١-تنوير تلوېزيون :
تنوير دبغلان ولايت يواځينۍ تصويري رسنۍ ده، چې اوسمهال تر ټولو زيات اورېدونکي لري. تنوير تلوېزيون خپلې خپرونې په ١٣٩١ لمريز کال په پلخمري ښار کې پيل کړې او د امتياز خاوند يې شيرمحمدجهش او مسوول مدير يې عبيدالله جهش دى .
ياد تلوېزيون په پلخمري ښا ، مرکزي بغلان ، دوشي  او دهنه غوري کې کتل کېږي او ٤٠ کيلومتره خپرنيز پوښښ لري . ددې رسنۍ خپرونې د سهار له شپږو د شپې تر يوې بجې پورې د درېيو ښځو په ګډون د ١٥کارکوونکو پر مټ خپرېږي .
داړيکو شمېرې : 0700615875-  0707002929
برېښناليک :[email protected]
 
٢-ارزوها راډيو :
 
ارزوها راډيوهم ددغه ولايت له فعالو رسنيو څخه ده ،چې په ١٣٨٥ لمريز کال کې د شيرمحمد جهش له خوا تاسيس شوې ده . دسهار له ٥ د شپې تر ١٢ بجو پورې داف  ام  په ٨٨،١   څپه خپرونې لري او ٤٠ کيلومتره ساحه يې تر خپرنيز پوښښ لاندې راوستې ده.
په دغه راډيو کې د اتو ښځو په ګدون ٢٠ نجونې کار کوي او لګښتونه يې له سوداګريزو  اعلاناتو او شخصي بوديجې څخه پوره کېږي . ددغې راډيو مسوول مدير عبيدالله جهش دى .
داړيکو شمېره : 0700615875
برېښناليک : [email protected]
 
٣-اديب راډيو :
اديب راډيو هم ددغه ولايت له فعالو رسنيو څخه ده، چې په ١٣٨٨ لمريز کال کې دحبيب الرحمن شيرزي له خوا تاسيس شوې او دسهار له ٥ نه دشپې تر يوې بجې پورې تر ٤٥ کيلومتره ساحې پورې خپرونې لري .
ياده راډيو د اتوښځو په ګډون ٢٢ کارکوونکي لري ، دشخصي بوديجې او اعلاناتو له لارې تمويلېږي او مسوول مدير يې حميد شيرزى دى .
 
داړيکو شمېرې :0706701345 -0700721984
برېښناليک : [email protected]   
 
٤-پيمان راډيو :
دا هم دبغلان له فعالو رسنيو څخه يوه ده، چې په ١٣٨٦لمريز کال کې  يې خپلې خپرونې په ٩٠،٠ اف ام څپه پيل کړي . ددې راډيو خپرونې دسهار له شپږو د شپې تر ١٢ بجو پورې دوام لري او دپوښښ ساحه يې ٥٠کيلومتره ده. پيمان اف ام ټول ١٥ کارکوونکي لري، درې يې ښځينه دي،  لګښتونه يې دشخصي بوديجې او اعلاناتو له لارې تمويلېږي . ددې راډيو دامتياز خاوند شيرمحمدجهش دى .
داړيکې شمېره : 0700615875
برېښناليک : [email protected]
 
 ٥-تراجمير راډيو :
 
تراجمير راډيو په پلخمري ښار کې موقعيت لري او دخپرونو څپه يې ٨٩،٤ اف ام ده . ددغې راډيو مسوول مدير محفوظ سعيدي او د امتياز خاوند يې د انټرنيوز موسسه ده.
داړيکې شمېره : 0777283612
برېښناليک : [email protected]
 
 ٦-فرحت راډيو:
 
فرحت راډيو دبغلان له فعالو رسنيو څخه ده،چې په ١٣٨٩ لمريز کال کې د زنان برترافغانستان ټولنيز بنسټ له خوا په دوشي ولسوالۍ کې تاسيس شوې او د اف ام په ٩١،٣ څپه  دسهار له شپږو د شپې تر لسو د ٢٠ کيلومتره په ساحه کې خپرونې لري. ددې راډيو داميتاز خاوند اميد مبرا ده ، چې اوسمهال يې دفتر پلخمري ته لېږدول شوى او د انټرنيوز ادارې له خوا تمويلېږي ، د کارکوونکو شمېر يې ١٢ تنه دى .
داړيکوشمېرې  .0708968674 -0705500601
برېښناليک : [email protected]
 
