Data Gathered Date: 

Monday, December 2, 2013 - 10:45

کابل  ( پژواک ۱۰ ليندی  ٩٢ ) : د کابل ښار اوسېدونکي له حکومت څخه د څښلو لپاره د پاکو اوبو، دسړکونو دپراخولو او کاناليزيسيون سيستم فعالولوغوښتنې لري،خو دولسواليو اوسېدونکي  بيا د امنيت د تامين او د کرنې په برخه کې د زياتو همکاريو غوښتنه کوي.
د کابل ښار ٢٢ ناحيې لري، چې د هرې ناحيې د اوسېدونکو غوښتنې سره توپير لري، بلخوا د کابل د ١٥ ولسواليو د اوسېدونکو غوښتنې هم بېل ډول دي، د څلورو ختيځو او سوېل ختيځو ولسواليو اوسېدونکي د ژوند د لومړنيو اسانتياوو له نشتوالي او نا امنيو شکايت کوي.
خو د کابل په شمال کې د پرتو ولسواليو اوسېدونکي بيا له حکومت څخه د پوهنې، کرنې او روغتيا په برخه کې د مرستې او همکاريو غوښتنه لري.
د کابل د پنـځمې ناحيې يو شمېر اوسېدونکي د څښلو لپاره د پاکو اوبو له کموالي شکايت کوي او زياتوي ، چې څاه ګانې يې وچې شوې دي.
د دې سيمې يو تن اوسېدونکى حسين احمد وايي، چې  په تېرو دوو کلونو کې يې له دې امله خپل کور بدل کړ، چې څاه يې وچه شوې ده.
هغه له حکومت څخه وغوښتل، چې د څښلو دپاکو اوبو لپاره د نل  غځولو پروژه پلې کړي، څو خلک له دې ستونزې  خلاص شي.
د څلورمې ناحيې يو تن اوسېدونکى محمد خالد بيا وايي ، چې په ښار کې د کاناليزيسيون  سيستم د نشتوالي له امله د باران پر مهال په کورونو، لارو او سړکونو کې  اوبه ولاړې وي او خلک نه شي کولى تګ راتګ وکړي.
د هغه په وينا، ډېرى مهال په اوبو کې يو شمېر ماشومان ډوب  او مړه شوي او خلکو ته درانه مالي زيانونه هم اوښتي دي.
خالد له حکومت او ښاروالۍ څخه وغوښتل، چې په ښار کې د کانالېزيسيون سيستم فعاله کړي، ځکه چې د کابل ښار په زړه کې سيند بهېږي او دا سيستم په اسانه توګه فعالېدلاى شي.
د کابل ښار د ١٦مې ناحيې يو تن اوسېدونکى جمال بيا له حکومت څخه غواړي، چې په ښار کې د ترانسپورټ سيستم سم فعال کړي ،ځکه چې دده په وينا، په ښار کې ورځ په ورځ ملي بسونه کمېږي.
هغه پژواک  ته وويل : (( د ماښام او سهار پر مهال پر تم ځايونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه دومره زياته وي، چې په يوه ساعته کې څوک موټر نه شي پيدا کولى.))
دده په وينا، په ځانګړې توګه ښځې په دې وختونو کې له ستونزو سره مخامخ کېږي، که څه هم د خلکو اقتصاد خراب دى، خو اړ وي چې ټکسي ونيسي.
د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي بيا په ځينو سيمو کې د سړکونو ،  لارو له خرابوالي او له ګڼې ګوڼې شکايت کوي.
د درېيمې ناحيې اوسېدونکى داوود وايي، چې د مامورينو له څلور لاري څخه تر ميرويس ميدان  پورې د سيلو سړک ډېر خراب شوى  او ښاروالۍ ورته هېڅ پاملرنه، نه کوي.
هغه زياتوي ، چې دا سړک څو ځايه کنډ و کپر دى او ډېرى مهال د سړک د خرابوالي له امله ترافيکي پېښې هم رامنځته کېږي .
