغانستان ګوند مشر دى.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۷۷۴۰۳۸۳۸
 
 
۱۰۹- محمد فرهاد صدیقي :
 د کابل دخلکو استازى- رايې:٥١٢٨
حاجي محمد فرهاد صديقي  د محمد رفيق زوى، چې په ١٣٤٨ لمريز کال د پروان ولايت په چاريکار ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې ثانوي زده کړې د پروان په تجربوي لېسه کې پاى ته رسولي او د کابل له بېتاب لېسې څخه فارغ شوى دى. صديقي د لېسانس سند په ١٣٧٤لمريز کال د کابل پوهنتون له حقوقو او سياسي علومو پوهنځي څخه تر لاسه کړى او تر وکالت وړاندې يې دوه کاله د پروان د عامې روغتيا رياست  د مالي او اداري، د پروان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د رييس، د اکټيد(ACTED) موسسې پروګرام افسر، د ساختماني شرکت رييس او د اساسي قانون لويې جرګې دغړي په توګه دندې اجرا کړي او اوسمهال په ولسي جرګه کې د کابل دخلکو استازى دى.
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۳۷۰۰۳۷
برېښناليک : Farhad_ [email protected]
 
  ١١٠- رمضان جمعه زاده:
د کابل دخلکو استازى- رايې:٣١٤٨
 
رمضان جمعه زاده د جمعه خان زوى، چې په ١٣٧٥لمريز کال د باميان ولايت د شيبر ولسوالۍ په غوربندک کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې ثانوي زده کړې د بغلان په پلخمري لېسه کى پاى ته رسولي او په ١٣٧٧لمريز کال يې د بلخ پوهنتون طب پوهنځى پيل کړى، خو د طالبانو له راتګ سره پاکستان ته کډوال شو، هلته يې د سوداګرۍ او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې کورسونه ولوستل.  جمعه زاده تر دې وړاندې په پاکستان کې د اغان خان سيمه ييز کونسل پورې اړوند د افغانانو بيا رغونې پروګرام د مرستيال( ١٣٧٨-١٣٨٠)، د افغانستان لپاره د اغاخان ملي کونسل د اقتصادي بورډ د رييس( ١٣٨١-١٣٨٤)، د USAID په برخه کې د کمونکس انټرنشنل د اقتصادي مسايلو د کارپوه( ۱۳۸۷ – ۱۳۸۸ ) او د افغانستان فوکس د مديره پلاوي د غړي( ۱۳۸۶ – ۱۳۸۸) په توګه دندې اجرا کړي او او سمهال په ولسي جرګه کې د  کابل د خلکو استازى دى.
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۶۵۸۶۵۸
برېښناليک : [email protected]
 
  
 ١١١-سيدحسين عالمي بلخي :
د کابل دخلکو استازى- رايې: ۳۴۲۳
 
سيدحسين عالمي بلخي د سيدميراقا زوى ، چې په ١٣٣٥لمريز کال د بلخ ولايت په چهارکنت ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړى په ١٣٥١لمريز کال دمزارشريف سلطانيه مدرسه کې شامل شو او خپلو زده کړو ته يې په چارکنت او  ايات الله بحرالعلوم مدرسو کې دوام ورکړ او په ١٣٦٣لمريز کال دقم اسلامي پوهنتون کې شامل او په دې پوهنتون کې تر څلورکلنو زده کړو وروسته د مزارشريف په مدرسو کې دښوونکي په توګه وګومارل شو. بلخي تر وکالت وړاندې د انقلاب سنګر او ميثاق وحدت مجلو د مسوول مدير، له هېواده بهر دحزب وحدت اسلامي ګوند د فرهنګي چارو رييس، د راه نجات  اونيزې موسس او مدير، په ايران کې د روزنيزو موسسو د ښوونکي، د اته ګوني ايتلاف د رييس او وياند، د رسول اکرم دخيريه خپرندويې او فرهنګي موسسې د موسس، د شعيه عالمانو شورا د دارلانشاء رييس، په سرپل کې د طالبانو پر ضد جوړې شوې جبهې د مشر، د سوداګرۍ وزير، د اسلامي دولت دعالي شورا د غړي، د افغانستان د عالمانو مرکزي شورا د غړي او د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې دکابل خلکو داستازي په توګه دنده اجرا کړې او اوس هم په ولسي جرګه کې د کابل استازى دى.
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۰۲۷۷۵۰۲
برېښناليک : [email protected]
 
