هرات د هېواد په لوېديځ کې پروت او لومړی درجه ولايت دي،چې د لوړو منارو ، تاريخي سيمو او اثارو د درلودو له امله يې خورا شهرت موندلی دی.
دغه ولايت  د عرض البلد ٦٣ او طول البلد ٤٣ په کرښه کې پروت دى. د هرات شمال ته بادغيس او د ترکمنستان جمهوريت، سوېل ته يې فراه ، ختيځ ته يې د غور ولايت او لوېديځ ته يې د ايران اسلامي جمهوريت پراته دي. د هرات د وګړو نفوس په ۱۳۸۸ لمريز کال کې ١٦٧٦٠٠٠ تنه اټکل شوى او مساحت يې 55868,53 کيلومتره مربع دی.
هرات يو لرغونی او تاريخي ښار دی، چې په تاريخ کې په بېلابېلو نومونو ياد شوی او د اسلام يو ستر مرکز هم پاتې شوی دی.
ولسوالۍ:
هرات په ۱۲ نايحو او ۱۵ ولسواليو وېشل شوی . شينډنډ، انجيل، غوريان، ګذره او پښتون زرغون يې لومړۍ درجه او اوبه، کرخ، کشک، ګلران، کهسان، زنده جان او ادرسکن يې دويمه درجه او کشک کهنه، فارسی، او چشت شريف ولسوالۍ يې درېيمه درجه ولسوالۍ دي.
مهم قومونه يې پښتانه، تاجک، هزاره، ترکمن، ازبک او ايماق دی. په يوولس سرحدي ولسواليو کې يې د پښتنو نفوس زيات ده.
په دغه ولايت کې ٢٦٥١ کلی شته په ټولو هغو کې د ملی پيوستون شوراګانې فعاله دي.
د اوبو بندونه:
هرات د سلما په نوم يو د اوبو بند لري، چې د هريرود په سيند جوړ شوی او په چشت ولسوالۍ کې موقعيت لري. دغه بند د ۴۲ مېګاواټه برېښنا ظرفيت لري، چې په جوړېدو سره به يې نه يواځې هرات او ګاونډي ولايتونه روښانه کړي، بلکې ۲۰۰زره جريبه ځمکه به هم خړوبه کړي.
کولتور:
په هرات کې شعر او ادب د خلکو په طبيعت کې نغښتی او له همدې امله کولتوري او فرهنګي فعاليتونه هم په کې پراخ دي. له لرغونو زمانو څخه هرات د علم او ادب زانګو ده او په خپله غېږه کې يې ګڼ ادبيان او شاعران روزلي دي. دغه ولايت يو مهال د سکندر مقدوني پلازمېنه وه د هرات د ارګ يا د اختيارالدين کلا يې د هماغه مهال د عظمت نښه ده.
ستر شاعر او صوفي خواجه عبدالله انصاري، عبدالرحمن جامي او نور هم د هرات د فرهنګي مخينې ښې بېلګې کېدای شي. اوس هم په هرات کې ګڼ شمېر شاعران، سندرغاړي، ليکوالان او نور شته. ګڼې ادبي، هنري او فرهنګي ټولنې فعالې دي، لکه: انجمن ادبی هرات، استاد مشعل، پيرهرات، انجمن شعروادب، انجمن هنری استاد کمال الدين بهزاد، انجمن اجتماعی خواجه عبدالله انصار، اتحاديه مردم غور، اتحاديه اجتماعی ترکمنان،اتحاديه جوانان، اجتماع اخلاق و معرف، انجمن اجتماعی فرهنګی احمدشاه مسعود، انجمن نهضت جوانان، د سپينې ادې کولتوري ټولنه، د ملالۍ کولتوری ټولنه، د (ور) ادبي ټولنه، د محصل فرهنګي او اجتماعي ټولنه، د شينډنډ د قلموالو ټولنه، د مشرقي ټولنيزه شورا، د مومندو ټولنه، د وردګو ټولنه، د ميدانيانو ټولنه او د افغانانو ټولنه يې فعالې ادبي ټولنې دي.
تاريخې ابدې:
هرات له تاريخي پلوه خورا غني ولايت دی، چې له همدې امله يونسکو د نړۍ په فرهنګي ميراث ( زر ښاره زر ژونده ) پروګرام نوملړ کې هم شامل کړی دی.
پل مالان، د هرات مصلی، د خرقه مبارکه جامع مسجد، د هرات ارګ يا د اختيار الدين کلا، د هرات مسجد، د پير هرات، شارخ ميرزا، د مولانا، جامي، امام فخر رازي، شهزاده قاسم، شهزاده عبدالله، سلطان آغا، خواجه غلطان ولي، ملا واعظ کاشفي، خواجه عبداله انصاري، ملا ناسفنج اوسيد عبدالله مختار مقبرې، د هرات منارې او ګوهرشاد بېګم مسجد د هرات له تاريخي سيمو څخه دي.
