Naeem pulls out of race in Rassoul’s favour

 
کابل (پژواک،٦ ورى ٩٣): ولسمشرۍ ته کانديد، سردار محمد نادرنعيم د زلمي رسول په ګټه له خپلې کانديدۍ تېر شو.
محمد نادر نعيم نن له زلمي رسول سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې په کابل کې وويل، چې دا پرېکړه يې د ملي يووالي د ټينګښت لپاره وکړه.
ده زياته کړه، چې د زلمي رسول په ګټه د انصراف پرېکړه يې د خپلو ملاتړو سره په سلا کړې ده.
هغه وايي: "د زلمي رسول له ټيم څخه زموږ ملاتړ، موږ خپلو ملي اهدافو ته د رسېدو لپاره نږدې کوي او نهايي برياليتوب ته مو رسوي، چې په دې حرکت سره به خلک خپلو هيلو ته ورسېږي."
زلمي رسول نننۍ غونډې ته په خپلو خبرو کې بيا له نعيم څخه مننه وکړه او ويې ويل، چې د ده له انتخاباتي ټيم سره د نادر نعيم يوځاى کېدو، دوى په ټاکنو کې برياليتوب ته يو ګام نور هم ورنږدې کړل.
دى وايي: "د دوى له ټيم سره د عبدالقيوم کرزي او سردار محمد نعيم يوځاى کېدل، ده ته د کار او مبارزې لپاره نوې انرژي ورکوي او نورو ټاکنيزو ټيمونو ته زموږ دروازې پرانيستې دي."
هغه زياته کړه، ولايتونو ته په سفرونو کې ورته جوته شوه، چې خلک له افراط او تفريط څخه بېزاره دي او غواړي د اعتدال، برابرۍ او رغونې ټيم ته رايه ورکړي.
زلمي رسول له حکومت او د ټاکنو له کمېسيونونو وغوښتل ، چې د رڼو، عادلانه، سرتاسري او له درغليو پاکو ټاکنو ته زمينه برابره کړي، ترڅو خلک د وري په ١٦مه خپل برخليک وټاکي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر نعيم وړاندې د ولسمشر حامد کرزي ورور، عبدالقيوم کرزى هم د زلمي رسول په ګټه تېر شوى و.
همداراز د ولسمشرۍ بل کانديد عبدالرحيم وردګ هم تېره مياشت، پرته له دې چې د چا ملاتړ وکړي، په ټاکنو کې له سيالۍ لاس واخيست.
د سردار نعيم په انصراف سره د ولسمشرۍ د کانديدانو شمېر اتو تنو ته راټيټ شو.
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د روانې وري مياشتې په ١٦مه  ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.