١١٢-سيدحسين انوري:
د کابل د خلکو استازى- رايې:٤٧١٥
 
سيدحسين انوري د سيد انور شاه زوى، چې  په ١٣٣٥لمريز کال د پروان ولايت په شيخ علي ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي دمعلمۍ په برخه کې زده کړه کوله، خو کورنيو جګړو له زده کړو پاتې کړ. تر وکالت وړاندې يې د جهاد او مقاومت د قوماندان، د اسلامي دولت د دفاع ، امنيت او  پوځي شورا دغړي، د کار او ټولنيزو چارو د وزير، د افغانستان د اسلامي دولت دعالي شورا د غړي، د کرنې او مالدارۍ د وزير او  د کابل او هرات وايتونو د والي په توګه دندې اجرا کړې دي. نوموړى اوسمهال په ولسي جرګه کې د کابل دخلکو استازى او د حرکت اسلامي ګوند مشر دى.
 
د اړيکې شمېرې : ۰۷۸۷۲۰۰۰۰۱ و ۰۷۷۹۸۰۲۹۶۲
برېښناليک : [email protected]
 
 
١١٣-سيدعلي کاظمي:
د کابل د خلکو استازى- رايې:٣٧٦٧
 
سيدعلي کاظمي د سيدګل  وزى، چې په ١٣٥٠ لمريز کال د پروان ولايت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې زېږېدلى ، نوموړي خپلې ثانوي زده کړې په ١٣٦٦لمريز کال د کابل په حبيبيه لېسه کې پاى ته رسولي او دکابل پوهنتون طب پوهنځي ته په ١٣٧١ لمريز کال داخل شوى او تر ١٣٧٥لمريز کال پورې يې په کې زده کړه کړې، خو د طالبانو په راتلو ترې زده کړه پاتې شوې، خو ليسانس يې په ١٣٨١لمريز کال په انساني علومو کې تر ګوتو کړ.
کاظمي په ١٣٦٦لمريزکال  د جهاد او مجاهدينو له ليکو سره يو ځاى شو، سياسي او فرهنګي فعاليتونه يې له ١٣٧١لمريز کال راهيسې پيل کړل ، له ١٣٨٣لمريز کال راهيسې دحزب اقتدار ملي ګوند مرکزي شورا غړى او داقتدارملي اونيزې دامتياز خاوند و، کله چې سيد مصطفى کاظمي په ١٣٨٦لمريز کال کې ووژل شو، نو د اقتدار ملي ګوند مرکزي شورا د يوې پرېکړې له مخې نوموړى ددې ګوند د مشر په توګه وټاکل شو او اوسمهال په ولسي  جرګه کې د کابل د خلکو استازى دى.
 
داړيکې شمېره : ۰۷۹۹۳۳۳۳۳۳
 
 
١١٤-شيرولي وردګ:
د کابل دخلکو استازى- رايې: ٣٤٠٩
 
شيرولي وردګ د خواجه ميرخان وردګ زوى، چې په ١٣٤٩ لمريز کال د  وردګو ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې ثانوي زده کړې په ١٣٦٩ لمريز کال په پېښور کې د (IRC) په لېسه کې پاى ته رسولي  او د لېسانس سند يې د فيصل اباد پوهنتون د کرنې څانګې څخه تر لاسه کړى ، خو ماسټري يې په ١٣٨٥لمريز کال د فيصل اباد له پرسټين پوهنتون څخه د عمومي ادارې په برخه کې اخيستې ده.
نوموړي تر وکالت وړاندې د ( I. R.C) دفتر د مسوول (١٣٧٧-١٣٨٢) د Alcatel دفتر مسوول (۱۳۸۲ تر ۱۳۸۸) او دکرنې وزارت د CARD-F دفتر د مسوول (۱۳۸۸الی ۱۳۸۹) په توګه دنده اجراکړې او اوسمهال په ولسي جرګه کې د کابل دخلکو استازى دى.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۸۰۶۳۸۷
برېښناليک : [email protected]
 
