سلطان محمد (عبادي) د عبدالودود زوى، چې په ١٣٤١ لمريز کال کې د بدخشان ولايت د يفتل ولسوالۍ  د والک په کلي کې زيږېدلى دى. لومړنۍ او ثانوي زده کړې يې خپل کلي کې بشپړې کړي او لوړې زده کړې يې کابل کې ددعوت خصوصي پوهنتون په تاريخ څانګه کې تر سره کړې دي .
د ځوانۍ په لومړيو کې يې د جمعيت اسلامي ګوند غړيتوب ترلاسه کړ او  د روسانو خلاف جهاد کې يې ونده واخيسته . هغه د مجاهدينو له بري سره سم په ١٣٧١کال  کې کابل ته راغى او بيا په سعودي عربستان  کې  د افغانستان په سفارت کې مقرر شو  .
 عبادي په ١٣٧٢کال کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د محافظت  عمومي رييس وټاکل شو .
هغه، د طالبانو له راتلو سره د مقاومت په لسيزه کې د يوه جهادي غنډ د قوماندان په توګه وټاکل شو او دا هغه وخت و ، چې طالبانو تقريبا د افغانستان ډيرى برخه ترلاسه کړې وه. 
 نوموړى د طالبانو له نسکورېدو څخه وروسته  د ډګر جنرالۍ په بست کې د ولسمشرۍ د ماڼۍ د ګارډ قوماندان شو او په ١٣٨٤ کال کې د طبيعي پيښو پر وړاندي د مبارزې د ادارې عمومي رييس  وټاکل شو.
 د بغلان اوسنۍ والي په ١٣٨٤کال کې ولسي جرګې ته نوماند و، خو بريالي نه شو ، بيرته کابل ته راغى او د بلخ ولايت د امنيت رييس وټاکل شو او تر ١٣٨٩کاله پورې يې  دغه دنده پر مخ  يوړه.
عبادي د ١٣٩٢کال په تلې  مياشت کې د بغلان د والي په توګه و ټاکل شو .مورنۍ ژبه يې دري ده ، په پښتو ،انګليسي او عربي ژبو هم خبري کولاى شي.