Add new comment

Ghani asks supporters to foil fraud bids

 
ګردېز (پژواک،٥ورى٩٣): د ولسمشرۍ نوماند اشرف غني احمدزي له افغانانو غوښتنه وکړه، چې په ټاکنو کې د ګډون تر څنګ په خپلو سيمو کې د ټاکنيزو درغليو مخنيوى وکړي.
اشرف غني احمدزي دا څرګندونې د وري په ٥مه پکتيا ولايت ته د خپل سفر او دلته د هغه په ملاتړ يوې غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.
په هغې غونډه کې، چې د ګردېز ښار په يوه لوبغالي کې جوړه شوې وه، له دې ولايت سربېره دخوست او لوګر ولايتونو زرګونو کسانو برخه اخيستې وه.
د غونډې په سر کې يو شمېر ويناوالو خبرې وکړې او د اشرف غني احمدزي له پروګرامونو څخه يې ملاتړ څرګند کړ او ژمنه يې وکړه، چې اشرف غني احمدزي ته به رايه ورکوي.
په پکتيا کې د اشرف غني احمدزي د کمپاين مشر ګل پاچا مجيدي په خپلو خبرو کې وويل، دوی د پکتيا په ډېری سيمو کې له خلکو سره خبرې کړي او د نوموړي په اړه يې د خلکو پراخ ملاتړ ترلاسه کړی، چې د ټاکنو په ورځ به ډاکټر غني ته رايه ورکوي.
نوموړي دا هم وويل، چې اشرف غني احمدزی بايد د برياليتوب په صورت کې د پکتيا خلکو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي، ځکه چې په تېرو دوو دورو کې دې ولايت ته د پام وړ کار نه دی شوی.
ورپسې ډاکټر اشرف غني احمدزي خبرې وکړې او په بېلابيلو برخو کې يې د دې ولايت د بيارغونې او نورو پرمختګونو په اړه له خلکو سره ژمنې وکړې.
نوموړي وويل، چې پکتيا ولايت به ترانزيت کوي او د مچلغو د بند ترڅنګه به د دې ولايت نور بندونه هم جوړوي.
اشرف غني د پکتيا د ځنګلونو يادونه هم وکړه، چې څو لسيزې مخکې د جرمني هېواد له خوا يې د بيارغونې لپاره يوه پروژه وه، چې دى به هم په راتلونکي کې دغه ډول پروژه پلې کړي، څو دغه ځنګلونه خوندي شي.
ده پر خلکو غږ وکړ، چې په ټاکنو کې برخه واخلي او هم يې څارنه وکړي او هېچاته به اجازه ورنه کړي، چې په ټاکنو کې درغلي وکړي.
احمدزي له خلکو څخه هم مننه وکړه، چې په داوطلبه توګه ده ته کمپاين کوي او په وينا يې د  دوی په رايه به تر ارګه رسېږي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.