 
١١٥-عبدالحفيظ منصور:
د کابل دخلکو استازى- رايې:٢٩٠٣
 
عبدالحفيظ منصور د محمدحسين زوى، چې په ١٢٤٣لمريز کال د پنجشير ولايت په رخه ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې ثانوي زده کړې د پاکستان په مجاهد لېسه کې پاى ته رسولي او د ليسانس سند يې په ١٣٧٥لمريز کال د کابل پوهنتون له ژورناليزم پوهنځي څخه تر لاسه کړى دى.
منصور د ورځپاڼه ليکنې ٣٠ کلنه تجربه لري او د طالبانو دحکومت له پرځېدو وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست و، خو ددې ترڅنګ يې د پيام مجاهد اونيزې دمسوول مدير، د باختر خبري اژانس د رييس او د ملي راډيو تلويزيون د رييس په توګه دنده اجرا کړې او اوسمهال له ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازى دى.
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۰۲۸۴۰۱۲
شمېره  : [email protected]
 
 
١١٦-فرخنده زهرا نادري:
د کابل دخلکو استازى – رايې:٦٦١٢
 
 فرخنده زهرا نادري د الحاج سيد منصور نادري لور، چې په ١٣٦٠ زېږديز کال په کابل ولايت کې زېږېدلې او له اره د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ د کيان کلي اوسېدونکې ده. نادري خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په کابل او بغلان کې کړي او ثانوي دوره يې په ١٣٨٠کال د برېتانيا په هارو(  Harrow)  لېسه کې پاى ته رسولې ده. نادري د ليسانس سند په ١٣٨٣لمريزکال د حقوقو په برخه کې  د تاشکند له ويست منيستر نړيوال پوهنتون څخه تر لاسه کړى دى.
نادري تر دې وړاندې د حکيم ناصرخسروبلخي د فرهنګي مرکز د عمومي مسوولې، د افغانستان ملي پيوند ګوند د ځوانانو ټولنې او ښځو چارو کميسيون د مشرې او دافغانستان په بيمه شرکت کې د افغانستان د سلاکارې په توګه کارکړى او اوسمهال په ولسي جرګه کې د کابل دخلکو استازې ده.
داړيکې شمېرې : ۰۷۰۰۲۸۹۲۱۵ او ۰۷۰۲۰۸۹۵۹۹
برېښناليک : [email protected]
 
١١٧-فوزيه ناصريار:
د کابل دخلکو استازې – رايې: ١١١٩
 
فوزيه ناصريار د غلام دستګير لور، چې په ١٣٤٩ لمريز کال د کابل په ګلداره ولسوالۍ کې زېږېدلې ده، نوموړې خپلې ثانوي زده کړې په ١٣٦٣لمريز کال د عايشه دوراني په لېسه کې پاى ته رسولې  او ليسانس سند يې په ١٣٧٠ لمريز کال د کابل پوهنتون له ژورناليزم پوهنځي څخه تر لاسه کړى، په افسوټر او اريا هوايي شرکت کې د کار شل کلنه تجربه لري او اوسمهال  په ولسي جرګه کې د کابل دخلکو استازې ده.
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۷۱۲۵۲۵۲
 
١١٨-قيس حسن:
د کابل دخلکو استازى – رايې:٣٦٠٨
 
قيس حسن د حاجي ميرزا محمد زوى، چې په ١٣٥٩ لمريز کال د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. حسن خپلې ثانوي زده کړې د کابل په استقلال لېسه کې په ١٣٨٣ لمريز کال پاى ته رسولي او ادعا کوي، چې په همدې کال يې د ليسانس سند هم په پېښور کې د هېواد پوهنتون له ادارې او سوداګرۍ څانګې څخه تر لاسه کړى دى. نوموړى ددې ترڅنګ د ساختماني چارو، سون توکو او موټرو په سوداګرۍ بوخت دى او دولسي جرګې په اوسنۍ دوره کې دکابل خلکو وکالت کوي.
د اړيکې شمېره :۰۷۹۰۵۰۰۰۴۰
 
