Rassoul promises projects for Baghlan

 
پلخمري (پژواک ٤ ورى ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد زلمي رسول، بغلان ولايت ته په خپل سفر کې له خلکو سره ژمنه وکړه، چې د فساد پر وړاندې به سخته مبارزه کوي او بيارغونې ته به لومړيتوب ورکړي.
 نوموړي، چې نن د بغلان مرکز پلخمري ښار په لوبغالي کې د زرګونه کسانو غونډې ته خبرې کولې وويل، که چېرې بريالى شي، نو له هېواده به د فساد رېښې اوباسي.
 د ولسمشرۍ دغه کانديد، چې له خپلو دواړو مرستيالانو احمد ضيا‌ مسعود او حبيبه سرابي او د ولسمشر حامد کرزي له ورور محمود کرزي سره دغه ولايت ته تللى زياته کړه، چې د بغلان په بيارغونه په ځانګړي ډول د کانونو، پوهنې او کرنې برخو کې به ډېر کارونه وکړي او بيارغونې ته به ډېره وده ورکړي.
 زلمي رسول له خلکو وغوښتل، چې د اعتدال او برابرۍ له ټيم څخه ملاتړ وکړي او په راتلونکو ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي.
 د اعتدال او برابرۍ ټيم غړي محمود کرزي وويل، چې د بغلان د غوري سمنټو په فابريکه کې يې پانګونه کړې او که چېرې دغه ټيم بريالى شي، نو د فابريکې په وده او د درېيم فاز په فعالولو او دغه راز د ډبرو سکرو د کانونو په برخه کې ګام پورته کړي.
 د زلمي رسول لومړي مرستيال احمدضيا مسعود له خلکو وغوښتل، چې د دغه ټيم تر څنګ ودريږي او د دوى د برياليتوب پر مهال به د خلکو ټولې ستونزې هوارې او له منځه يوسي.
 د زلمي رسول دويمې مرستيالې حبيبې سرابي، په دغه غونډه کې چې سلګونه ښځو هم پکې ګډون درلود، له ښځو وغوښتل چې په راتلونکو ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي.
 هغې زياته کړه، چې د اعتدال او برابرۍ ټيم به د ښځو حقونه وساتي او په خپلې حکومتوالۍ کې به ښځو ته ډېره ونډه ورکړي.
 د بغلان ولايتي شورا غړې نوريې حميدي وويل، چى دوى د زلمي رسول له کانديدۍ  ملاتړ کوي، خو له دغه ټيم څخه غواړي، چې د کمپاينونو پر مهال شويو ژمنو ته د عمل جامه ور واغوندي.
 د ولسمشرۍ بل کانديد ډاکټر عبدالله هم پرون په دغه ولايت کې په يوه غونډه کې ژمنه کړې وه، چې د دغه ولايت بيارغونې ته به لومړيتوب ورکړي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.