د کابل ښار د ديارلسمې ناحيې اوسېدونکي بيا له دولت څخه د دولتي ښوونځيو د زياتولو غوښتنه کوي.
ددې سيمې يو تن اوسېدونکى عبدالعزيز وايي، چې ددشت برچي سيمې نفوس ډېر زيات دى، خو دولتي ښوونځي پکې ټول درې دي.
نوموړي زياته کړه ، چې يواځې د عبدالرحيم شهېد په لېسه کې شاوخوا ٢٥ زره زده کوونکي زده کړې کوي.
عزيز له حکومت څخه وغوښتل ، چې په دې سيمه کې لومړني او منځني ښوونځي او لېسې فعالې کړي .
دغه راز د کابل ښار ډېرى اوسېدونکي له حکومت او ښاروالۍ څخه غواړي ، چې ترافيکي سيستم سم فعال کړي او په ښار کې د ګڼې ګوڼې مخه ونيسي.
د عبدالبصير په نامه يوه دولتي مامور پژواک اژانس ته وويل، کله چې دفتر ته راځي ، نو له کور څخه يې دفتر پنځه کيلو متره واټن دى، خو دا وټن په يوه ساعت کې وهي.
د کابل ښار د اوسېدونکو ترڅنګ د ولايتي شورا غړي هم له حکومت څخه بېلابېل ډول غوښتنې لري.
د ولايتي شورا رييس نثار الدين بريالى وايي، چې حکومت او نړيوالې ادارې ددوى له مشورې او دوى سره له همغږۍ پرته د بيارغونې پروژې پلې کوي.
هغه پژواک ته وويل، چې د پروژو ټاکنه او ترې څارنه ددوى له کاري لومړيتوبونوڅخه ده او له حکومت څخه غواړي ، چې د پروژو په تطبيق کې دوى په جريان کې کړي.
د نوموړي په وينا، په دولتي ادارو کې فساد زيات شوى او خلک يې تر پوزې راوستې دي، حکومت بايد د فساد په مخنيوي کې خپلې ژمنې پلې کړي.
هغه زياتوي، کومې پيسې چې د بيارغونې لپاره راځي، هغه د ځينو چارواکو جيبونو ته ځي او خلکو ته يې هېڅ ګټه نه رسيږي .
د ولايتي شورا غړې مريم احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې د کابل تر ټولو لويه ستونزه بېکاري، دڅښاک داوبو نشتوالى، فساد او په دولتي ادارو کې بيروکراسي ده .
هغې زياته کړه ، چې که  دولت د بېکارۍ له منځه وړلو لپاره سم  پلان جوړ کړي او خلکو ته  دندې پيدا کړي، نو ډېرې ستونزې به ورسره هوارې شي .
احمدي وايي ، چې د کابل ښار په ډېرو سيمو کې د څښلو لپاره د پاکو اوبو نشتوالى د ډېرو ناروغيو لامل دى.
د نوموړې په وينا، سره له دې چې حکومت، ملي شورا، وزارتونه او نورې لوړ پوړې ادارې په کابل کې دي، خو بيا هم خلک په بېلا بېلو برخو کې ستونزې لري.
هغې له حکومت څخه وغوښتل، چې د خلکو د ستونزو د هواري لپاره جدي اقدامات وکړي.
د کابل د ولايتي شورا مرستيال سيد مجتبى هاشمي  له حکومت څخه غواړي، چې د اساسي قانون مادې په ټولو کارونو کې پلې کړي.
نوموړي زياته کړه ، چې د ولسوالانو ، ښاروالانو او واليانو ټاکل بايد د ټاکنو له لارې وشي، خو دا قانون تراوسه نه دى پلى شوى.
د کابل ولايت د ١٥ ولسواليو اوسېدونکي هم له حکومت څخه بېلابېلې غوښتنې لري. د څلورو ختيځو او سوېل ختيځو ولسواليو اوسېدونکي د ژوند د لومړنيو اسانتياوو له نشتوالي او نا امنيو شکايت کوي.