 ١١٩-محمدابراهيم قاسمي:
د کابل دخلکو استازى- رايې:٥٠١٤
 
محمدابراهيم قاسمي د حسين بخش زوى، چې په ١٣٣٦ لمريز کال  دميدان وردګو ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې ثانوي زده کړې په ١٣٥٥د کابل په محمود طرزي لېسه کې پاى ته رسولي  او لېسانس سند يې په ١٣٥٩ لمريز کال د کابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه تر لاسه کړى دى. نوموړى ٢١ کاله په کاناډا کې کډوال و او هلته يې د پنځلسو کلونو لپاره د افغانانو ټولنې مشري پر غاړه وه. هېواد ته له راستنېدو وروسته د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي پياوړى غړى او د ولسي جرګې په ١٥مه دوره کې هم د کابل د خلکو استازى و.
د اړيکې شمېره :  ۰۷۹۹۸۵۶۱۵۰
برېښناليک : [email protected]
 
 
١٢٠-ميرامان الله ګذر:
د کابل دخلکو استازى- رايې:٦٦٨٦
 
مير امان الله ګذر د ميرعبدالله زوى، چې په ١٣٤١لمريز کال د کابل ولايت د ميربچه کوټ ولسوالۍ په ګذر کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې ثانوي زده کړې په ميربچه کوټ لېسه کى پاى ته رسولي او له مجاهدينو سره تر يو ځاى کېدو وروسته ترې زده کړې پاتې شوې. ګذر دهېواد په شمال کې دجمعيت اسلامي ګوند قوماندان و او د مقاومت له مهاله د طالبانو تر پرځېدو پورې د کابل شمال ته  د لومړۍ کرښې قوماندان و. دى د طالبانو له پرځېدو  وروسته په انتقالي حکومت کې د ٨ مې فرقې د قوماندان، د شمال لويې لارې قوماندان او د کابل امنيه قوماندان په توګه دندې اجرا کړې او اوسمهال د کوهدامن شورا رييس او په ولسي جرګه کې دکابل استازى دى.
 
د اړيکې شمېرې : ۰۷۰۷۴۰۰۴۵۰ او ۰۷۸۸۶۰۰۵۰۰
 
 
١٢-رمضان بشردوست:
د کابل دخلکو استازى- رايې:٧٩٣٥
 
ډاکټر رمضان بشردوست د محمدعلي زوى، چې په ١٣٤٠لمريز کال د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې ثانوي زده کړې د کډوالۍ پرمهال په پاکستان او ايران کې سرته رسولي نوموړي يوه ماسټره د حقوقو په برخه کې په ١٣٦٨ لمريز کال له ګرينويل پوهنتون (Grenoble)، دويمه په ديپلوماسۍ څانګه کې په ١٣٦٩ لمريز کال له فرانسې پوهنتون او درېيمه هم په سياسي علومو کې په ١٣٧١لمريز کال تر لاسه کړې ده. نوموړي د دکتورا سند هم په سياسي علومو کې د فرانسې له توولوس (Toulouse )پوهنتون څخه په ١٣٧٤لمريز کال تر لاسه کړى دى. بشردوست تر دې وړاندې د البيروني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي او حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د استاد، په پاريس کې دافغانستان د سفارت د درېيم منشي، د بهرنيو چارو وزارت د کارکوونکي، په بهرنيو چارو وزارت کې دملګرو ملتونو د مديريت مرستيال، د افغانستان په بهرنيو چارو وزارت کې د اروپايي هېوادونو سياسي مدير، د پلان وزير او د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې د کابل د استازي په توګه دندې اجرا کړې دي. نوموړى اوس هم په ولسي جرګه کې دکابل استازى دى.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۷۷۳۳۵۳۱۶ او ۰۷۹۹۳۳۵۳۱۶۳
برېښناليک : [email protected]
 
