Add new comment

Akbari’s party deserts Sherzai, backs Rassoul

 
کابل (پژواک ٥ ورى ٩٣): د استاد محمداکبري په مشرۍ د ملي وحدت اسلامي ګوند چې تر اوسه يې د ولسمشرۍ له نوماند ګل اغا شېرزي څخه ملاتړ کاوه، اعلان وکړ چې تر دې وروسته له زلمي رسوله ملاتړ کوي.
د استاد محمداکبري په مشرۍ د ملي وحدت اسلامي ګوند تېر کال د سلواغې په ٢٧مه په باميانو ولايت کې خپل ملاتړ د ولسمشرۍ له نوماند محمدشفيق ګل اغا شېرزي څخه اعلان کړى و.
خو نن دغه ګوند په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې، چې سلګونو کسانو په کې ګډون درلود، خپل ملاتړ د ولسمشرۍ له بل نوماند زلمي رسول څخه اعلان کړ.
په ياده غونډه کې استاد اکبري وويل، چې د ملي وحدت اسلامي ګوند مرکزي شورا له ډېر غور او ستراتيژيکې مطالعې وروسته پرېکړه وکړه، چې په راتلونکو ټاکنو کې د زلمي رسول ملاتړ وکړي.
هغه زياته کړه، چې د زلمي رسول په مشرۍ د اعتدال، برابرۍ او رغونې په ټېم کې ټولنيز جوړښت په پام کې نيول شوى او دغه ټېم کولاى شي، چې په هېواد کې ملي يووالى او د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.
هغه د خپل ګوند له ټولو غړو غوښتنه وکړه، چې په راتلونکو ټاکنو کې زلمي رسول ته رايه ورکړي.
په ياده غونډه کې د زلمي رسول په استازيتوب عبدالقيوم کرزي ګډون کړى و.
کرزي د ملي وحدت اسلامي ګوند له ملاتړ نه مننه وکړه.
 عبدالقيوم کرزى تېر کال د کب په ١٥مه زلمي رسول په ګټه له خپلې کانديدۍ تېر شو.
د جمهوري رياست ټاکنيزې مبارزې، د سلواغې په ١٣مه پيل شوې او ټاکل شوې چې د ټاکنو له ترسره کېدو (١٣٩٣ کال د وري ١٦مه) څخه دوه ورځې وړاندې پاى ته ورسېږي.
د يادونې ده، د استاد اکبري په مشرۍ ياد ګوند له شېرزي څخه د ملاتړ اعلانولو په وخت کې ويلي وو: "د شېرزي ټېم يو ښه ټېم دى او د هېواد د پرمختګ لپاره کار کوي او د ګل اغا شېرزي ټېم، مجاهد ټېم دى او موږ هم مجاهدين يو، نو له همدې امله د نوموړي له کانديدۍ ملاتړ کوو."
 هغه په دې اړه نن پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زموږ او شېرزي د ټېم تر منځ په کمپاين کولو کې ډېر توپير موجود و او بله دا چې تل بايد هڅه وشي، چې غوره ټېم انتخاب شي.))
اکبري وويل، چې له يو ټېم څخه ملاتړ له بل ټېم سره د دښمنۍ په مانا نه دى او غوره ټېم پيدا کول وخت ته اړتيا لري.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.