فيض اباد، شبرغان، زرنج (پژواک ٤ ورى ٩٣): ډاکټر عبدالله بدخشان ته د خپل سفر په ترڅ کې، خلکو ته خپل راتلونکي پروګرامونه بيان کړل او دغه راز په جوزجان او نيمروز ولايتونو کې هم د نوموړي په ملاتړ غونډې وشوې.
د ولسمشرۍ دغه کانديد نن د بدخشان مرکز د فيض اباد په ورزشي لوبغالي کې د زرګونو کسانو په غونډه کې ژمنه وکړه، چې په بدخشان کې به يو برېښناکوټ جوړوي او دغه ولايت به د هېواد ترانزيټي ولايت ونوموي.
هغه وويل، د بدخشان خلک د برېښنا د نه شتون له امله له ستونزو سره مخ دي، د اصلاح او همپالنې ټيم د برياليتوب پر مهال به د شورابک برېښناکوټ ورغوي، چې په رغولو سره به يې د خلکو ستونزې هم هوارې شي.
د شورابک برېښناکوټ، د پنځه ميګاواټه برېښنا ظرفيت لري او د فيض اباد ښار په څلور کيلومترۍ کې پروت دى او تړون يې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د جرمني د پراختيايي بانک د ٤٥ ميليون يورو په لګښت لاسليک شوى، چې اوسمهال يواځې د فيض اباد ښاريانو ته د برېښنا ورکولو وړتيا لري.
ډاکټر عبدالله وويل، چې د برياليتوب پر مهال به د ورېښمو سوداګريزې لارې نيمه چارې هم بشپړې کړي او د فيض اباد ښار به د نړيوال ترانزيټي مرکز په نوم ونوموي.
د ورېښمو لار، د بدخشان له بهارک ولسوالۍ څخه پيل شوې او له وردوج او اشکاشم ولسواليو څخه په تېرېدو، له چين سره نښلول شوې ده.
د ولسمشرۍ دغه کانديد، د ښځو د وړتياوو لوړول، د بې روزګارو کسانو لپاره د کاري زمينې برابرول،د فابريکو جوړول او د بنسټيزو پروژو پلي کول، د خپلو پروګرامونو له لومړيتوبونو څخه وبلل.
د ډاکټر عبدالله لومړي مرستيال انجنير محمد خان ، په دغه غونډه کې له خلکو څخه په ټاکنو کې د پراخه ونډې اخيستو د غوښتنې تر څنګ وويل، چې د اصلاح او همپالنې ټيم د برياليتوب پر مهال به د معلولينو، معيوبينو او د شهيدانو د کورنيو له حقونو څخه ملاتړ وکړي.
د سولې عالي شورا او د جمعيت اسلامي ګوند مشر صلاح الدين رباني، د ډاکټر عبدالله له کانديدۍ څخه د ملاتړ تر څنګ وويل، چې هېواد ته په تېرو دوولسو کلونو کې ميلياردونه ډالر راغلل، خو له اداري فساد سره ټينګه مبارزه ونه شوه او له همدې امله افغانستان د نړۍ د فاسدو حکومتونو په سر کې ځاى لري.
هغه زياته کړه، چې د عبدالله د برياليتوب پر مهال به له هېواد څخه په بشپړ ډول فساد له منځه يوسي.
ډاکټر عبدالله، د ولسمشرۍ ټاکنو دويم کانديد دى، چې د ټاکنيزې مبارزې په دوه مياشتنۍ موده کې دغه ولايت ته سفر کوي. له دې وړاندې د ولسمشرۍ بل کانديد اشرف غني احمدزي، له خپلو دواړو مرستيالانو سره يو ځاى، بدخشان ته سفر کړى دى.
دغه راز نن د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې هم سلګونه کسانو د ډاکټر عبدالله په ملاتړ غونډه تر سره کړه.
د نوموړي د ولايتي دفتر مسوول عبدالوهاب وويل، چې د دغه کانديد ټولنيزو او کاري پروګرامونو خلک دې ته هڅولي، چې له دغه ټيم څخه ملاتړ وکړي.
د باز محمد په نوم د غونډې يوه ګډونوال وويل، ډاکټر عبدالله بهرنى تابعيت نه لري او په ډېرو سختو ورځو کې له خلکو سره يو ځاى و.
همدارنګه د نيمروز په مرکز زرنج ښار کې سلګونه کسانو د ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ غونډه وکړه او پر حکومت يې نيوکه وکړه، چې مجاهدينو ته يې په خپل دولت کې ونډه نه ده ورکړې.
Add new comment