 ١٢٢-ډاکټرجعفرمهدوي:
د کابل د خلکو استازى- رايې:٥٠١٣
 
ډاکټرجعفر مهدوي د قربان زوى، چې په ١٣٥٧ لمريز کال دغور ولايت په لعل و سرجنګ ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې ثانوي زده کړې په ١٣٧٦لمريز کال د ايران په مشهد لېسه کې پاى ته رسولي او ليسانس سند يې په ١٣٧٨ لمريز کال د سياسي ټولنپېژندنې په برخه کې  په ١٣٧٨  لمريز کال ترلاسه کړى ، خو ماسټري يې  د ايران له پوهنتون څخه په سياست او دکتورا يې هم دهمدې پوهنتون څخه د سياسي ټولنپېژندنه په برخه کې په ١٣٨٤لمريز کال تر لاسه کړې ده.
مهدوي تر دې وړاندې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د سلاکار(١٣٨٥-١٣٨٧)، د بشري حقونو په برخه کې د پوهنې وزرات ارشد متخصص(١٣٨٧)،په کابل پوهنتون پورې د تړلي مرکز( د څېړنو او پاليسۍ مرکز) کې د استادانو مدرس( ١٣٦٨)، د سروش ملت ورځپاڼې موسس، دغرجستان د لوړو زده کړو موسسې، بنسټګر، سلاکار او استاد، د توسعه افغانستان موسسې د رييس( ١٣٨٠-١٣٨٦)، د    سياستګذاری فصلنامۀ پژوهش توسعه  شورا مشر( ١٣٨١-١٣٨٦)، د جهان معاصر ١٤ ورځنۍ خپرونې مسوول مدير( ١٣٨٢-١٣٨٤)، د سولي ملي مشورتي جرګې منشي(۱۳۸۹)، په ايران کې دافغان کډوالو تر منځ د ولسمشرۍ تاکنو ترسره کولو شپږ کسيزې کمېټې د غړي( ١٣٨٣) په توګه دنده اجرا کړې دي. نوموړى اوسمهال د حزب ملت افغانستان ګوند مشر او په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازى دى.
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۶۱۹۹۲۴۱
برېښناليک : [email protected]
 
 ١٢٣-فاطمه نظري:
دکابل د خلکواستازى- رايې: ٦٨٣٤
 
فاطمه نظري د حاجي چمن علي لور، چې په ١٣٥٩ لمريز کال په کابل ولايت کې زېږېدلى  او له اره دميدان وردګو ولايت د بهسودو مرکز اوسېدونکې ده. نوموړې خپلې ثانوي زده کړې د چهارقلعې په چهاردهي لېسه کې پاى ته رسولي او ليسانس سند يې په ١٣٨٠ کال د کابل پوهنتون څخه تر لاسه کړى دى. نظري تر وکالت وړاندې د ميدان وردګو ولايت د ښځو چارو د رييسې، د اساسي قانون دکمېسيون دغړې، د رابعه بلخي پوهنتون د موسسې، د ولسي جرګې د پنځلسمې دورې د غړې، د مهاجرو خويندو ټولنې د رييسې او  د جاپان اړوندې سوره( Sora ) موسسې مبصرې په توګه دنده اجرا کړې او اوسمهال په ولسي جرګه کې د کابل دخلکو استازې ده.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۶۲۰۲۰۲۰ و ۰۷۹۹۴۳۶۶۸۴
برېښناليک : [email protected]
 
 
١٢٤-عبدالرب رسول سياف:
دکابل د خلکواستازى- رايې: ۷۱۵۸
 
عبدالرب رسول سياف  د فقيرمحمدزوى، چې په ١٣٢٣لمريز کال د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې زېږېدلى او ليسانس سند يې د کابل پوهنتون څخه تر لاس کړى او ماسټري يې په حديثو څانګه کې له الازهر پوهنتون څخه اخيستې ده. سياف د لسو کلونو لپاره په پوهنتونونو کې تدريس کړى او ددې ترڅنګ د دعوت پوهنتون، دافغانستان دازادۍ لپاره د اسلامي اتحاد ګوند، اسلامي اتحاد ګوند، د افغانستان دمجاهدينو داسلامي اتحاد د رياستونوچارې سمبال کړې،  همدارنګه د مجاهدينو د لنډمهالي حکومت د لومړي وزير، د دعوت د لوړو زده کړو موسسې د رييس، د سولې عالي شورا دغړي او  د ولسي جرګې د پنځلسمې دورې دغړي په توګه پاتى شوى دى، اوسمهال د دعوت اسلامي ګوند رييس او په ولسي جرګه کې دکابل دخلکو استازى دى.
د اړيکې شمېره : ۰۷۸۶۷۰۰۷۰۰
 
