غزني کې د ولسمشرۍ هېڅ کانديد کمپاين نه دى پيل کړى

 
غزني ښار (پژواک ۱۴ سلواغه ۹۲):  ولسمشرۍ ته د کانديدانو د رسمي کمپاين نن دويمه ورځ ده، خو په غزني ولايت کې تر اوسه يې هېڅ کانديد کمپاين نه دى پيل کړى.
د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې ولسمشرۍ ته کانديدانو تر اوسه په دغه ولايت کې ټاکنيز کمپاينونه نه دي پيل کړي او نه يې هم له خلکو سره اړيکې نيولې دي.
د غزني ښار يوه اوسېدونکي عبدالغني د سلواغې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر اوسه په ښارکې يواځې د ډاکټر اشرف غني يو پوسټر لګېدلى او نور هېڅ نشته.
هغه زياتوي، چې په هرات کې د ډاکتر عبدالله د کمپاين د غړو له وژل کېدو وروسته کېداى شي په دغه ولايت کې هم د کانديدانو پلويان له امنيتي وېرې کمپاين نه وي پيل کړى.
نوموړي له کانديدانو وغوښتل چې ژر تر ژره خپل کمپاينونه پيل کړي، څو خلک د دوى له پروګرامونو خبر شي.
د غزني ښار يو بل اوسېدونکی او ولايتي شورا ته نوماند نادرخان ګيرووال وايي، چې د ولسمشرۍ د کانديدانو د کمپاين ځنډ د ولايتي شورا د کانديدانو پر کمپاين هم بده اغېزه کوي.
هغه پژواک ته وويل: ((که د ولسمشرۍ کانديدان امنيتي ستونزې لري، نو موږ خو بايد هېڅ کمپاين ونه کړو.))
د غزني يو بل اوسېدونکی محمدالله وايي چې نن په دغه ولايت کې  د ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړو يو دفتر پرانيستى، خو رسمي کمپاين يې لا نه دى پيل کړى.
خو د غزني چارواکي وايي، چې دوى په دغه  ولايت کې د کانديدانو او د هغوى د کمپاين د مسوولينو کلک امنيت نيولى او هغوى کولى شي خپل کمپاين پيل کړي.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده پژواک ته وويل، چې په غزني کې اوس امنيتي حالت ښه شوی او هر نوماند کولای شي چې په ارامه فضاکې خپل کمپاينونه پرمخ بوځي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.