د خاکجبار ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي ځاځى وايي  ، چې هر حکومت او هر واکمن دوى له پامه غورځولي دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې دوى د ژوند له ټولو اسانتياوو بې برخې دي او هېڅ ډول د بيارغونې پروژې نه دي پلې شوي.
حاجي ځاځي په خپلې ولسوالۍ کې دسړک ، ښوونځيو لپاره د ودانيو او کلينيکونو جوړولو ترڅنګ د ټېلېفوني اسانتياوو برابرولو غوښتنه هم وکړه.
نوموړي په ځانګړې توګه له حکومت څخه وغوښتل ، چې  دلته بند سړک جوړ کړي، چې هم دوى ته او هم د سروبي ولسوالۍ او ختيځو ولايتونو اوسېدونکو ته يې ګټه رسيږي.
دغه راز هغه وويل ، چې په دې وروستيو کې يې په سيمه کې امنيت خراب شوى او له حکومت څخه يې وغوښتل ، چې هلته امنيتي پوستې واچوي.
د سروبي ولسوالۍ قومي مشر حاجي عبدالولي هم  وايي، چې د ځينو لرو پرتو سيمو امنيت خراب شوى دى.
هغه د امنيتي پوستو زياتولو او د وسله والو مخالفينو د عملياتو پيلولو ترڅنګ له حکومت څخه وغوښتل ، چې د ولسوالۍ لرو پرتو سيمو ته سړکونه جوړ کړي.
دى وايي، چې په سروبي ولسوالۍ کې کرنيزې ځمکې کمې دي او حکومت بايد خلکو ته د کار پيد کولو زمينې برابرې کړي.
د بګراميو ولسوالۍ اوسېدونکي بيا له خپلسرو وسله والو او د ځمکو له غاصبينو شکايت کوي او له حکومت څخه غواړي، چې ددوى پر وړاندې اقدامات وکړي.
ددې ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي حاجي احسان الله پژواک اژانس ته وويل، چې يو شمېر زورواکو او وسله والو دولتي او د خلکو شخصي ځمکې غصب کړي او چې څوک سر راپورته کړي، نو بيا پرې وسله وال بريد کوي.
د ده سبز ولسوالۍ اوسېدونکي هم له نا امنيو شکايت کوي او زياتوي چې خپلسري وسله وال خلکو ته ستونزې جوړوي.
ددې ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي شهاب الدين پژواک اژانس ته وويل ، چې ځينې ناپېژاند وسله وال  خلکو ته ستونزې جوړوې .
نوموړي دغه راز غوښتنه وکړه چې حکومت بايد په دې ولسوالۍ کې د بټيو کاروبار کوونکو ته اسانتياوې برابرې کړي.
د پغمان ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى محمد هاشم هم د ځمکو له غصب څخه شکايت کوي او له حکومت څخه غواړي ، چې د غاصبينو مخه ونيسي.
هغه وويل ، چې په پغمان کې نفوس زيات دى او داخلي سړکونه يې خامه او خراب دي، چې د حکومت پاملرنه غواړي.
دغه راز نوموړي وويل ، چې ددې ولسوالۍ نفوس ته په کتو سره بايد ددې ولسوالۍ روغتون ته پراختيا ورکړل شي.
د کابل د شمالي ولسوالۍ شکردرې يو تن اوسېدونکى حفيظ الله له حکومت څخه غواړي، چې د خپلسرو وسله والو مخه ونيسي.
هغه زياته کړه ، چې دلته په هر کور کې لسګونه ميله وسلې شته او په رڼا ورځ   غير مسوول وسله وال ګرځي او خلکو ته ستونزې پيدا کوي.
ددې ولايت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي بيا له حکومت څخه غواړي ، چې له دوى سره د انګورو د باغونو په پراختيا ، وده او  د مرضونو د مخنيوي په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
ددې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى محمد سليم وايي، چې ډېرى مهال ددوى پر انګورو ناروغۍ ولګيږي، خو د کرنې وزارت يا رياست ورسره سمه همکاري نه کوي.