Add new comment

از کاندیداتوری اشرف غنی احمدزی اعلام حمایت شد

 
کابل (پژواک ٦ ورى ٩٣): "د همغږو سياسي ګوندونو او قومونو شورا" له ولسمشر کرزي وغوښتل، چې په ټاکنيزو چارو کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو د لاسوهنې مخنيوى وکړي. دغه شورا له ملي محاذ، د ملي نجات جبهه، حق او عدالت، ملي پيوند، افغان ملت، د اسلامي انقلاب حرکت له ګوندونو، د خالد فاروقي څانګې اسلامي حزب، د مولوي خالص څانګې اسلامي حزب، د علماوو شورا، د مجاهدينو شورا او د کوچيانو له شورا څخه جوړه ده.
 د همغږو سياسي ګوندونو او قومونو شورا، د اشرف غني احمدزي له کانديداتورۍ څخه خپل ملاتړ اعلان کړى و او نن يې بيا پر خپل ملاتړ ټينګار وکړ.
 د دغې شورا وياند معين مرستيال وويل، ځينې لوړپوړي دولتي چارواکي د يو شمېر ځانګړو کانديدانو پر ګټه کمپاينونه کوي، په داسې حال کې چې دا ډول لاسوهنې د قانون خلاف عمل دى.
هغه زياته کړه: " ځينې لوړ پوړي دولتي چارواکي د ټاکنو په لړۍ کې لاسوهنه کوي، شواهد مو يې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون او اړونده ادارو ته لېږدولي دي."
هغه د خپلو خبرو په ادامې کې وويل: " موږ له ولسمشره، چې همېشه يې د بې پلوۍ خبرې کړي، غواړو چې په ټاکنو کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو د لاسوهنې مخه ونيسي، تر څو خلک په خپلې ټينګې ارادې سره خپل برخليک وټاکي."
 د هغه په وينا، د دولتي چارواکو هر ډول لاسوهنې ډېرې ناوړه پايلې درلودلى شي، چې بايد له وړاندې يې مخه ونيول شي.
 خو نوموړي، په ټاکنيزو کمپاينونو کې د کوم ګډونوال دولتي چارواکي نوم په ډاګه نه کړ.
 معين مرستيال همدارنګه په کابل، کندوز، کونړ، ننګرهار او ځينو نورو ولايتونو کې د وسله والو مخالفينو وروستي بريدونه د اندېښنې وړ وبلل او ويې ويل، چې امنيتي ځواکونه بايد په دې حساسو ورځو کې په ښه توګه سره د خپل هېواد امنيت وساتي، تر څو ټاکنې د امن په فضا کې تر سره شي.
 هغه زياته کړه: " د رايې ورکولو ټول هغه مرکزونه، چې د ټاکنو کمېسيون او امنيتي ادارو له لوري امنه اعلان شوي او ويلي يې دي، چې په دغو مرکزونو کې ټاکنې کېږي؛ ډېرى يې تر امنيتي ګواښ لاندې دي."
 هغه زياته کړه، له دغو سيمو څخه د تر لاسه شويو معلوماتو له مخې، ټول هغه ټاکنيز مرکزونه چې د امن په نوملړ کې شمېرل شوي، اصلاً پکې امنيت نه شته او يا هم د حکومت له واکه وتلي او يا هم د وسله والو مخالفينو تر ولکې لاندې دي.
هغه څرګنده کړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد په دې اړه ژوره مطالعه وکړي او په هغو مرکزونو کې چې ټاکنې پکې نه ترسره کېږي، د خلکو رايې تلف نه کړي.
 د يادولو ده، چې له دې وړاندې د ولسمشرۍ ځينو کانديدانو هم د ټاکنو په لړۍ کې د حکومت له لاسوهنې اندېښنه څرګنده کړې ده.
 همدارنګه څه موده وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم په ټاکنيزو کمپاينونو کې د دولتي چارواکو له ګډون او نا امنۍ اندېښنه څرګنده کړې او له دولتي چارواکو يې غوښتي، چې په ټاکنو کې د حکومتي چارواکو د نه لاسوهنې په اړه د ولسمشر فرمان په جدي بڼه په پام کې ونيسي.
 د دغې شورا وياند، له ټاکنو څخه د څار له ټولو بنسټونو، ملي او نړيوالو سازمانونو وغوښتل، چې له يادې لړۍ څخه په ټينګه څار وکړي، تر څو په پايله کې يې يو مشروع حکومت رامنځته شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.