بغلان د مرکز ( پلخمري ښار) په ګډون ١٦ اداري واحدونه لري
۱- د پلخمري ښار :
پلخمري ښار د بغلان ولايت مرکز دى او د کابل – شمال پر لويه لار ، چې نهه شمالي او شمال ختيځ ولايتونه سره نښلوي، موقعيت لري.
پلخمري، چې مخکې د پل خماري په نوم يادېده، دسوداګرۍ له پلوه ډير ارزښت لري. د غوري سمنټو د فابريکې، د ټوکر اوبدنې د فابريکې شتون، سيلو او د ډبرو د سکرود درېيو فابريکو شتون ددې ښار اقتصادي ارزښت زيات کړى دى، ددې ښار ډيرى وګړي د دولتي ادارو مامورين او بزګران دي، چې حاصلات يې وريجي، غنم، خټکي او سبزيجات جوړوي. بغلانۍ وريجې ځانګړى خوند او نوم لري ، چې نورو ولايتونو ته هم ليږدول کيږي.
۲- دوشي ولسوالي :
دوشي ولسوالۍ د پلخمري سوېل ته په ٥٠ کيلو مترۍ کې پرته ده، خلک يې په مالدارۍ او کرنه بوخت دي، خو زياته پاملرنه غنم او وريجو ته کوي، په دغې ولسوالۍ کې د سرو زرو يو معدن هم شتون لري، چې د دره اسکارت په سيمه کې واقع دى، دغه معدن د معادنو وزارت له خوا په قرارداد ورکړل شوى دى.
۳ - خنجان ولسوالي:
د خنجان ولسوالۍ د پلخمري ښار په ٧٢ کيلومترۍ کې پرته ده، خلک يې پر مالدارۍ او کرنه بوخت دي، تازه خنجاني توت د ټول هېواد په کچه شهرت لري، دغه توت بياوچيږي هم او په ژمي کې تر ګټه اخيستل کيږي . خنجان د پروان ولايت د سالنګ له ولسوالۍ او د سالنګ له تونل سره ، چې کابل له نهو شمالي او شمال ختيځو ولايتونو سره نښلوي، پوله لري، شمالي سالنګ په خنجان ولسوالۍ پورې اړوند دى.
۴-اندرابونه:
اندابونه د بغلان ولايت ډېرى سيمي تشکيلوي، چې ده صلاح، بنو او پل حصار ولسوالۍ ور پورې تړل شوې دي.
۵-ده صلاح :
ده صلاح د بغلان په لرې پرتو ولسواليو کې راځي او د پلخمري ښار په ١١٧کيلومترۍ کې موقعيت لري. ددې ولسوالۍ حاصلات وريجې او غنم دي او په ميوو کې مڼې، الو بالو او شفتالو لري ، چې نورو ولايتونو ته هم لېږدول کيږي.
۶- بنو:
بنو د پلخمري له ښار څخه ١٠٨کيلو متره فاصله لري، خلکو يې مالدارۍ او کرنې ته ډيره پاملرنه کړې، د الوګک د ډبرو د سکرو معدن هم په دغې ولسوالۍ کې شتون لري، چې د سيمې ډير خلک په دغه کان کې په کار بوخت دي او عوايد دولت ته هم رسيږي.
۷-پل حصار:
پل حصار د بغلان له مرکز څخه ١٢٥ کيلومتره لرې واقع ده ، د پنجشير ولايت له مرکز بازارک سره پوله لري. ددې ولسوالۍ ډيرى خلک مالدار او بڼوال دي، خو له ډيرو کلونو راهيسې له امنيتي ستونزو سره مخ دي او د ناامنۍ ډيرې پېښې د ناقانونه وسله والو له خوا ترسره کيږي او دولت نه دى توانيدلى، چې دغه ناقانونه وسله وال بې وسلې کړي.
٨-د نهرين ولسوالي:
د نهرين ولسوالۍ د پلخمري ښار شمال ختپځ ته په ٧٥ کيلومترۍ کې پرته ده، خلک يې په مالدارۍ او کرنه بوخت دي. د چنارک د ډبرو سکرو معدن هم په دې ولسوالۍ کې شتون لري، د نهرين اوسېدونکي هم له ناقانونه وسله والو څخه سر ټکوي .
٩-تاله و برفک:
تاله وبرفک د پلخمري ښار سوېل لوېديځ لور ته په ١٢٣کيلومترۍ کې پرته ده ، خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، دغه ولسوالي هم د ډبرو سکرو دوه معدنونه لري چې يو يې د تاله په سيمه او بل يې د برفک په سيمه کې دي. دغه ولسوالۍ د باميان ولايت له سيغان ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.
١٠-دهنه غوري:
دهنه غوري د پلخمري ښار د شمال لوېديځ په ٢٧کيلومترۍ کې پرته ده او ددې ولسوالۍ خلک په کرنه بوخت دي ، نوموړې ولسوالۍ له سمنګان ولايت سره هم ګډه پوله لري.
١١-مرکزي بغلان:
مرکزي بغلان د زيات نفوس او صنعت لرونکو ولسواليو له ډلې څخه ګڼل کيږي ، چې د پلخمري ښار شمال ختيځ لور ته په ٤٣کيلومترۍ کې پرته ده ، خلک يې پر مالدارۍ بوخت دي، خو د وسله والو طالبانو شتون دغه سيمه نا امنه کړې او خلک يې له وسله والو څخه اندېښنه لري، صنعتي بغلان او د بورې فابريکې شتون د دې ولسوالۍ ارزښت زيات کړى دى. دغې فابريکې په ١٣١٩لمريز کال کې په فعاليت پيل وکړ ، خو له ١٣٥٧کال وروسته جنګونه ددې لامل شول ، چې ددغې فابريکې کار په ټپه ودريږي، خو په ١٣٨٧کال کې يې يو ځل بيا په فعاليت پيل وکړ ، خو لکه څنګه چې مخکې يې توليدات درلودل ، اوس يې نه لري.
١٢-برکه:
برکه د پلخمري ښار په ٨٥کيلومترۍ کې پرته ده ، د دې سيمې د زياترو وګړو اقتصاد پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دى. برکه د تخار ولايت له اشکمش ولسوالۍ سره ګډه پوله لري او يادې ولسوالۍ کې د وسله والو شتون خلک اندېښمن کړي دي.
۱۳- جلګه:
جلګه د پلخمري ښار په ٩٣کيلومترۍ کې پرته ده ، خلک يې زياتره په کرنه او مالدارۍ بوخت دي .
۱۴- خوست:
خوست د پلخمري ښار په ١٣٦کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده ، ددې ولسوالى خلک هم په کرنه او مالدارۍ بوخت دي .
۱۵-فرنګ:
فرنګ د پلخمري ښار په ١٥٠کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده او د تخار ولايت له فرخار ولسوالۍ سره ګډه پوله لري. ددغې غرنۍ ولسوالۍ زياتره خلک په مالدارۍ بوخت دي .
١٦- ګذرګاه نور:
يوه له لرې پرتو ولسواليو څخه ګڼل کيږي، چې د پلخمري ښار په ١٥٩کيلومترۍ کې واقع ده او ډيرى وګړي يې په مالدارۍ بوخت دي .