Special Reports

 پلخمري (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٢): بغلان د هېواد له شمال ختيځو او سختو لارو لرونکو ولايتونو څخه دى ، چې تر ځمکه لاندې ډيرې زېرمې لري.
د بغلان طبيعي سرچينې په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو کانونه د خلکو په ژبو ګرځي، چې خپله ددې ولايت له اوسېدونکو سربېره د نورو ولايتونو اوسېدونکي هم ترې ګټه اخلي او حتى تر وروستيو وختونو پورې پاکستان ته هم صادرېدل.
د ډبرو سکرو دا کانونه له سنګ کرکر، دودکش، اهن دره ، خُرد دره، چنارک، شين دره ، الوګک او تاله و برفک له کانونو څخه عبارت دي.

 پلخمري(پژواک، ٢ وږى ٩٢ ): سره له دې چې دبغلان ولايت دپوهنې بهير دطالبانو دحکومت له پرځېدو وروسته وده کړې، خو د نږدې نيمايي ښوونځيو د ودانيو، مسلکي ښوونکو او په لرو پرتو سيمو کې د پوهنيزو خدمتونو نه وړاندې کول ، په دغه برخه کې له بنسټيزو ستونزو څخه شمېرل کېږي .
د بغلان د پوهنې رييس سيدمنصور وايي، چې ددغه ولايت پوهنېز بهير تر وروسيتو دوو لسيزو وړاندې ډېر پيکه و او هغه مهال يواځې دبغلان دکرنې مرکزي لېسې ، په پلخمري ښار کې دنجونو بي بي حوا لېسې او ١٢ لومړنيو ښوونځيو پرته ، نور هېڅ هم نه ، خو د پوهنې بهير په  وروستۍ لسيزه کې دپام وړ پرمختګ کړى دى .

پلخمري(پژواک، ٤وږى ٩٢): بغلان ولايت دهېواد صنعتي او کرنيز ولايت دى ، چې دډېرى خلکو اقتصاد يې په کرنې او مالدارۍ ولاړ دى.
ددې ولايت يو شمېر وګړي په موسساتو کې کار کوي او اقتصاد يې په تېرکې دفابريکو په فعاليت او توليد تر يوې کچې ښه و .
په تېر وخت کې ددغه ولايت دمرکز پلخمري ښار اتيا سلنه اوسېدونکي د افغان نساجۍ رياست، غوري سمنټو فابريکه، دغور برېښنا او د ډبرو سکارو اوقند په څېر فابريکو کې  په کار بوخت و، خو د ځينو فابريکو مخ پر ځوړ حالت او دکارګرانو کمښت دهغوى پر اقتصاد ناوړه اغېز کړى او اوسمهال يې شمېر ٢٠ سلنه کم شوى دى .
صنعت:

 پلخمرى(پژواک، ٥ وږى ٩٢):که څه هم دبغلان ولايت اوسېدونکي ددغه ولايت په ځينو سيمو او مرکزي بغلان کې له امنيتي ستونزو اندېښمن دي، خو ځايي چارواکي وايي، چې د بغلان ولايت امنيت د تېر په نسبت ښه شوى دى .
د بغلان والي سلطان محمدعبادي وايي، چې ددغه ولايت په ١٤ ولسواليو کې امنيت خوندي دى او ځايي چارواکي کولاى شي له يوه رېنجر موټر سره خپلو ولسوالو ته سفر وکړي.
 هغه زياتوي، چې وسله وال مخالفين يواځې په تاله و برفک ، مرکزي بغلان، دوشي او برکه کې کله کله پيدا کېږي، خو ځينې وختونه په مرکزي بغلان کې هم  د دولتي ځواکونو پر وړاندې مقاومت کوي .

 پلخمرى (پژواک، ٥ وږى٩٢ ) : که څه هم په دې وروستيو کلونو کې د بغلان د بيارغونې په برخه کې کارونه شوي ، خو د بغلان والي له دې وضعيت څخه ناخوښ برېښي او مخکيني چارواکي ګرم بولي.
د بغلان والي سلطان محمد عبادي وايي، که څه هم په تېرو پنځو کلونو کې له څلورو زرو څخه زياتې پروژې لکه سربندونه، د اوبو اوبرېښنا، ښوونځيو، کلينيکونو، استنادي ديوالونو، پلونو، پلچکونو او په مختلفو ولسواليو کې د سړکونو جوړولو په څېر پروژې پلې شوي او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي، خو زيربنايي پروژې چې خلک ورته اړ دي، نه دي پلې شوي.