بغلان د هېواد په شمال ختيځ کې  له مهمو صنعتي ولايتونو څخه  دويمه درجه ولايت دى .
دغه ولايت دجغرافيوي موقعيت له مخې، د شمالي عرض البلد په ٢٩ درجو او ٣١ دقيقو او همدارنګه د شمالي طول البلد په ٥٨درجو او ٤٨ دقيقو کې واقع دى .
ياد شوى ولايت دکابل په ٢٣٠ کيلومترۍ کې دکابل –مزارشريف لويې لارې په اوږدو کې پروت دى. يوه غوره ځانګړتيا يې داده، چې دکابل او شمال ختيځو ولايتونو لپاره زيات مهم دى او اوه شمالي ولايتونه له مرکز ( کابل) سره نښلوي .
 بغلان ولايت له شمال خيتځ خوا پنجشير، تخار او کندوز سره ، په لوېديځ کې له سمنګان او باميانو ولايتونو سره او د سوېل له خوا له پروان ولايت سره ګډه پوله لري. شمالي سالنګ د بغلان او سوېلي سالنګ په پروان  ولايت کې موقعيت لري، چې دواړه ولايتونه يې سره بېل کړي دي .
ددغه ولايت مساحت ١٨٢٥،٢ کيلومتره مربع اټکل شوى او د وګړو شمېريې د ١٣٨٧ لمريز کال دشوې سرشمېرنې پر بنسټ ٧٥٠ زره تنه ټاکل شوى دى.، خو هغه سرشمېرنه، چې په ١٣٩٢ لمريز کال کې شوې ددې ولايت د وګړو شمېر ٨٩٠ زره تنه ښيي .
 بغلان ولايت ښه اقليم لري، په  اوړي کې يې هوا ګرمه، خو په ژمي او مني کې يخه وي. په ژمي کې ددغه ولايت دحرارت درجه له ٢٢ تر ٣٢ رسېږي . خنجان يې تر ټولو يخه ولسوالي ده  او په اوړي کې يې د حرارت درجه ١٨ سانتي ګرېده وي . د باران منځنۍ کچه په کې ٢٦٩٨ ملي متره اټکل شوې ده .
 ولسوالۍ :
بغلان ولايت د خپل اداري جوړښت له مخې، ١٤ ولسوالۍ لري او مرکز يې د پلخمري ښار دى .
ددغه ولايت ولسوالۍ له خنجان، دوشي، بنو ، ده صلاح، پل حصار، جلګه، خوست، فرنګ ، ګذرګاه نور، نهرين ، بورکه ، دهنه غوري او تاله وبرفک څخه عبارت دي.
په يادو ولسواليو کې بېلابېل قومونه لکه تاجک، پښتانه، هزاره، ازبک ،ګجر، قزاق ، مغل او پشه يان ژوند کوي، خو ډېرى برخه يې تاجکانو جوړه کړې ده .
 د اوبوبندونه :
بغلان ولايت دوه ستر بندونه لري، چې دواړه  په پلخمري ښار کې دي، د اول او دويم بند په نامه يادېږي .
لومړى بند ٣ توربينه لري ، چې هر يو يې يو نيم ميګاواټ برېښنا توليدوي او داوبو زېرمتون يې د دوو ميليونو مترمکعب اوبو ظرفيت لري .
دويم بند  د اول بند په پاى کې موقعيت لري ، چې دلومړي بند له اوبو څخه کار اخلي. دويم بند  ٣ توربينه لري ، خو هر يو توربين يې ٣ ميګاواټه برېښنا توليدوي .
خو سره له دې، چې دغه بندونه دبغلان دخلکو د اړتيا وړ برېښنا توليدوي ‎، په زرګونو جريبه ځمکه يې هم خړوب کړې ده .
کولتور :
 په بغلان ولايت کې فرهنګي فعاليتونه په ١٣٠٠ لمريز کال کې دکندوز  ولايت دخان آباد ښار نه پيل شول . خان آباد هغه مهال دبغلان يوه ولسوالي وه ، چې دلومړي ځل لپاره ترې داتحاد په نامه پنځلس ورځنۍ خپرونه خپره شوه او لومړى مسوول مدير يې ملا نقيب الله و.
دغې  خپرونې داطلاعات او فرهنګ په  چوکاټ کې خپرونې کولې، چې مرکز يې په ١٣٣٦ لمريز کال کې د بغلان د مرکز نوي ښار ته ولېږدول شو او په اونيزه بدله شوه ، تر ١٣٦٧ لمريز کال پورې په مرکزي بغلان کې فعاله وه او له دې کاله وروسته بيا پلخمري ښار ته ولېږدېده . اوسمهال يې مسوول مدير سيدعبدالله سادات دى.
 په دې وروستيو کې داتحاد له خپرونې پرته، دعقاب په نامه مياشتينۍ، دنداى اسلام اونيزه ، سلسله اونيزه او غچي اونيزه هم فعاليت کوي .
