۵- عبدالستار عفت
انتخابي سناتور
عبد الستارعفت د الحاج  محمد عالم زوى، چې په ١٣٣٨لمريز کال کې د بغلان ولايت  د دهنه غوري ولسوالۍ په شوراب کلي کې زيږېدلى  او تر دوولسم ټولګي پورې يې زده کړې کړې دي.هغه د جهاد په دوران کې د جبهې د امر، د لواء قوماندان، ولسوالۍ او په پنځلسمه دوره کې د مشرانو جرګې غړي په توګه دندې ترسره کړې دي.عفت په تېره کې د اسلامي حزب (مولوي خالص) غړى و.
د اړيکې شمېره: 0700683936
۶- مولوي عبدالولي راجي
انتخابي سناتور
مولوي عبدالولي راجي د مولوي محمد عارف خان زوى، چې په ١٣٥٢لمريز کال کې د بغلان ولايت  فرنګ خوست ولسوالۍ په وغو کلي کې زيږيدلى دى، شرعياتو کې د ليسانس تر کچې پورې زده کړې لري. بيان حقيقت يې د شعرونو ټولګه او زن در اينۀ شرعيت يې  له تاليفاتو څخه دي. هغه د جهاد او مقاومت په دوره کې د قضا برخه کې او د فرنګ د دارالعلوم د مدير په توګه دندې ترسره کړې دي او اوسمهال د مشرانو جرګې د منشي په توګه دنده پر مخ بيايي.هغه د حرکت انقلاب اسلامي ګوند غړى دى.
د اړيکو شمېرې:0705740718-0777776411      
 
۷۸- حاجي نظرمحمد فقيري:
له بغلان څخه انتصابي سناتور
 
حاجي نظر محمد فقيري د حاجي حضرت محمد زوى ، چې په ١٣٣٤لمريز کال  کې  د بغلان ولايت په پلخمري ولسوالۍ کې زيږېدلى دى، لومړنۍ او ثانوي زده کړي يې د باغ شمال په ښوونځي کې ترسره کړې دي،په ١٣٥٩لمريز کال کې پاکستان ته مها-جر شوى او په ١٣٨٤لمريز کال کې بېرته هېواد ته ستون شوى دى.فقيري قومي مشر دى او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې تجربه لري، هغه له انتقالي دورې څخه وروسته د ولسمشر کرزي له خوا د انتصابي سناتور په توګه وټاکل شو او ولسمشر کرزي په دويمه دوره کې يو ځل بيا د انتصابي سناتور په توګه وټاکل شو.
 
د اړيکو شمېرې:0799890595-0700683880