 
١٢٥-ډاکټرعبيدالله کليمزى وردګ:
د کابل دخلکو استازى- رايې:٢٩١٨
  ډاکټرعبيدالله کليمزى د الحاج کليم الله خان زوى ، چې په ١٣٥٨ لمريز کال د وردګو ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې زېږېدلى او لېسانس سند يې په ١٣٨٤لمريز کال د کابل پوهنتون د معالجوي طب څخه تر لاسه کړى دى. کليمزى د څلورو کلونو لپاره د USAIDدفتر په روغتيايي دفتر اوڅلور کاله د شخصي سوداګرۍ په برخه کې کار کړى، دوه کاله د مرکزي پولي کلينيک رييس و او پنځه کاله يې د بوتيک بلدرز کمپنۍ د مرستيال په توګه دنده اجرا کړې او اوسمهال په ولسي جرګه کې د کابل دخلکو استازى دى.
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۵۷۶۷۶۸۳
برېښناليک  : [email protected]
 
 ١٢٦-حاجي محمد داوود کلکاني:
د کابل دخلکو استازى- رايې:
 
حاجي محمد داوود کلکاني د محمودخان زوى، چې په ١٣٤٢لمريز کال د کابل ولايت په کلکان ولسوالۍ کې زېږېدلى او ثانوي زده کړې يې د کابل په ميرباچاخان لېسه کې پاى ته رسولي، د لېسانس سند يې په ١٣٨٨ لمريز کال د پيام نور پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له څانګې څخه تر لاسه کړى دى. کلکاني تر دې وړاندې د کلکان ولسوالۍ د جهادي امر، د جهادي لوا قوماندان، د غنډ قوماندان، د اتمې فرقې سياسي امر، د کوهدامن شورا منشي او ولسي جرګې د پنځلسمې دورې د وکيل په توګه دندې اجرا کړي او اوسمهال هم په دې جرګه کې د کابل د خلکو استازى دى.
د اړيکې شمېرې : ۰۷۰۰۲۸۱۹۵۵
 
 ١٢٧-حاجي انورخان اورياخېل:
د کابل د خلکو استازى- رايې:٣٢٠٠
 
الحاج انورخان اورياخېل د اروښاد وکيل اسدالله خان زوى، چې په ١٣٣٤ لمريز کال د کابل ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې زېږېدلى او ثانوي زده کړې يې په ١٣٥٦لمريز کال په قره باغ لېسه کې پاى ته رسولې دي. اروياخېل تر دې وړاندې د جهاد عمومي امر، دافغان محصلينو د سراسري شورا د مرستيال، د ولسي جرګې د پنځلسمې دورې دغړي په توګه دنده اجرا کړې او اوس هم ددې شورا غړيتوب لري.
 
داړيکې شمېره : ۰۷۰۰۲۷۵۰۲۶
 
١٢٨-محمديونس قانوني:
د کابل د خلکواستازى- رايې: ٩٥٤٨
 
محمديونس قانوني د حاجي محمديوسف امان زوى ، چې په ١٣٣٦لمريز کال  په پنجشيرولايت کې زېږېدلى دى. نوموړي د ليسانس سند په ١٣٥٩ لمريز کال د کابل پوهنتون له شرعياتو پوهنځي څخه تر لاسه کړى او د ټولنپېژندنې په برخه کې ماسټري لري. قانوني دجهاد پرمهال دجهاد او دعوت کمېټې دمنشي( ١٣٦٠)، په پېښور کې داحمدشاه مسعود د استازي( ١٣٦٠-١٣٦٨) د شوراى نظار د فرهنګي کمېټې دمرستيال( ١٣٦٨٠١٣٧٠)، د جهاد له پيله د مجاهدينو تر بريا پورې د احمدشاه مسعود په استازولى د افغانستان د جهادي قوماندانانو د سراسري شورا د سياسي رييس ، دافغانستان دسياسي حل په موخه په کورنيو او بهرنيو خبرو اترو کې د احمدشاه مسعود داستازي او د ولايتونو چارو کمېټې د مسوول، د اردو سياسي رييس( ١٣٧١-١٣٧٥) د دفاع وزرات سرپرست ( ١٣٧١-١٣٧٥)د کورنيو چارو وزير( ١٣٧٥)، د کورنيو چارو وزير( ١٣٨٠) ، د پوهنې وزير ( ١٣٨١-١٣٨٣) او د ولسي جرګې د پنځلسمې دورې د رييس په توګه دندې اجرا کړې دي.نوموړى په ١٣٨٣ لمريز کال د ولسمشمريزو ټاکنو له نوماندانو څخه يو و او اوسمهال د افغانستان نوين ګوند رييس او په ولسي جرګه کې د کابل دخلکو استازى دى.
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۳۰۲۲۰۱ و ۰۷۰۰۲۲۲۳۹۸
 
