Rassoul to improve security environment

 
لښكرګاه (پژواک ۲٥ كب ۹۲): د ولسمشرۍ کانديد زلمي رسول په هلمند كې د دوو غونډو په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې د امنيت راوستو تر څنګ به د کجکي بند د برېښنا ظرفيت لوړ کړي.
د نوموړي په ملاتړ د کب په ٢٥مه لومړۍ غونډه د لښکرګاه ښار په کرزي لوبغالي او دويمه يې په عيدګاه جومات کې جوړې شوې، چې زرګونه پلويانو يې په کې ګډون درلود.
له زلمي رسول سره په دې غونډو کې د ده د دواړه مرستيالانو تر څنګ د هغه ملاتړي، قيوم كرزي او محمود كرزي هم ملګرتيا کوله.
زلمي رسول د دې غونډو پر مهال وويل: ((له امنيت وروسته به مې لومړى كار دا وي، چې د هلمند د كجكي د برېښنا بند نيمګړې پروژه بشپړه کړم او برېښنايې نورو ولايتونو هم انتقال کړو.))
هغه وويل، چې د كجكي د برېښنا پروژه د ۵۱ مېګاواټه په وړتيا جوړه شوې، خو اوس يواځې ۳۰ مېګاواټه توليد لري.
نوموړي زياته كړه، د هلمند کرنيز سكتور ته به ځانګړې پاملرنه وکړي، د بست د تصدۍ فابريكه به ورغوي او په خانشين ولسوالۍ كې به د رخام ډبرو د قاچاق مخه ونيسي.
هغه ژمنه وكړه، چې تر ټولو مهمه پروژه يې په ټول هېواد كې د پوهنې سكتور ته وده ورکول دي.
د زلمي رسول لومړي مرستيال احمدضيا مسعود وويل، لومړى كار يې د امنيت ټينګښت، د قانون حاكميت، كرنې ته وده وركول او نورې پراختيايې چارې دي.
بلخوا قيوم كرزي وويل، هېواد په حساس پړاو كې دى له همدې امله يې له ډاكتر زلمي سره اېتلاف وكړ، څو نوموړى بريالى كړي او د ده په وينا، هېواد د پرمختګ پر لور ولاړ شي.
نوموړي د هلمند له اوسېدونكو غوښتنه وكړه، چې خپله رايه د ډاكتر زلمي رسول په ګټه وكاروي، چې د دې په بدل كې به نوموړى په ټول توان كار وكړي.
په مشرانو جرګه كې د هلمند د خلكو استازي ملا شېرمحمد اخندزاده د قومي مشرانو په استازيتوب نوموړي نوماند ته ژمنه وكړه، چې رايه به وركوي.
په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي معلم ميرولي هلمند ولايت ته د ځانګړې پاملرنې په شرط ژمنه وکړه، چې په راتلونکو ټاکنو کې به ډاکتر زلمي رسول ته رايه ورکړي.
د يادولو ده، هلمند ولايت ته د ولسمشرۍ دغه درېيم کانديد دى، چې د خپل تبليغاتي کمپاين لپاره دغه ولايت ته ځي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.