١-پژواک خبري اژانس :
پژواک په افغانستان کې تر ټولو لوى ،باوري او خپلواک خبري اژانس دى . مرکزي دفتر يې په کابل ښار کې دى او د ۱۷ سيمه ييزو دفترونو او دهېواد په ګوټ- ګوټ کې د خبريالانو د يوې پراخې شبکې په درلودو سره خبرونه، فيچرونه، تحليلونه او مرکې په پښتو، دري او انګليسي ژبو خپروي. پژواک ددې ترڅنګ نړيوالو رسنيو لکه تلويزيونونو او راډيو ګانو ته تصويرونه، غږيز او تصويري کلپونه  چمتو کوي. دې اژانس خپل فعاليت په ١٣٨٢ لمريز کال د اساسي قانون د لويې جرګې له پوښښ سره پيل کړى او په دې ترتيب د کورنيو او بهرنيو رسنيو لپاره په يوې معتبرې خبري سرچينه بدل شوى دى.
داړيکو شمېرې:  ۰۲۰۲۲۰۱۸۱۴-۰۷۹۹۴۷۷۴۹۲
برېښناليک :[email protected]
ويبپاڼه: www.pajhwok.com
 
٢-وخت خبري اژانس:
وخت خبري اژانس هم د کابل له فعالو اژانسونو څخه دى، چې په ٢٠٠٩ لمريز کال د رحيم الله سمندر له خوا تاسيس شوى، چې په انلاين ډول فعاليت لري. ددې اژانس لګښتونه د خبرونو او تصويرونو له پلور څخه تر لاسه کېږي او همد اوس په کې ٢٠ کسه کار کوي.
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۸۱۹۸۳۸۴
برېښناليک : [email protected]
ويبپاڼه : http://wakht.af
 
 ٣-د بُست خبري اژانس:
بست خبري اژانس د کابل له فعالو رسينو څخه شمېرل کېږي، چې په ٢٠١١ لمريز کال د مسير په نامه ټولنيز بنسټ له خوا تاسيس شوى او په انلاين ډول  په درېيو ژبو ٢٤ ساعته موندل کېږي. ددې اژانس د تمويل چارې خپله د مسير بنسټ پر غاړه دي او همدا اوسمهال په کې ٥٠ تنه کار کوي.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۵۲۰۵۰۵۰۰
برېښناليک : [email protected]
ويبپاڼه :  www.bostnews.com
 
 ٤-باختر اطلاعاتي اژانس:
 
باختر اطلاعاتي اژانس د افغانستان رسمي  دولتي خبري اژانس دى ، چې په ١٣١٨ لمريز کال تاسيس شوى او په انلاين ډول فعاليت لري. ددې اژانس ټول کارکوونکي ٣٠٧ تنه دي، چې له دې ډلې يې له ٥٠تر ٦٠ په ولايتونو کې کار کوي.
 
داړيکو شمېرې : ۰۲۰۲۱۰۱۳۰۴ او ۰۷۰۰۲۰۲۲۳۲
برېښناليک : [email protected]
ويبپاڼه : www.bakhtarnews.com.af
 
 ٥-ثبوت خبري اژانس :
 
ثبوت هم دهېواد له فعالو خبري اژانسو څخه يو دى، چې په ١٣٨٨ لمريز کال د جاوېده احمدي او سميع الله احمدي له خوا تاسيس شوى، چې د امريکا متحده ايالاتو له فرهنګي سرچينو تمويلېږي. اوسمهال ٣٠ کارکوونکي لري، چې ٨ په کې مېرمنې دي.
 
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۰۲۰۶۶۲۵
برېښناليک : [email protected]
ويبپاڼه : http://suboot.org.af
 
 ٦-صداى افغان خبري اژانس( اوا):
 
صداى افغان لومړنۍ نا دولتي رسنۍ ده، د طالبانو دحکومت تر پرځېدو وروسته يې په فعاليت پيل وکړ، ددې  خبري اژانس کار کوونکي د رسنيو په برخه کې اوږده تجربه لري او په ١٣٧١ لمريز کال کې يې هم د تبيان په نامه خبري اژانس په جوړولو کار پيل کړى، خو خپله ( اوا) اژانس بيا په ١٣٨٠ لمريز کال د سيد عيسي حسيني له خوا په کابل ښار کې جوړ شوى، چې په انلاين ډول موندل کېږي. د کارکوونکو شمېر  يې ١٠٠ تنه ده  او خپل لګښتونه د خبرونو او تصويرونو له پلور څخه تر لاسه کوي.
 
د اړيکو شمېرې : ۰۷۹۹۳۴۳۷۸۷ و ۰۷۰۰۲۷۵۸۲۸
برېښناليک : [email protected]
ويبپاڼه : www.avapress.com
 
 ٧-هندوکش خبري اژانس :
هندوکش خبري اژانس هم د کابل له فعالو رسنيو څخه ګڼل کېږي، چې د ترقي و رستګاري په نامه ټولنې له خوا په ١٣٨٢ لمريز کال تاسيس شوى او ٢٤ ساعته په انلاين ډول پيدا کېږي. د کارکوونکو شمېر يې ١٥ تنه دى او مالي امکانات يې د تبليغاتو او ګډون ونډو څخه برابرېږي.
د اړيکې شمېره :۰۷۹۴۴۷۴۸۲۱
برېښناليک : [email protected]
 
 ٨-بخدي خبري اژانس:
بخدي د کابل له فعالو خبري رسنيو څخه دى، چې د محمد زرين او سالم وحدت له خوا تاسيس شوى او د ٢٤ ساعتونو لپاره په انلاين ډول پيدا کېږي. دا اژانس ١٥ کارکوونکي لري، چې مالي امکانات يې د تبليغاتو او کډون ونډو له لارې تر لاسه کېږي.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۵۱۵۸۸۱۵
برېښناليک : [email protected]
ويبپاڼه : http://www.bokhdinews.af
 
 
۹-روز خبري اژانس :
 
روز خبري اژانس د کابل له غير فعالو خبري رسنيو څخه دى، چې د صفيه ميلاد له خوا تاسيس شوى او اوسمهال خپرونې نه لري.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۰۲۲۵۳۷۶
برېښناليک :  [email protected]
ويبپاڼه: http://roznews.com
 
 
۱۰-اواز خبري اژانس :
 
اواز هم دکابل له خپلواکو او غيرانتفاعي رسنيو څخه ده، چې له تصوير او غږيزو چينلونو څخه د څېړنيزو او تفصيلي راپورنو خپرول د خپل بنسټ په توګه يادوي. ددې خبري اژانس موضوع د خبرونو سرليکونه او بيړني خبرونه ددې رسنۍ په خپرونو کې نه راځي، بلکې دافغانستان اوسني وضعيت ته په پام سره ځانګړي راپورونه خپروي.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۴۱۸۶۲۲
برېښناليک : [email protected]
ويبپاڼه: www.awaz-news.com.af
 
  
١۱-خامه پرس- د افغانستان انلاين ورځپانه:
خامه پرس- دافغانستان انلاين ورځپاڼه د کابل له فعالو رسنيو څخه ده، چې په ٢٠١٠ زېږديز کال د خوشنود نبي زاده له خوا تاسيس شوې او ٢٤ ساعته په انلاين ډول موندل کېږي. دا ورځپاڼه ٢٠ کارکوونکي لري او مالي امکانات يې د تبليغاتو د خپرېدو او ګډون ونډو څخه تر لاسه کېږي.
داړيکې شمېره : ۰۷۹۸۲۴۲۴۵۵
برېښناليک : [email protected]
 ويبپاڼه : www.khaama.com