Add new comment

Ghani to narrow govt-people gap

 
پل علم(پژواک،٢ورى٩٣):د ولسمشرۍ کانديداشرف غني احمدزى وايي،د برياليتوب په صورت کې به د ولس او حکومت تر منځ فاصله له منځه يوسي.
احمدزي دا څرګندونې د وري په ٢مه د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کی دده په  ملاتړ جوړې شوې غونډې ته وکړې، چې زرګونو تنو پکی ګډون کړی وو.
اشرف غني احمدزي په دغه غونډه کې خپلو ملاټرکوونکو ته وويل:(( د تاسو په  غونډو، ملاتړ او له ما سره د رښتينو جهادي مشرانو د يو ځاى کېدو په مرسته زه نور هم ارګ ته ورنږدې شوم.))
احمدزي د لوګر ولايت اوسېدونکو ته په خطاب کې وويل، چې تاسو ته له کلنو راهيسې وعدې درکول شوي، خو عمل پرې  نه دى شوی، خو که بريالى شي ، نه  مو هيروي.
د ولسمشرۍ دغه کانديد وايي: (( موږ يو کرنيز ، صنعتي ، ترانزيټي ، سوله  ييز او پرمختللی لوګر او افغانستان غواړو او تاسو ته دا ډاډ درکوم، چې د بريا په صورت کې به د جومات او منبر او ارګ تر منځ واټن نه وي.))
احمدزي په خپلو سيالانو غږ وکړ، چې که غواړي ورسره سيالي وکړي، نو دده په وينا، خپلو غونډو ته دې هغه ولسونه راټول کړي، چې په رضاکارانه توګه يې غونډو ته راځي.
 د قومونو په استازيتوب سيف الرحمن طارق  له اشرف غني  احمدزي څخه خپل ملاټر اعلان او زياته يې کړه ، چې دوى به حتمي رايه ورکوي.
طارق وايي: (( اشرف غني احمدزی يو نړيوال مفکر دی په لوګر کی زېږيدلی، خو کړنې ، فکر او افتخارات يې ملي او نړېوال دي.))
د ولسي جرګې غړي محمد اکبر ستانکزي په دغه غونډه کې وويل، د سړکونو پخېدل ، هوايي ډګر، پوهنتون، برېښنا، روغتيايي او تعليمي پرمختک د لوګريانو هيله وه ، خو حاکم حکومت ورته پاملرنه ونکړه.
نوموړى وايي، له اشرف غني يې ځکه ملاتړ وکړ، چې د لوګر په ګډون به د ټول هېواد دغسې غوښتنې پوره کړي.
د ولسمشرۍ د دې کانديد په ملاتړ نن د کابل ښار په ١٢ ناحيه کې هم د زرګونو تنو په ګډون غونډه جوړه شوه.
د حاجي نوروز مارکېټ مالک حاجي نوروز وويل، چې دغه غونډه د کابل د سوېل ، شرق او شمال سيمو د  ١١٤ شوراګانو له خوا جوړه شوې ده.
ده ، چې د نورو په استازيتوب يې خبرې کولې، وويل، دوى ځکه له اشرف غني ملاتړ کوي، چې مفسد نه دى او لاس يې د خلکو په وينو نه دى سور .
 اشرف غني احمدزي په ياده غونډه کې وويل، چې که په ټاکنو کې بريالى شو، د کابل بڼه به بدله کړي ، د دې ښار د ښه نظم لپاره به هڅې وکړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.