 
١٢٩-کبرامصطفوي:
د کابل دخلکو استازې- رايې: ١١٢٩
 
کبرا مصطفوي دسيد احمد لور ، چې په ١٣٤٧لمريز کال د ميدان وردګو ولايت په جلريز ولسوالۍ کې زېږېدلې، ثانوي زده کړې يې د ايران په زينب کبرا لېسه کې پاى ته رسولي او ليسانس سند يې د ايران له المصطفى جامعې له ديني او ټولنيزو علومو پوهنځي څخه تر لاسه کړى  او ماسټري يې هم دايران د ازاد پوهنتون له سياسي علومو څانګې څخه اخيستې ده. مصطفوي تر دې وړاندې د پوهنې وزارت د مبلغې، شرعياتو او سياسي علومو د استادې، د مشرانو جرګې په ١٥مه دوره کې د انتخابي سناتورې، د بيدارى اسلامى زنان  د مشرتابه پلاوي د غړې او د پيامبررحمت( ص) د خيريه بنسټ د رييسې، د ملي انسجام د مشرتابه شورا د غړې په توګه دنده اجرا کړې او اوسمهال په ولسي جرګه کې دکابل استازې ده.
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۵۳۴۶۶۴
 
١٣٠-شکريه بارکزۍ:
د کابل دخلکو استازې- رايې: ٢١٧٤
 
شکريه بارکزۍ د شمس الدين خان لور، چې په ١٣٥١لمريز کال په کابل ښار کې زېږېدلې ده، نوموړې خپلې ثانوي زده کړې په کابل کې پاى ته رسولي او ليسان سند يې په ١٣٨٢لمريز کال د کابل پوهنتون له جيولوجي څانګې څخه تر لاسه کړى دى. بارکزۍ تر وکالت وړاندې د اسيا ښځو په نامه موسسې د  رييسې، د اساسي قانون د تدوين کمېسيون د غړې، دافغانستان ژورنالېستو ښځو ټولنې د بنسټګرې، د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې د کابل د استازې، داينه زن اونيزې د مسوول مديرې، د ترقي ورځپاڼې امتياز خاوندې او د شکريه بارکزۍ بنسټ د مشرې په توګه دنده اجرا کړې او اوسمهال د ولسي جرګې غړې ده.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۰۲۸۱۸۶۴
برېښناليک  : [email protected]
 
 
١٣١-شريف الله کامه وال:
دکابل دخلکو استازى- رايې: ٣٨٧٦
 
شريف الله کاموال د حاجي کندر خان زوى، چې په ١٣٥٦لمريز کال د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې نړۍ ته سترګې غړولي. نوموړي خپلې ثانوي زده کړې د جلال اباد په ميا عمر لېسه کې کړي او لېسانس سند يې په ١٣٩٠ لمريز کال د کابل پوهنتون له اروا پوهنې پوهنځي څخه تر لاسه کړى دى.
کاموال تر دې وړاندې دافغانستان او پاکستان تر منځ دامن جرګې دپاليسۍ د غړي، د مشورتي لويې جرګې د غړي، د ولسي جرګې دغړو د تنظيم مسوول، د افغانستان د ځوانانو ټولنيز  تحريک رييس، د يار موسسې د رييس( له ١٣٨٨ تر ١٣٨٩ )، دملي باور سياسي ګوند، ملي باور اونيزې او ملي باور خيريه بنسټ موسس، په چارو اداره کې د ډاکټر فاروق وردګ د سلاکار( ١٣٨٦) د يار موسسې رييس( ١٣٨٤تر ١٣٨٦) او په کابورا سازمان کې د رييس د نايب( ١٣٨٠تر ١٣٨٢) پورې دندې اجرا کړي او اوسمهال په ولسي جرګه کې د کابل خلکو د استازولۍ ترڅنګ د کرکټ بورډ او المپيک د سلاکار او د بې ځايه شوو او زيانمنو د شورا رييس دى.
د اړيکې شمېره : ۰۷۷۷۶۳۷۷۷۷
برېښناليک : [email protected]
 