فرهنګي ټولنې هم له کلونو راهيسې په دغه ولايت کې فعالې دي ،چې دبېلګې په توګه ترې د دبغلان دليکوالې ټولنې، اديب فرهنګي مرکز او دحکيم ناصرخسرو بلخي له فرهنګي مرکز څخه يادونه کولاى شو . ددې ترڅنګ په بغلان ولايت کې ښه ليکوال هم شته چې اثار يې خپاره شوي دي .
 تاريخي ابدې :
ددغه ولايت تاريخي ابدات په ٢٦ ځايونو کې دي، چې ترې د تپه زارو، تپه صفاري، شور تپه شمرق، تپه رستم، شوربابا، طلاتپه، زردکمر، مسجدسفيد، لالاقدق ، قندرايونه او سرخ کتل يادونه کولاى شو. يادتاريخي اثارله پلخمري ښار پرته په خوست، دوشي ، مرکزي بغلان او دهنه غوري ولسواليو کې موقعيت لري .
له رباتک او سرخ کوتل ساحو لاسته راغلي اثار څرګندوي، چې دکنشکاکبير او کوچنيو کوشانيانو دور ته رسېږي.کوشانيان ( بودايان) تر ٢-٥ پېړيو پورې ژوند کاوه .
دغه اثارو څرګندوي،چې بغلان له اسلام نه وړاندې دوه زره کلن تاريخ لري ، چې هغه مهال کوتل رباتک او سرخ کوتل د اور نمانځو عبادت ځايونه وو .
 مشاهير :
په دغه ولايت کې ډېر پياوړي، عالمان ، ليکوال  او نور خلک روزل شوي و ، چې کولاى شو له عبدالرحيم خنجاني، اکرام الدين انديشمند، مزمل، مير احمد "جوينده "، غلام جيلاني "،پروانه  بڼوال  رونق "نادري"، نسيم "صباح" ،غلام حسين "افګار" ،عبدالقيوم "حازن" ، شفق"مشفق" وشيرآقا "شايان فريور"او نورو يادونه وکړو ، چې اثار يې خلکو ته رسېدلي او په بغلان کې خپل مينه وال لري.
په دغه ولايت کې لاهم موزيم نه شته او تر لاسه شوي  اثار اوابدات يې ٢٤ قطعو ته رسېږي ،چې په کابل کې اطلاعات او فرهنګ وزارت ته سپارل شوي دي .
رسنۍ :
په بغلان کې ولايت کې د ملي اراډيو تلوېزيون امريت په لومړي ځل په ١٣٦٧لمريز کال کې رامنځته شو، چې ټولې خپرونې  يې له کابل نه اخيستې او خپلې خپرونې يې ايله دوه ساعته وې ، چې ډېرى سيمه ييز راپورونه ، محفلونه او دولتي غونډې وې .
 د طالبانو د حکومت له پرځېدو وروسته په دغه ولايت کې فرهنګي فعاليتونه زيات شول او  اوسمهال د ملي تلوېزيون ترڅنګ په کې د تنويرپه نوم خصوصي تلوېزيون له ١٣٩١ لمريز را هيسې خپرونې پيل کړي او د تراجمير، ارزوها، پيمان، اديب، خوشي ، سنا ، فرحت او چنغر په نامه اته خصوصي راډيوګانې هم فعاليت لري .
 اوسمهال په بغلان ولايت کې ټول ټال ٤٨٩ښوونځي شته، چې ١٢٢ يې  د هلکانو لېسې او ٣٥ نورې يې د نجونو دي او د زده کوونکو شمېر يې ٣٢٠ زرو ته رسېږي، چې يواځې ١٢٠ زره يې نجونې دي او زر ښوونکي درس ورکوي .
په دې ولايت کې له پوهنتون نه پرته د ښوونکو روزنې درې موسسې هم شته ،چې يوه يې دولتي او دوه خصوصي دي ، په همدې ډول يو دارالعلوم او ١٢ ښوونځي هم لري.
په بغلان پوهنتون کې د نجونو په ګډون ٣٥٠٠ زده کوونکي په شپږو پوهنځيو کې لوړې زده کړې کوي .
صنعت :
 بغلان د هېواد يو تر ټولو مهم صنعتي ولايت دى، چې دغوري سمنټو، افغان نساجۍ، بورې او ډبرو سکارو فابريکې په کې شته .
همدارنګه د پايه جوړونې، سيلو، سپين زرشرکت، کاماز تصدۍ او کرنيزه مکانيزه ددغه ولايت له مهمو توليدي تاسيساتو څخه دي، چې په وروستيو دېرش کلنو جګړو او ددولت د نه پاملرنې له امله له منځه ولاړل ، خو د افغان نساجي او سمنټو فابريکې لاهم فعاليت لري .
