If elected, Ghani to introduce reforms

 
کابل (پژواک ١٣ سلواغه ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد اشرف غني احمدزي، په اقتصادي او د محکمو په سيسټم کې سمون، د بيروکراسۍ له منځه وړل، د اساسي قانون په ځينو برخو کې تعديل او نور پروګرامونه د خپل راتلونکي پلان برخې وبللې او په هېواد کې يې پر متوازنې ودې ټينګار وکړ.
د جمهوري رياست دغه نوماند، نن په کابل کې د خپل ټاکنيز کمپاين د پيل په مراسمو کې وويل، چې ټول افغانان بدلون ته چمتووالى لري او بايد دغه بدلون د افغانانو پر مټ تر سره شي.
نوموړي د کورنيو توليداتو پر ودې ټينګار وکړ او ويې ويل: "موږ فقير هېواد نه يو، که د دغه هېواد تر ځمکې لاندې پانګونې په کار واچول شي، په هېواد کې د اقتصادي پرمختيا زمينه برابرېدلى شي."
اشرف غني احمدزي زياته کړه، د شبرغانو ګاز يواځې د افغانستان د ٧٠ کلونو اړتياوې پوره کولى شي.
نوموړي، هر پانګه وال او سوداګر د هېواد اقتصادي مټ وباله او ويې ويل: " تر هغه مهاله چې پر خپل کورني توليدي سيسټم تکيه ونه کړو او پياوړى يې نه کړو، نو پر خپلو پښو نه شو درېدلى."
د جمهوري رياست دغه نوماند زياته کړه، چې په ټاکنو کې د برياليتوب پر مهال به د پانګه والو او د هغوى د پانګونې د خوندي ساتلو لپاره لازم کارونه تر سره کړي.
دغه راز نوموړي د ټولو محکمو پر اصلاح ټينګار وکړ او ويې ويل، بايد ټولې پرېکړې د دعوې پر اقامې خپرې شي، ترڅو خلک په دې پوه شي، چې د قاضي پرېکړې د کومو کره معلوماتو له مخې دي.
احمدزي د اساسي قانون پر پلي کولو ټينګار وکړ، خو د اساسي قانون ځينو مادو ته له اشارې پرته وويل، چې د دغه قانون ځينې مادې بايد د ټولنې له اړتياوو سره سمې تعديل شي.
د هغه په وينا، دې ته اړتيا ده، چې د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کميسيون بايد هر شپږ مياشتې وروسته د افغانستان خلکو ته د خپلو کړنو په اړه راپور ورکړي.
د جمهوري رياست دغه نوماند خپلو مرستيالانو ته په اشارې کولو سره وويل: "قانون به لومړى پر ما، جنرال صاحب او دانش صاحب پلى شي."
احمدزي وويل، په ټاکنو کې د برياليتوب پر مهال به هڅه وکړي، ترڅو د ولسواليو شوراګانو ټاکنې د ولسي جرګې له ټاکنو سره يو ځاى تر سره شي.
اشرف غني احمدزي زياته کړه، د دغو ټاکنو د تر سره کېدو موخه داده، چې د لويې جرګې غړي بشپړ شي او د لويې جرګې په رابللو سره په اساسي قانون کې تعديلات راوړل شي.
هغه زياته کړه، چې د اداري فساد د له منځه وړلو، د هېواد په ولايتونو کې متوازنې ودې او خپل هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته راګرځېدو لپاره به هڅې وکړي.
احمدزي وويل، په ټاکنو کې د برياليتوب پر مهال به د دولتي ځمکو د وېش او ثبت لپاره يو اداره جوړه کړي او هڅه به وکړي، ترڅو د روغتيا، پوهنې او بشري ځواک په برخو کې مثبت بدلونونه راولي.
هغه زياته کړه، د يادې کمېټې له لارې به هغو کسانو ته چې د ملکيت عرفي اسناد لري، د پړاوونو له تېرولو وروسته شرعي اسناد ورکړي او په دې برخه کې د هېواد په کچه زرګونه شخړې به له منځه ولاړې شي.
اشرف غني احمدزي وويل: هغه جنرالان به وستايي، چې عملي او اغېزناکه فعاليتونه يې تر سره کړي وي.
هغه وويل، د منصبونو مالکان بايد د خپل شخصي لياقت او وړتيا له مخې امتيازات ترلاسه کړي.
هغه سوله او ثبات د خپل کاري ټيم له مهمو لومړيتوبونو (بدلون او دوام) څخه وبلل او په دې اړه يې وويل: "زموږ ارامي د اسيا د ارامۍ او سوکالۍ شرط دى او سيمه بايد د شته کړکېچ او ناخوالو د له منځه وړلو لپاره سمه پرېکړه وکړي."
نوموړي د دولت له وسله والو مخالفينو وغوښتل، چې سولې ته د افغانانو د رسېدو په موخه بايد د سياست ډګر ته راودانګي.
هغه زياته کړه: "ټاکنې د ډار وړ نه دي، بلکې د هيلې ځاى دى او پايلې يې بايد ومنو."
د هغه په وينا، د مغرضو کسانو له لوري د واک استعمال بايد ودرول شي او خلک بايد په ډېر لنډ وخت کې خپل ځانونه په حکومت کې ګډ وبولي.
نوموړي په هرات کې د جمهوري رياست د بل نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنيزو مبارزو د دوو کارکوونکو وژنه وغندله او دغه يې يو غير اسلامي او باطل عمل وباله.
هغه دغه راز له امنيتي ځواکونو وغوښتل، چې د نوماندانو د ټاکنيزو سياليو د کارکوونکو په امنيت ساتلو کې ډېره هڅه وکړي.
د ولسمشرۍ د ټاکنو نوماند اشرف غني احمدزي د تر سره کولو ټيم، نن د بدلون او دوام تر شعار لاندې خپل کمپاين په عملي ډول پيل کړ او ادعا کوي، چې تر دې مهاله ٢٥ ګوندونو او له سلو ډېرو مدني بنسټونو له اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړى دى.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.