۱۳۲- عرفان الله عرفان:
 د کابل دخلکو استازى – رايې: ٢٩٧٧
عرفان الله عرفان د مولوي سبحان الله زوى، چې په ١٣٤٩ لمريز کال د کابل ولايت په فرزه ولسوالۍ کې زېږېدلى او ثانوي زده کړې يې په يوه خصوصي مدرسه کې په ١٣٦٩ لمريز کال پاى ته رسولي او ليسانس سند يې په ١٣٧٣ لمريزک ال د دعوت پوهنې له فقهې او قانون   څانګې څخه تر لاسه کړى دى.
عرفان تر دې وړاندې د کابل طبي پوهنتون داسلامي ثقافت د استاد، په پېښور کې دامام غزالي لېسې د ښوونکي ، د مسکينيه فرزه مدرسې د  مدرس، د فرزه عالي لېسې د ښوونکي او د ولسي جرګې په ١٥مه دوره کې د کابل د استازي په توګه دندې اجرا کړې دي.
داړيکې شمېره : ۰۷۷۲۱۰۴۲۱۲
 
 ١٣٣-عزت الله عاطف:
د کابل دخلکو استازى- رايې: ٤٤٢٩
 
عزت الله عاطف د محمد روز زوى، چې په ١٣٤٢ لمريز کال د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې زېږېدلى او ثانوي زده کړې يې په ١٣٨٢ لمريز کال د پغمان په خواجه مسافر لېسه کې پاى ته رسولې دي. نوموړي تر دې وړاندې په سوېل لوېديځ زون کې د جهادي قوماندان، د استاد رباني دحکومت پر مهال د ١٠ فرقې قوماندان، په انتقالي دوره کې د ٣٤٠ لوا قوماندان، په افغانستان کې د مېشتو عربو قومونو شورا د رييس او په هېواد کې د اوبو پر سر د ورزش رييس په توګه دنده تر سره کړې او اوسمهال په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازى دى.
 
د اړيکې شمېرې : ۰۷۷۷۲۵۶۰۴۰ و ۰۷۹۹۳۳۴۲۱۷
برېښناليک : [email protected]
 
 ١٣٤-قربان علي عرفاني :
د کابل د خلکو استازى- رايې: ٢٩٠٥
قربانعلي عرفاني د ابراهيم زوى ، چې په ١٣٢٣لمريز کال د باميان ولايت په يکاولنګ ولسوالۍ کې زېږېدلى  او ديني زده کړې يې په ١٣٨٥لمريز  کال د نجف په تعليمي مدرسه کې پاى ته رسولي او بيايې دايران په قلم اسلامي مدرسه کې دوام ورکړى، خو د ليسانس سند يې په اسلامپوهنه کې  په ١٣٧٠ لمريز کال د نجف ښوونيزې مدرسې څخه تر لاسه کړى دى.
عرفاني دجهاد له وخته د حزب وحدت اسلامي افغانستان ګوند مرستيال و، خو له جهاد وروسته يې په قومونو  چارو کې د ولسمشر کرزي د سلاکار، د باقر العلوم جامع مسجد د بنسټګر او  د مشرانو جرګې په ١٥مه دوره کې د انتصابي سناتور په توګه دنده اجرا کړې. عرفاني اوسمال دحزب وحدت اسلامي افغانستان ګوند رييس، د باقر العلوم موسسې مسوول او بنسټګر او په ولسي جرګه کې د کابل دخلکو استازى دى.
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۰۲۷۸۱۳۱