 د افغان پلخمري نساجۍ فابريکه په پلخمري کې موقعيت لري ، چې په ١٣١٥ لمريز کال کې تاسيس شوې او په ١٣٢١ لمريز کال کې يې خپل فعاليت پيل کړى .
دې فابريکې دکار په پيل کې له ٣٥٠٠ څخه تر ٣٧٠٠ پورې کارګر درلودل، د کار په پيل کې يې د اوبدنې ٥٥٠ پايې انګليسې ماشينونه او په ١٣٣١ لمريز کال کې يې دماشينونو شمېره ٣٠٣ المانيو او په ١٣٤٠ کال کې دغه شمېره ١٨٤ پايې روسيو ماشينونو ته راښکته شوه ،چې په دې حساب سره يې د اوبدنې د ماشينونو شمېر له زرو پايو څخه زيات و .
 افغان پلخمري نساجي فابريکې کال په کال  پراختيا موندله او په ١٣٤٢ لمريز کال کې يې توليد ٢١ ميليون متره سان تيکې ته رسېده .
 د غوري سمنټو فابريکه هم په دغه ولايت کې ده، چې دلومړي پړاو تړون يې دافغانستان او چک سلواکيا ترمنځ و ، چې د ١٣٤٠ لمريز کال د وري په ٢٧ مه لاسليک شو . په دغه پړاو کې يې د ٢٤ ساعتونو توليدي ظرفيت ٢٠٠ ټنه سمنټ و او په دويم پړاو کې يې دويمه کره فعاله شوه او توليدي ظرفيت يې هم ورسره دوه چند شو .
 دسمنټو دويمه فابريکه په ١٢٩ ١ لمريز کال کې  د زر ټنو ورځني ظرفيت او ٧٠٠ کارکوونکو په درلودو سره پيل شو. اوسمهال دغه فابريکه ٧٥٠ تنه کارګر لري ، چې د زړې فابريکې توليد ٢٠٠ او دنوې فابريکې توليد ٨٠٠ ټنه دى، چې ټول په هېواد کې دننه مصرفېږي .
 په بغلان کې  د ډبرو سکارو اوه کانونه شته،چې د کرکر، دودکش، اهن دره ( پلخمري ښار) د تاله برفک دوه کانونه ، د ده صلاح ولسوالۍ کان او د نهرين چنارک کان په کې شامل دي .
 د بغلان دبورې فابريکې په ١٣١٩ لمريز کال کې دبغلان دصنعتي فابريکو په ښارګوټي کې په فعاليت پيل  کړ. دغې فابريکې د کال په اوږدو کې دلبلبو د حاصلاتو پر مهال له درې تر څلورو مياشتو فعاليت کاوه او په ٢٤ ساعتونو کې يې له ١١١٠٠٠ څخه تر ١٢٠٠ پورې ٩٠ کيلويي بورۍ توليد درلود.
 ياده فابريکه د غويي  د اومې کودتا او د ١٣٧٠ لسيزې په جګړو کې په ټپه ودرېده ، خو په ١٣٨٧ لمريز کال دالمان په مرسته يو ځل بيا فعاله شوه ‎، خو داځل يې په هر کال کې له يوې مياشتې د زيات فعاليت وړتيا نه درلوده  او ورځنى توليد يې له ١٠٠ څخه تر ٢٠٠ بوريو پورې و، چې هره بورۍ ٩٠ کيلو وه .
 کرنه :
بغلان ولايت ديوه کرنيز ولايت په توګه له ٩٨١٠١ هکتاره ځمکې اوبيزې ځمکې څخه جوړ شوى ،چې ١٦٠٥٥٣ هکتاره ځمکه يې للمي ده ، وريجې ددې ولايت له  مهمو اومشهور کرنيزو محصولاتو څخه دي. بغلانۍ وريجې بېل خوند لري او دټول هېواد په کچه مشهورې دي.
له دې پرته کچالو، پياز ، جوار او نخود ددې ولايت په نورو کرنيزو حاصلاتو کې راځي .
 همدرانګه په مرکزي بغلان ، دهنه غوري او دوشي ولسواليو کې خربوزې او هندواڼې کرل کېږي، مڼې، ناک ، الو، ګيلاس او زردالو يې هم مشهور دي .
ددې ولايت کرنيز محصولات له بغلان پرته په کابل ، بلخ او نورو ولايتونو کې پلورل کېږي .
 ورزش :
ورزش له ډېر پخوا نه په دغه ولايت کې دود و او بغلاني ځوانان له چپنکي پهلوانۍ، وزلوبې، ډبرې اچونې سره مينه لري  او ياد وزرشونه تراوسه په دې ولايت کې دود دي .
خو ددې ترڅنګ معاصر ورزشونه لکه فوټبال ، واليبال، تيکواندو  او نور هم په کې فعال او ٥٥ ورزشي کلپونه لري ، چې نږدې زر ځوانان په بېلابېلاو وختونو کې په کې لوبېږي .