 
٧-سنا راډيو :
 
سنا راډيو چې د بغلان ولايت په مرکز کې فعاليت لري، ددغه ولايت له فعالو رسنيو څخه ده . ياده راډيو خپلې خپرونې په ٨٧،٨ اف ايم څپه په ١٣٨٩ لمريز کال کې پيل کړې، چې خپرونې يې دسهار له پنځو دشپې تر يوې بجې دوام لري او دپوښښ ساحه يې ٢٠ کيلومتره ده . دا راډيو هم دسوداګريزو اعلاناتو پر مټ چلېږي .
داړيکو شمېرې: 0700707119--0706702224
برېښناليک : [email protected]
 
٨-خوشي راډيو :
 
خوشي راډيو دبغلان له فعالو رسنيو څخه ده، چې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې فعاليت لري او په ١٣٨٩ لمريز کال کې يې داف ايم په ٨٩،٢ څپې خپرونې پيل کړې دي .ددې راډيو خپرونې ،چې دسهار له شپږو دشپې تر ١١ پورې دوام لري، داعلاناتو له لارې تمويلېږي، دپوښښ ساحه يې ٥٠ کيلومتره ده او ٢٠ کارکوونکي لري، چې څلور يې ښځنه دي .دخوشي راډيو مسوول مدير عبدالکريم جاوېد او د امتياز خاوند يې عبدالمتين مبارز دى.
داړيکو شمېره : 0700706507
برېښناليک : [email protected]
 
 
 ٩-سلسله اوونيزه :
 
دا هم دبغلان ولايت له فعالو چاپي رسنيو څخه ده،چې په ١٣٨٨ لمريز کال کې د شيرمحمد جهش له خوا تاسيس او چاپ شوه. ياده اوونيزه  چې په بغلان کې وېشل کېږي ، دا علاناتو له خوا تمويلېږي، څلور کارکونکي لري او مسوول مدير يې عبيدالله جهش دى .
 
داړيکو شمېره : 0799045881
برېښناليک : [email protected]     
 
 
١٠-عقاب خپرونه :
 
دا خپرونه په ١٣٨٦ لمريز کال کې د( نهاد فرهنگی واجتماعی مردم روشن ضمير ميهن) بنسټ له خوا تاسيس شوه . عقاب په مياشت کې يو ځل د ٥٠٠ ټوکو په شمېر چاپېږي او مسوول مدير يې بسم الله شريفي دى .
 
داړيکو شمېرې :  0700720953-0700795937
برېښناليک  :  [email protected]
 
 
١١-اتحاد اوونيزه:
 
دا هم دبغلان له فعالو خپرونو څخه ده، چې ددغه ولايت د اطلاعاتو او کولتور رياست په چوکاټ کې فعاليت کوي او دلومړي ځل لپاره په ١٣٣٠ لمريز کال کې چاپ شوې ده . دا خپرونه له پلخمري ښاره خپرېږي ، مسوول مدير يې سيد عبدالله سادات  دى ، تېراژ يې ٥٠٠ ټوکه او په ټولو ولايتونو کې وېشل کېږي . دغه خپرونه څلور کارکوونکي لري .
 
داړيکو شمېره : 0700703966
برېښناليک : [email protected]
  
١٢-بغلان ځايي راديو :
بغلان ځايي راډيو دسهار له ٨ د شپې تر لسو بجو خپرونې لري ، چې يواځې دماښام له اوه نيمو د شپې تر نهو بجو خپرونې لري او په پاتې نورو ساعتونو کې له کابل څخه د راډيوافغانستان خپرونې رېلې کوي .
١٣-بغلان ځايي تلوېزيون :
بغلان ځايي تلويزيون دسهار له شپږو دشپې تر ١١ بجو پورې خپرونې لري ، چې ټولې خپرونې يې د کابل له مرکزي ملي تلوېزيون  څخه رېلې کېږي .ذبيح الله رييس زاده ددغه تلوېزيون امر دى او ددې ترڅنګ  په کې د دوو ښځو په ګډون ٢٥ تنه کار کوي .