مشاهير:
هرات د تاريخ په اوږدو کې په خپله علم پروره غېږ کې ګڼ نوميالي روزلي دي. خواجه عبدالله انصاري، عبدالرحمن جامي، امام فخر راضي، خواجه غلطان ولي، مير عبدالواحيد شهيد، سلطان حسين بايقرا، ملکه ګوهرشاد بيګم، مهری هروي، سپينه ادې، فضل حق خالقيار، کمال الدين بهزاد، عبدالواحيد بهره، ميرويس صادق، امان الله خان نيکزاد، مولوی خدايداد صالح، امير اسمعيل خان، رنګين دادفر سپنتا، امينه افضلي، ډاکټر همايون عزيزي، خيرمحمد خيرخوا، سيد محمد خيرخوا، ډاکټر محمد داود شاه سبا  او نور يې مشهور خلک دي.
 رسنۍ:
د هرات  لرغونې چاپي ورځپاڼه د اتفاق اسلام په نوم ده ، چې ۹۵ کاله وړاندې يې لومړنۍ ګڼه له چاپه را ووته. دغه راز اوسمهال په ملي راډيو ټلوېزون سربېره په کې ګڼې غږيزې، انځوريزې او چاپي خپرونې فعاليت لري چې په دې ډول دی: هرات تلوېزيون،  هرې،  ساقي، ميهن،  آسيا،  تابان، اميد، ملت، سيمای غوريان،  ترقي او اصلاح تلوېزونونه، د هرات،  آموزش،  د ځوان غږ،  هرات کليد،  سحر،  فرياد،  زحل او  شهر زاد راډيوګانې فعاليت لري.
دغه راز د اتفاق اسلام او اخبار روز ورځپاڼه، شهرما، معرفت، نسيم ايمان او هريوا مياشتينۍ مجلې هم له هراته خپرېږي.
په هرات کې پر ځايي رسنيو سره بېره يوشمېر نورې کورنۍ او نړيوالې رسنۍ هم اورېدل کېږي او ليدل کې چې په کې د پژواک، رويټرز، باختر او نورو مهمو خبري اژانسونو سربېره په کې د طلوع، شمشاد، اريانا، افغان، لمر، ملي او ګڼ نور تلوېزونونه او د ازادۍ، بي بي سي، المان غږ، ارمان، اراکوزيا، ستا غږ او نورې راډيوګانې هم اورېدل کېږي.
پوهنه:
په هرات  کې دا مهال ۷۹۱ ښوونځی فعال دي، چې اوه نيم سوه زره زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي، چې نيمايي هغه يې نجونې دي.
يو دولتي او کابو لس شخصي پوهنتونونه او انسټيټيونه په کې فعاليت کوي. دغه راز ۱۵ بابه خصوصی ښوونځي هم په کې فعال دي. په هرات کې ټول ټال دولس زره رسمي او کابو درې سوه تنه قراردادي ښوونکي په دندو ګومارل شوي دي.
کرنه:
هرات هوار جغرافيايي جوړښت لري او په کې د هريرود سيند د تېرېدو له امله د کرنې لپاره ډېر امکانات لری.
په غرونوکې يې په طبيعي ډول د بادام او پستې ځنګلونه شته، چې د سيمه ييزو خلکو د اقتصادي پياوړتيا مهمې سرچينې دي.
غنم، وريجې، جوار، انګور، مڼې، توت، انار او پر ګڼو سبو سربېره زعفران يې مهم کرينز محصولات دي.
لاسي صنايع او سوداګري:
په هرات کې لاسی صنايع او سوداګري د خلکو لرغونی دود دی. دغه ولايت تر ميلاد وړاندې هم د ورېښمو د لارې پر سر مهم سوداګريز مرکز و، چې منځنۍ اسيايې له چين او هغه يې له اروپا سره نښلوله.
له لرغونو زمانو څخه يې د کاشي او ښيښې څخه جوړ وسايل په نړيواله کچه شهرت لري، چې ښه بېلګه يې د نړۍ په يوشمېر مهمو موزيمونو کې په هرات کې د جوړو شويو ښيښه يي او کاشي توکيو ساتل دي.
اوس مهال هم په هرات کې کابو څلور سوه صنعتي فابريکې او صنعتي ښارګوټی شتون لري. په ۲۰۰۱ کال کې په دغه جوړ شوي ښارګوټي کې کابو شل زره افغان او ۳۰۰ بهرني کارګر په کار بوخت دي.
صنعتي ښار ګوټی يې د هرات ملکي هوايي ډګر ته مخامخ په ګذرې ولسوالۍ کې د هرات ـ کندهار پر لوی سړک ودان دی.
هرات له ايران او ترکمنستان سره دوه بندونه او دوه ګمرکونه هم لري، چې د اسلام قلعه او تور غونډۍ د بندرونو په نوم يادېږي. چې خلکو ته يې په کې د کار روزګار زمينه برابره کړې او اقتصادي ودې سره يې مرسته کړې ده.
لوبې:
په هرات کې ځوانان په بېلابېلو لوبو بوخت دي، چې تر اوسه په رسمي ډول ۱۵ سپورټي کلپونه له اولمپيک کمېټې سره ثبت دی، چې د نجونو په ګډون په کې ۱۱ زره ځوانان سپورټي لوبې کوي.
واليبال، باسکېټبال، جدو، د بدن ښکلا، پهلواني، وزلوبه او نورې يې غوره بېلګې دي. دغه رازکرکټ،فوټبال،ځغاسته، تکواندو، ووشو، بدمنتون، کانګفو تکواندو، شطرنج، جوجيتسو، هاکي او کيک بوکسينګ لوبو کې هم زرګونه ځوانان بوخت دي.