Add new comment

افراد مسلح يکتن را که مانع نصب تصاوير يک نامزد رياست جمهورى شد لت و کوب کردند

 
پلخمري (پژواک ١٩ سلواغه ٩٢): په بغلان ولايت کې د تېلو د يوه پمپ څښتن وروسته له هغه ووهل شو، چې د ياد پمپ د ودانۍ پر دېوالونو د وسله والو له خوا د ولسمشرۍ د يوه کانديد له تصويرونو سره يې مخالفت وکړ.
د تېلو د دغه پمپ مالک عبدلشکور ادعا  کوي، چې تېر مازديګر څو کسه په يوه سراچه موټر کې راغلل، غوښتل يې چې د ولسمشرۍ رياست د کانديد عبدالرب رسول سياف تصويرونه پر دېوالونو ولګوي، خو ده ورسره مخالفت وکړ.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغو کسانو وروسته چا ته ټيلېفون وکړ، د پوليسو په جامه کې څو وسله وال په رينجر موټر کې راغلل او دى يې وواهه.
د تېلو ټانک مالک زياته کړه: ((څوک حق نه لري، چې د کانديدانو تصويرونه د تېلو ټانک په دېوال بند کړي،  موږ نه غواړو چې دېوالونه مو خراب شي.))
عبدالشکور زياته کړه، چې د ځان ساتنې لپاره يې  ورسره شته يو ميل کلاشينکوف او يو سيف چې د تېلو ټانک پيسې يې په کې ساتلې، هم وړي دي.
دا پېښه د بغلان د مرکز پلخمري ښار په شمال ختيځه ساحه کې پېښه شوې ده.
خو يوه ځايي استوګن خان اقا وويل، چې لومړى د تېلو ټانک مالک د يوه وسله وال له خوا ووهل شو او وروسته دوه نور راغلل، هغه يې وواهه او کلاشينکوف يې هم د ټانګ له مالکه واخيست.
په ورته وخت کې د استاد سياف د ټاکنيزو مبارزو وياند فهيم کوهدامني پژواک ته وويل، تر اوسه د دوى ټاکنيزې مبارزې په بغلان کې نه دي پيل شوې او دوى هېڅکله هم داسې کوم نيت نه لري، چې تصويرونه د قانون خلاف نصب او يا هم  څوک وځوروي.
هغه زياته کړه: ((شايد يو شمېر کانديدان د يوه بل کانديد د بدنامولو لپاره، چې محبوبيت لري، دا کار وکړي.))
په بغلان ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مرستيال عبدالبشير مسعود وويل، چې تر اوسه د ولسمشرۍ هېڅ نوماند هم کمېسيون ته مراجعه نه ده کړې، چې کمپاين پيلوي، خو خلکو بيا ټاکنيزې مبارزې په خود جوش ډول پيل کړې دي.
هغه زياته کړه، د خلکو د خوښې خلاف ځايونو کې د تصويرونو لګول د قانون خلاف کار دى، خو دوى ته لا هم د تېرې ورځې د پېښې په اړه چا شکايت نه دى کړى.
مسعود زياته کړه، چې دا ډول پېښې د عامه نظم د خرابولو سبب ګرځي، د قانون خلاف دي او دا په امنيتي ځواکونو پورې اړه لري، چې په دې برخه کې اقدام وکړي.
خو د بغلان امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول جاوېد بشارت وويل، چې پوليسو په دې برخه کې هېڅ لاسوهنه نه ده کړې او دواړه ښکېل اړخونه يې د دوو نا قانونه وسله والو په ګډون، د هغو کسانو په مرسته بې وسلې کړي، چې غوښتل يې د ولسمشرۍ د کانديدانو تصويرونه ولګوي.
هغه يادونه وکړه، چې موضوع تر څېړنې لاندې ده: ((د پوليسو دنده دامنيت نيول دي، هېڅکله به هم په ټاکنيزو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.))

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.